سلمان خان: نجلۍ مې ومونده

د هندي فلمي نړۍ مشهور مجرد نارینه سلمان خان اوس په خپله خوله وايي، چې نجلۍ یې موندلې ده. د سې شنبې پر ورځ سلمان خان پر ټویټر پاڼه یوازې یوه کرښه پیغام خپور کړ:

''ما نجلۍ ومونده. ''

د نوموړي له دغو څو ټکیو وروسته د خلکو ځوابونه راغلل.

خلکو بېلا بېلې پوښتنې پیل کړې:

''ایا سلمان واده کوي؟ ''

''نجلۍ څوک ده، چې سلمان یې په اړه د ټویټر له لارې اعلان کوي؟

وویکا نند سینګ نومي یوه ټویټر کاروونکي لیکلي:

'وروره اوس یې له لاسه ورنه کړې. '

یو بل چا لیکلي:

'وروره اوس نو ژر واده وکړه. سلمان پاشا نومي یوه بل سړي لیکلي، چې دا ورېندار به مو څوک وي؟

امیت بیا وايي:

'زما لپاره یې هم لټون وکړه! '

سلمان دا وروستیو کې ویلي و نن سبا د اولاد په توګه د یوه ماشوم پالنې ته فکر کوي.

د سلمان خان نوم له ایشوریه رای نیولې، تر کترینه کیف او یولیه وینتور پورې ډېرو نومونو سره غوټه شو، خو هېڅکله هم خبره تر وداه و نه رسېده.

په هر صورت پر خواله رسنیو له نژدې دوه ساعته اوږده اړودوړ وروسته سلمان خان بیا ولیکل:

''اندېښنه مه کوئ، د آیوش شرما د نوي فلم لپاره مې نجلۍ وموندله. ''

آیوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا میړه دی او سلمان د خپل اوښي لپاره فلم جوړوي.

سلمان وايي د دغې نجلۍ نوم ورینه دی.

له سلمانه نژدې هر مرکه کوونکی دا پوښتنه کوي، چې واده به کله کوي او څرګنده ده، چې له دغسې ټویټر پیغامه وروسته د خلکو ذهنونو کې د هغه د واده په اړه فکر پیدا کېده.