هندي رسنۍ: د هند د ملي امنیت سلاکار د افغانستان وضعیت او "رسميت پېژندنې" په اړه له روسي چارواکو سره خبرې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
ځينو هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مسکو ته سفر کړی او هلته له روسي چارواکو سره د خبرو په ایجنډا کې یې افغانستان هم شامل دی.
'د هندوستان ټایمز' او 'د هندو' ورځپاڼو د ځينو سرچینو له قوله ویلي چې اجیت داول به له روسي چارواکو سره پر خپلمنځي دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي راکړې ورکړې او پر امنیتي مسئلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.
دغو ورځپاڼو لیکلي چې تمه ده، د هند د ملي امنیت دغه سلاکار به له روسانو سره د دوی پر هغې پرېکړې هم وغږېږي چې پر بنسټ یې روسیې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده.
ښاغلی داول داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر پر هند له روسیې د تېلو پېرلو له کبله د تعرفې کچه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه.
پر دې مسئلې له روسي چارواکو سره خبرې د ښاغلي داول د سفر اصلي موخه یاده شوې.
هند د ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه "ناعادلانه او نامعقوله" بللې خو سپينې ماڼۍ بیا ویلی چې، "له روسیې د تېلو په واردولو سره هند په اوکرايين کې د روسیې له کړنو سره د مقابلې په برخه کې د امریکا هڅې ضعیفوي."
خو هند وايي چې دا څه د خپلو ملي ګټو لپاره کوي او د خوندیتوب لپاره به یې "ټول اړین اقدامات وکړي."
په رسمیت پېژندنه
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته روسیه لومړی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده.
د رسمیت پېژندنې په اړه په یوه خبرپاڼه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت (جولای ۳ / چنګاښ ۱۲) ویلي وو، "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت په رسمیت پېژندنه به زموږ د هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د ګټورو دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د دغه ګام د هرکلي ترڅنګ هیله څرګنده کړې وه چې دا لړۍ دوام وکړي.
لا معلومه نه ده چې له روسي چارواکو سره د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د هند د ملي امنیت سلاکار د خبرو موخه یا پایله به څه راخېژي خو داسې برېښي چې په دې وروستیو کې هند له طالبانو سره اړیکې تر پخوا نرمې او نږدې کړې دي.
د هند او د طالبانو حکومت اړیکې
څه موده مخکې هند افغانانو ته د ویزو ورکړه بېرته پيل کړه؛ هغه بهیر چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې درولی و.
همدا راز په تېرو څو میاشتو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په ګډون څو لوړپوړو هندي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره ټلیفوني خبرې او یا مخامخ لیدنې کتنې کړې دي.

د عکس سرچینه، TALIBAN
شاخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدر ابراهیم د ډيلي او اسلام اباد تر منځ د هندي کشمیر په پهلګام کې د یوه برید پر سر د کړکېچ پر مهال هند ته په پټه سفر کړی و.
هندي رسنیو هغه سفر "ارزښتناک" او د دې ښکارندوی بللی و چې "هند په افغانستان کې د [طالبانو] حکومت سره د تعامل پر تګلاره غور کوي."
ځينې شنونکي پر دې باور دي چې د تاریخ په اوږدو کې هند له افغانستان سره خپلې اړیکې پر دې بنیاد ټاکلې دي چې له ګاونډي پاکستان سره پر کابل د واکمن نظام راشه درشه څنګه ده.
له پاکستان سره د طالبانو حکومت اړیکې ظاهراً له دې کبله ډېرې ښې نه برېښي چې له دغه هېواده یې زرګونه افغان کډوالو په زور افغانستان ته ستنېدو ته اړ کړي او په ځلونو یې هلته د ناامنیو پړه پر دوی اچولې. هغه څه چې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړي.
د یادولو ده چې هند د تېر جمهوري نظام پر مهال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوله او اړیکې یې ژورې وې. په افغانستان کې یې د سلمی بند په څيرې ځينې پرمختیايي پروژې پلې کړې او د سوداګریزې راکړې ورکړې تر څنګ هر کال ګڼ افغانان هند ته د درملنې، زدکړو او د چکر یا تفریح لپاره تلل. خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا راشه درشه پيکه شوه.












