روسیه: د ټولګډونه حکومت جوړول د طالبانو خپله ژمنه ده او پرې ودې درېږي

لاوروف

د عکس سرچینه، Fars

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې په ګډه خبري غونډه کې طالبانو ته وریاد کړل چې د ټولګډونه حکومت جوړولو په ګډون له نړیوالې ټولنې او خپلو خلکو سره په کړو ژمنو ودرېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګيي لاوروف د ترهګرۍ له منځه تګ هم یو وار بیا له افغانستان سره وتاړه او ويې ویل چې د شانګهای همکاریو تړون له لارې پر دغه موخه کار کوي.

ښاغلي لاوروف که څه هم مسکو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی له دغه هېواد سره د دوه اړخیزو اړیکو پاللو ته خنډ ونه ګاڼه خو ټينګار يې وکړ چې د ټولګډونه او ګڼ قومي حکومت جوړول د طالبانو خپله ژمنه ده او پرې ودې درېږي.

"په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه د نړیوالې ټولنې شرطونه نه دي دا خپله د طالبانو د هغه مهال ژمنه ده چې کله دوی واک تر لاسه کړ. دوی ویل چې جوړښت به يې ټولګډونه وي او ګڼ قومي حکومت به جوړوي او نړیواله ټولنه له دوی دا تمه لري چې په خپلو ژمنو ودرېږي. دا او نور اصول به د د دوی د حکومت د نړیوالې رسمیت پېژندنې لپاره قانوني بنسټونه وي. "

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه خبري غونډه کې وویل چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې غوره همکارۍ لري او په دغه هېواد کې سوله او ثبات ګډه موخه ګڼي.

"که د ټولشموله حکومت مسله ده، یا هم د ترهګرۍ او یا حقونو مسئلې دي، دا زموږ لخوا مخکې شرطونه یا غوښتنې نه دي. دا هغه ژمنې دي چې د افغانستان موقت حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړې دي او یا یې هم همدا ژمنې له خپلو خلکو سره کړې دي. او زه فکر کوم دا به دوی له موږ او خپل ځان سره مرسته کړې وي چې له خپلو خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په خپل دغه سفر کې يې له روسیې سره د اقتصاد، امنیت، ترهګرۍ ضد، دفاع او دغه راز کلتوري او پوهنیزو او ولسي اړیکو په برخه کې د همکاریو په ډېرولو خبرې کړې.

طالبانو لا د دوی د حکومت په تړاو د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو دغو دریځونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې خو له دې وړاندې يې خپل حکومت ټولګډونه بللی او حتی ورته غوښتنې يې په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه هم بللې.