د فرانسې د ولسمشر خبرداری: اروپا د 'تاریخ په اوښتونکي' پړاو کې ده

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، مکرون وویل اروپا نوي دور ته ننوتې او پوځي لګښتونه باید لوړ کړي

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران د پنجشنبې پر ورځ د دفاع یوې ځانګړې شورا په تړاو خبرو لپاره بروکسل کې راټولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون خبرداری ورکړی چې دا لویه وچه د "تاریخ د بدلون" په مهم پړاو کې ده.

تمه ده چې اروپايي مشران به د ځان پر تجهیزولو سربیره پر دې هم وغږېږي چې له کیېف سره څنګه ملاتړ ته دوام ورکولی شي.

د یادونې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم دې سرمشریزې ته وربلل شوی دی.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له کیېف سره د پوځي مرستو له ځنډولو وروسته، چارشنبه د استخباراتي مالوماتو د ځنډولو اعلان هم وکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار 'مایک والتز' لخوا د دې تاییدو چې هېواد یې له کیېف سره د استخباراتي مالوماتو شریکول ځنډولي، له اوکرایین سره د امریکا د ملاتړ د راتلونکې په تړاو شکونه نور هم پسې زیات کړل.

والتز په دې تړاو د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ یو ګام شاته اخیستی. " هغه زیاته کړه چې د ټرمپ اداره "د دغو اړیکو ټول اړخونه" دروي او بیاکتنه ورته کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دغه خبر له خپرېدو وروسته، راتلونکې اونۍ پاریس کې د اروپایي هېوادونو د لوی درستیزانو د غونډې اعلان وکړ.

هغه په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې فرانسه باید د امریکا له مرستې پرته مخکې تګ لپاره چمتو واوسي.

مکرون وویل: "غواړم باور ولرم چې امریکا به زموږ تر څنګ پاتې شي، خو که قضیه داسې نه وي، موږ باید چمتو واوسو. "

هغه زیاته کړه چې اروپا اوس یوه "نوي دور" ته ننوتې او اړتیا ده چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.

د فرانسې ولسمشر دا هم وویل چې هېواد یې له اوکرایین او نورو سره یو ځای د یوې دوامداره سولې پلان چمتو کړی دی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې د پراخې کچې یرغل له لومړیو ورځو راهیسې له کیېف سره استخباراتي معلومات شریکول.

د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې تېره اونۍ له هغې وروسته په ډراماتیک ډول ترینګلې شوې چې په سپینه ماڼۍ کې یې د ولسمشرانو ترمنځ لیدنه پر ناندریو واوښته.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ته تر هغې لیدنې وروسته له سپینې ماڼۍ د وتلو ویل شوي وو او امریکا دوشنبه اعلان وکړ چې له کیېف سره یې پوځي مرستې درولې دي.

دا لا روښانه نه ده چې د استخباراتي مالوماتو د شریکولو ځنډ جزوي دی که په بشپړ ډول او دا چې تر کله به دوام کوي.

د سي‌آی‌اې مشر جان رټکلېف هم د چارشنبې پر ورځ له فاکس بزنس سره په مرکه کې تایید کړه چې حکومت یې اوکرایین سره د استخباراتي مالوماتو د ځنډېدو پرېکړه کړې.

هغه ویل چې ټرمپ "په دې اړه ریښتینې پوښتنه درلوده چې ایا ولسمشر زېلېنسکي [واقعآ] د سولې پروسې ته ژمن دی؟ هغه وویل 'راځئ ویې ځنډوو، غواړم تاسو ته فرصت درکړم چې په دې تړاو غور وکړئ."

ښاغلي رټکلېف زیاته کړه، ځواب د زېلېنسکي له هغه بیان سره سم، ژر راغی چې وايي نوموړی سولې لپاره چمتو دی.

د سي‌ای‌اې مشر دا هم وویل چې "په پوځي او استخباراتي جبهو کې ځنډ به چې د دغه کار [د زېلېنسکي لخوا سولې ته د چمتووالي د اعلان] لامل شو، له منځه لاړه شي او موږ به له اوکرایین سره اوږه په اوږه کار وکړو. "

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار هم وړاندیز کړی چې د متحدو ایالتونو او اوکرایین ترمنځ د پخلاینې ژبه په پیاوړي کېدو ده. ښاغلي والتز زیاته کړه چې د پوځي مرستو او د استخباراتي مالوماتو په شریکېدو کې ځنډ ښايي په نږدې راتلونکي کې لغوه شي.

هغه فاکس نیوز ته وویل "زه فکر کوم که وکولی شو دا خبرې اترې مشخصې او د دغو مذاکراتو پر لور حرکت وکړو، او په حقیقت کې د باور جوړونې ځینې ګامونه واخلو، نو ولسمشر به د دغه ځنډ د لېرې کولو په تړاو په کلکه غور وکړي."

ښاغلي والتز دا هم وویل چې ده له خپل اوکراییني سیال سره یې د دغو احتمالي مذاکراتو د ځای او ماهیت په اړه "ښه خبرې اترې" کړې، او دا چې "په ډېر لنډ وخت کې" به حرکت وشي.

رټکلیف
د عکس تشریح، مایک والټز د استخباراتي مالوماتو په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل: "موږ یو ګام شاته اخیستی. "

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ هم چارشنبه په یوې خبري غونډه کې د پوځي مرستې په اړه خبرې وکړې. هغې ویل چې امریکا دا مرستې درولې او پر تمویل "بیا غور" کوي.

اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راوروسته په تېرو درېیو کلونو کې ډېره تیکه د امریکا پر پوځي مرستو کړې او د دغو مرستو د ځنډېدو پرېکړه ښايي پر جګړې د پام وړ اغېزه ولري.

همدا راز د استخباراتي ملاتړ ځنډېدل هم ښايي د جګړې په ډګر کې جدي پایلې ولري.

باور دا دی چې دغو مالوماتو له اوکرایین سره مرسته کوله چې هم له ستراتېژیک پلوه د مسکو پر راتلونکو اقداماتو وپوهېږي او هم د بیلګې په توګه د وسلو لارښوونې او هدف ګرځولو لپاره د روسي سرتېرو د ځای ځایګي په تړاو له مالوماتو سره، له تاکتیکي پلوه.

د پنټاګون یوه پخواني چارواکي او د سي‌ای‌اې د نیمه‌پوځي ځواک متقاعد افسر مک مولروی بي‌بي‌سي ته ویلي چې د استخباراتي مالوماتو ځنډېدل به د اوکرایین لخوا د ځان د دفاع پر وړتیا "سملاسي اغېزه ولري".

نوموړی وايي: "د هغو وړتیاوو بدلولو لپاره هېڅ لاره نشته چې د امریکا استخبارات یې زموږ د اروپایي متحدانو له لارې چمتو کولی شي. "

نوموړی زیاتوي چې "دا به احتمالاً روسیه وهڅوي چې له اوکرایینه د لا ډېرو سیمو نیولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د خبرو اترو له مېزه لېرې شي. "