مکرون: ښايي راتلونکو اونیو کې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د اوربند هوکړه وشي

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره تر لیدو وروسته ویلي، کېدای شي په راتلونکو اونیو کې د اوکرایین او روسیې ترمنځ پر اوربند هوکړه وشي.
خو نوموړي دا ټینګار هم کړی چې د سولې تړون باید "د اوکرایین د تسلیمېدو" په مانا نه وي او د امنیتي تضمینونو ملاتړ ولري.
د فرانسې ولسمشر چې په اوکرایین کې د جګړې پای رسېدو پر لارو چارو د خبرو لپاره امریکا ته تللی، له ټرمپ سره لیدنه "ډېره رغنده" بللې ده.
مکرون د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد لومړنی مشر شو، چې د تېرې جنورۍ پر ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راګرځېدو راهیسې له نوموړي سره د لیدو لپاره واشنګټن ته ځي.
هغه ویلي اروپايي ټولنې د اوکرایین پر امنیت ۱۲۸ میلیارد ډالره پانګونه کړې او دا چې اوکرایین د نوموړي په وینا د ټولې اروپا "د جمعي امنیت" جبهه ساتلې ده.
ډونلډ ټرمپ هم له مکرون سره تر کتنې وروسته یو شمېر رسنیو ته ویلي "فکر کوم که موږ ځیرک واوسو، [د اوکرایین] جګړه ژر، په څو اونیو کې پای ته رسېدای شي."
خو هغه ټینګار کړې چې د سولې بار او لګښت باید یوازې د امریکا نه، بلکې د اروپايي هېوادونو لخوا هم ورکړل شي.
ډونلډ ټرمپ وویل، تمه لري چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي به هم "روانه یا راتلونکې اوونۍ" واشنګټن ته ورشي.
هغه زیاته کړې، مطمین نه دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به کبله وګوري. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي مخکې ویلي و دا لیدنه ښايي سعودي عربستان کې وشي.
د امریکا او فرانسې ولسمشران په داسې حال کې د اوکرایین جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو غږېدل چې تېره روځ (د فبرورۍ ۲۴مه) پر اوکرایین د روسیې د یرغل درې کاله پوره شول.
امریکا ملګرو ملتونو کې د روسیې څنګ ته ودرېده

د عکس سرچینه، Reuters
د یادونې ده چې پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اوکرایین جګړې په تړاو دوه مسودې هم وړاندې شوې چې امریکا په کې د خپلو اروپايي متحدانو پر ځای د روسیې څنګ ته ودرېده.
د لومړني وړاندیز شوي پریکړهلیک مسوده امریکا رامخ ته کړې وه چې د جګړې د سملاسی پای ته رسېدو غوښتنه یې کوله، خو روسیه یې یرغلګر هېواد نه باله. دې مسودې ته رایه ورنکړل شوه.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړو دې پر ځای د اروپايي هېوادونو د پریکړه لیک د مسودې مخلیکنې ته مثبته رایه وکړه چې د اوکرایین په ملاتړ چمتو شوې وه او له روسیې یې غوښتل چې په سملاسي ډول د دغه هېواد له خاورې ووځي.
په اسمبلۍ کې له ۱۹۳ حاضرو غړو ۹۳ دې مسودې ته موافقه رایه ورکړه. خو امریکا او اسرائیل پکې د روسیې ترڅنګ ودریدل او هغه یې رد کړده. د دوی په ګډون ۱۸ هېوادونو د دې مسودې مخالفت وکړ او د روسیې د دوو مهمو نړیوالو ملګرو ایران او چین په ګډون ۶۵ نورو هېوادونو بیا ممتنع رایې وکارولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دا پریکړه لیک الزامي نه دی، خو د اوکرایین جګړې په تړاو د نړۍ لیدلوری ډاګیزوي.
د یادونې ده چې په دې تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مخکیني پریکړهلیک ته ۱۴۰ غړو مثبتې رایې ورکړې او د روسیې له یرغل سره مخالفت ښودلی و.











