چین د روسیې له لوري د طالبانو حکومت په رسميت پېژندو هرکلی کړی

د عکس سرچینه، EPA
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي "د روسیې او د افغان موقت حکومت ترمنځ د اړیکو په وده کې د دې نوی پرمختګ هرکلی کوو." چین چې د افغانستان دودیز ملګری او نژدې ګاونډی دی، تل باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ونه ایستل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي "افغان لنډ مهالی حکومت"هڅوو چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته مثبت ځواب ووایي." چین لا له وړاندې د طالبانو حکومت سفیر منلی خو په ټولیز ډول یې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه (جولای درېیمه) وویل، په مسکو کې یې د افغانستان د طالبانو حکومت سفیر باور لیک ومنل شو.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه په دې هکله لیکل شوي: "د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ای یو رودینکو د روسیې فدراسیون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د نوي ټاکل شوي سفیر ګل حسن حسن باورلیک ومانه."
بل لور د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي داسې حال کې چې کابل کې یې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف خوا کې ناست دی وايي: "دا چې اوس د رسمیت پېژندنې لړۍ هم شروع شوه او په دې کې روسیې هېواد تر ټولو وړاندې شو، امید شته چې دا سلسله به همداسې پر مخ ولاړه شي، موږ د دې هرکلی کوو."

د عکس سرچینه، د روسیې بهرنیو چارو وزارت
ښاغلي متقي زیاته کړه: " د روسیې فدراسیون د دې اقدام چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده هرکلی کوو".
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویناپاڼه کې چې پر رسمي پاڼه یې خپره کړې د طالبانو حکومت د نوي سفیر د باورلیک منلو له انځور سره لیکلي: "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په رسميت پېژندنه به زموږ د هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګټورو دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي."
اعلامیه کې زیاته شوې: "موږ به د سیمهییز امنیت پیاوړتیا او د ترهګرۍ او نشهيي توکو اړوند جرمونو له ګواښونو سره د مبارزې په لاره کې له کابل سره مرستې ته دوام ورکړو."
د طالبانو حکومت له دغه اعلان څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه کې ویلي: " دې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځېنی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ."
ځینې غبرګونونه

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر اېکس لیکلي: "په داسې حال کې چې موږ (د طالبانو مخالفین) لا هم د روایت، هدف او راتلونکي پر سر په خپل منځ کې سره سرګردانه یو، نړۍ په قاطعیت سره خپل مسیر ټاکي.
د باور وړ سرچینو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې په پای کې، د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې، چې په چین هېواد کې، د تیانجین په ښار کې جوړیږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د طالبانو حکومت رسماً رسميت وپېژني.
که دا پرېکړه عملي شي، یوازې یو عادي ډیپلوماټیک حرکت نه دی؛ بلکې دا به دا وښيي چې نړۍ زموږ پر ځای پرېکړې کوي، ځکه موږ لا هم ونه توانېدو چې د ځان لپاره پرېکړه وکړو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا وايي، "د روسیې له خوا د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندنه د حیرانتیا وړ نه ده؛ دا د خواشینۍ وړ ده. روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو تور رژیم په رسمیت پېژني. دا یوازې پیل دی؛ که پراخ مقاومت موجود نه وي، نور هېوادونه به هم د روسیې پر پله ګامونه کېږدي؛ بې له شکه همداسې به وشي. خو دا د تاریخ وروستۍ خبره نه ده"!
د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې ویلي "د طالبانو له مطرود رژیم سره د اړیکو رسمي کول د افغانستان د خلکو او روسیې فدراسیون ترمنځ د تاریخي اړیکو د اوږدمهاله روحیې سره په ټکر کې ګڼي او خپله ژوره خواشیني څرګندوي".
د بلخ پخواني والي او د اسلامي جعمیت ګوند یو مشر عطا محمد نور هم د روسې دغه پریکړه غندلې ده. هغه د خپل ګوند په استازیتوب پر اکس پاڼه لیکلي چې په دې حساسو شرایطو کې د روسې له لوري د د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندنه به افغانستان د سیمې او نورو هېوادونو د سیالۍ او لاس وهنې په ډګر بدل کړي.
پخوانی افغان ډیپلومات نصیر احمد اندیشه وايي "دا پېژندنه به د دواړو خواوو لپاره یوه ګټوره معامله وي. داسې فرصتونه رامنځته کېږي چې باید اغېزناکه ګټه ترې واخیستل شي."په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د پارلمان غړې مریم سلیمانخېل وايي دا اقدام "د داسې یوه رژیم مشروعیت ورکوي چې نجونې له زدکړو منع کوي، په عام محضر کې وهلو ته لاره هواروي او هغو ترهګرو ته پنا ورکوي چې د ملګرو ملتونو له لوري بندیزونه پرې لګېدلي".
نوموړې زیاتوي: "دا اقدام دا پیغام ورکوي چې ستراتیژیکې ګټې به تل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو پر وړاندې لومړیتوب ولري."
د پارلمان یوه پخوانۍ وکیله فوزیه کوفي بیا وايي، د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندنه "به سوله را نه ولي، بلکې معافیت ته به مشروعیت ورکړي" او دا "یوازې د افغانستان د خلکو نه، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم یو ګواښ جوړولی شي."
د پخوانۍ ولسي جرګې یوه بله استازې فرزانه کوچۍ وايي که ټوله نړۍ هم طالبان په رسمیت وپيژني، شک پکې ځکه نشته چې دوی ته خپلې ګټې مهمې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وروسته وویل، "د روسیې فدراسیون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت ومانه او همداراز یې په رسمي توګه د خپل رسمیت پېژندنې ابلاغلیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ابلاغ کړ. موږ ددې ګام مننه کوو او له نورو هېوادونو هم غواړو چې له افغانستان سره ددغسې اړیکو د تامین او جوړېدو په برخه کې خپل مکلفیت ادا کړي".
د روسيې سترې محکمې د روان کال (د اپرېل ۱۷مه) اعلان وکړ چې د افغان طالبانو غورځنګ یې له هغه نوملړه ځنډولی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه ځای شوی و.
قاضي اولګ نفدوف چې هغه حکم اعلاناوه وویل:" د طالبانو پر کړنو بندیزونه چې د فدرالي سازمان د ترهګرۍ نوملړ له مخې لګول شوي وو لېرې کړل شول."
هغه ویلي و دا پرېکړه سملاسي د پلې کېدو وړ ده.
د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو د غورځنګ د نوم لرې کولو خبره په فبرورۍ میاشت کې د روسيې په ستره محکمه کې راپورته شوه.
په تېرو څو کلونو کې په روسیه کې د دغې ډلې پر فعالیتونو له بندیز سره سره، روسي چارواکو په فعاله توګه له طالبانو سره اړیکې پاللې او په مسکو کې یې د دوی د پلاوي کوربتوب وکړ.
د رسميت پېژندنې په برخه د روسیې دا ګام هغه خاموشي ماتولی شي چې د پاکستان، چین، ایران او یو شمېر نورو هغو هېوادونو ته دا لار پرانیزي چې د طالبانو حکومت سره دیپلوماتیکو اړیکو ته لېوال دي.
په یو شمېر هېوادونو کې لا وختي د طالبانو حکومت استازي او ډیپلوماټان فعالیت کوي. د افغانستان او روسیې اړیکي او تاریخ یو پېچلی او خونړی تاریخ دی.
په ۱۹۷۹ کال کې، کله چې د پخواني شوروي اتحاد زرګونه سرتېري د کیڼ پلوي حکومت د ملاتړ لپاره کابل ته لاړل، هغوی د امریکا له ملاتړه برخمنو افغان مجاهدینو سره اوږده جګړه وکړه.
په دې جګړه کې ۱۵ زره شوروي سرتېري ووژل شول او بالاخره په ۱۹۸۹ کال کې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته اړ شول.
له روسیې سره د طالبانو د حکومت تدریجي اړیکي

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه لومړنی هېواد و چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یې په کابل کې د سوداګرۍ استازولۍ دفتر پرانیست او اعلان یې وکړ چې غواړي د سوېلي ختیځې اسیا هېوادونو ته د خپل ګاز د ترانزیت لپاره له افغانستان ګټه واخلي.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان "د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې متحدین" وبلل.
له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال، یوازې سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو هغوی په رسمي ډول پېژندلي وو.
سره له دې چې له طالبانو سره اړیکې محدودې دي، خو له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له ځینو لویو قدرتونو – په ځانګړي ډول له چین او روسیې – سره تعامل ورو ورو زیات شوی خو د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز او له ټولنیز ژوند د هغوی ایستل، د لوېدیځو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندلو په مخ کې یو جدي خنډ پاتې شوی.
طالب چارواکي د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندلو او پانګونې جذب ته لېواله دي، په داسې حال کې چې هېواد له څلورو لسیزو جګړو وروسته، چې پکې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ پورې د شوروي یرغل هم شامل و، د رغونې په حال کې دی.












