روسیه وايي غواړي طالبان د خپلو بندیز شویو 'ترهګرو سازمانونو' له نوملړه وباسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، پر دې کار کوي چې طالبان د خپلو بندیز شویو ترهګرو له نوملړه وباسي.
د کرملېن ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته ویلي، له طالبانو سره -چې ده واکمن چارواکي بللي، په تماس کې دي او باید په یو ډول نه یو ډول له افغانستان سره غټ موضوعات یوه خوا کړي.
ده د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې د خپلو تماسونو په اړه ویلي "افغانستان موږ ته نژدې هېواد دی، په یو ډول نه یو ډول ورسره تماس کې یو، موږ باید جدي ستونزې حل کړو چې خبرو ته اړتیا لري. موږ له طالبانو سره د نورو په څېر په افغانستان کې د واکمنو چارواکو په توګه په تماس کې یو".
که څه هم ښاغلي پیسکوف ددغو ستونزو او موضوعاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو دغه ستونزې چې ده یې د خبرو له لارې د حلېدو غوښتنه وکړه، د طالبانو حکومت یې هم په یو ډول مني.

لا ینحل موضوعات باید حل شي
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بيبيسي ته وویل، لا ینحل موضوعات باید حل شي او د بهترو تماسونو او بهتر اعتماد زمینه باید برابره شي:
"ددغه نظر هرکلی کوو او لا ینحل موضوعات باید حل شي او د بهترو تماسونو او بهتر اعتماد زمینه باید برابره شي، په دې برخه کې کوم خنډونه چې پیدا شوي وو یا وو، له منځه ولاړ شيچې د دواړو هېوادونو په ګټه ده. دا د نورو هېوادونو لپاره هم الهام کېدای شي چې ورته ګامونه پورته کړي."
دا داسې مهال دي چې واشنګټن وايي، داسې اسناد لري چې په مسکو کې د لسو ورځو وړاندې خونړی برید د "اسلامي دولت" نومې (داعش) خراسان څانګې کړی، هغه برید چې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان پکې ووژل شو او په روسیه کې دا په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی او پړه یې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې منلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو هم هغه برید په سختو ټکو غندلی و او ویلي یې وو چې داعش افغانستان، سیمه او نړۍ هم په نښه کوي.
روسیه له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له حکومت سره نسبتاً ښې اړیکې لري او نژدې دیپلوماتیکو تماسونو ته یې هم دوام ورکړی که څه هم د نورې نړۍ په څېر یې دوی هم حکومت په رسمیت نه دی منلی.
د روان کال په جنورۍ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي وو، د رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې طالبان نه یوازې له قومي اړخه، بلکې له سیاسي اړخه هم ټولګډونی حکومت جوړ کړي، خو طالبانو یې په ځواب کې ویلي وو چې حکومت یې ټولګډونی او ځواب ویونکی دی.











