له ترینګلتیا ډکه لیدنه: ټرمپ زېلېنسکي تورن کړ چې د "درېیمې نړیوالې جګړې قمار وهي"

د ویډیو تشریح، سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ ناندرۍ

د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر هم پکې ښکېل و.

ډونلډ ټرمپ د دې لیدنې پر مهال ولودیمیر زېلېنسکي ته خبرداری ورکړ چې یا دې هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.

زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال سره د لېدنې پر مهال ویلي، له ولادیمیر پوتین سره باید "هېڅ جوړجاړی" ونه شي.

هغه همدا راز د سولې مذاکراتو پیلولو لپاره "تضمینونه" هم وغوښتل.

ډونلډ ټرمپ ومنله چې هېواد به یې اوکرایین ته وسلې ورکړي، خو ویې ویل هیله‌من دی چې سولې ته په رسېدو سره به ډېرې وسلې ته اړتیا نه وي.

هغه ښاغلی زېلېنسکي ته دا خبرداری هم ورکړ چې "د دریېمې نړیوالې جګړې قمار" ته دې لمن نه وهي.

د اوکرایین ولسمشر هیله‌من دی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو په لړ کې به خپل هېواد ته د یوه ډول امنیتي تضمین په ترلاسه کولو بریالی شي. دی غواړي چې همدغه تضمین باید د مذاکراتو له لارې د سولې د هرې ممکنه هوکړې بنسټ وي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس ښاغلي زېلېنسکي ته وویل چې "تاسې د دې لېدنې پر مهال ان یو ځل هم له امریکا د مرستو له کبله مننه ونه کړه."

ټرمپ د رسنیو پر وړاندې د دغو توندو خبرو له تبادلې وروسته وویل: "ډېره ښه ده چې د امریکا خلک دا کتنه ګوري."

هغه د اوکرایین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته په خپله خواله رسنۍ 'تروت سوشیل' ولیکل: "موږ نن سپینه ماڼۍ کې یوه ډېره معناداره ناسته درلوده... زه دې پاېلې ته ورسېدم چې ولسمشر زېلېنسکي د امریکا د مرستو په صورت کې سولې ته چمتو نه دی، ځکه نوموړی داسې انګېري چې زموږ مرستې په مذاکراتو کې د ده په ګټه پرېوځي. امریکا داسې څه نه غواړي... هغه چې هر وخت سولې ته چمتو شي، سپینې ماڼۍ ته راګرځېدای شي."

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ د اوکرایین ولبسمشر تورن کړ چې د درېیمې نړیوالې جګړې قمار وهي

سي‌بي‌اېس تلویزیوني شبکې ویلي، د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو تر دې لانجمنې غونډې وروسته له اوکراییني پلاوي غوښتي چې له سپینې ماڼۍ ووځي.

ټاکلې وه دواړه ولسمشران په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم راڅرګند شي، خو دا کنفرانس لغوه شوه.

د اوکرایین ولسمشر له ډونلډ‌ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال هغه ته د جګړې له تاوتریخوالي ډک عکسونه وښودل او ویې ویل: "فکر کوم ولسمشر زموږ تر څنګ دی."

ټرمپ اوکرایین ته د وسلو استولو په تړاو د بي‌بي‌سي د خبریال د پوښتنې په ځواب کې تایید کړه، چې وسلې واستوي.

خو هغه وویل: "موږ د وسلو په لېږلو نه، د جګړې په پای ته رسولو فکر کوو."

نوموړي زیاته کړه: "ځواب هو دی. خو موږ هیله‌من یو چې اړ ونه اوسو چې ډېره وسله واستوو – ځکه سترګې مو دې ته دي چې ژر یې پای ته ورسوو."

د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو د لیدنې ځای ته تر ننوتلو مخکې یو بل سره کلک ستړي مشي وکړل.

خو خبریالان وايي، د ښاغلي ټرمپ لخوا د زېلېنسکي هرکلی هغومره تود نه و چې په تېرو څو ورځو کې یې د فرانسې د ولسمشر ایمانېول مکرون او د بریتانیا د لومړي وزیر سر‌ کېیر سټارمر کړی و.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ پنجشنبه سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا لومړي وزیر سره وکتل

تر دې مخکې چې دواړه مشران سپینې ماڼۍ ته ننوځي، خبریالانو له ډونلډ ټرمپ وپوښتل چې ولادیمیر پوتین ته څه پیغام لري، خو هغه دا پوښتنه بې ‌ځوابه پرېښوده.

ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره له ترینګلتیا تر دې ډکې لیدنې وروسته په داسې حال کې چې د فلوریډا پر خوا روان و، خبریالانو سره خبرو کې ادعا وکړه چې زېلېنسکي غواړي "همدا اوس" سپینې ماڼۍ ته راوګرځي، خو د نوموړي په خبره دا د ټرمپ لپاره مناسب وخت نه دي.

هغه زیاته کړه چې د "سملاسي" اوربند امکان شته دی.

په داسې حال کې چې د امریکا او اوکرایین د ولسمشرانو ترمنځ لیدنه روانه وه، له اوکرایین رپوټونه وايي چې روسیې د دغه هېواد په دویم ستر ښار 'خارکیف' د ډرونونو برید کړی.

د خارکیف ښاروال ایهور ترېخوف ویلي، چې برید د ښار پر استوګنیزه سیمه شوی او دا چې په یوه روغتون کې اور لګېدلی.

تر اوسه په دغه برید کې اوښتې مرګژوبلې جزییات روښان نه دي.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای