د سمرقند غونډه؛ چين افغانستان کې د طالب چارواکو د تګلارې په اړه اندېښنه ښودلې

چين

د عکس سرچینه، Getty Images

د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزیر په افغانستان کې د طالب چارواکو د تګلارو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ ويلي، هېواد یې د هغو تګلارو په اړه اندېښمن دی، چې افغانستان کې د طالب چارواکو له خوا پلې کېږي.

ښاغلی ګانګ د اوزبکستان سمرقند کې د بهرنيو چارو وزيرانو سيمه ييزې غونډې څنډو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي سره کتلي دي.

دوی اوونۍ وړاندې چې طالبانو د ملګرو متلونو په ادارو کې د ښځو پر کار بنديزه ولګاوه په نړيواله کچه يې غوسه راوپاروله خو د چين د بهرنيو چارو وزير وايي داسې حال کې چې د ښځو حقونو او ګټو مسله خورا مهمه ده دا د افغانستان ټوله ستونزه نه ده او نه هم وايي د افغانستان ستونزو رېښه جوړوي.

طالبانو په افغانستان کې له بيا واکمنېدو سره پر ښځو د کار او زدکړو برخو کې ګڼ بنديزونه لګولي دي چې د نړيوالو له نيوکو سره مخ شوي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست امیرخان متقي چې غونډه کې يې ګډون درلود په خپلو خبرو کې ویلي چې د ده په ټکو د افغانستان د یوه مسول حکومت په توګه د ګواښونو مخنیوی کوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان د سیالیو په ډګر بدل شي.

نوموړي وايي، "موږ به هېڅ صورت اجازه نه ورکو چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي، افغانستان په خپلې ژمنې ټينګ ولاړ دی چې هېڅ فرد او يا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او يا د نړۍ د کوم هېواد پر خلاف وکاروي. موږ د افغانستان ملي ګټي د سيمې په امنيت ثبات او اقتصادي اتصال کې تعريفو او دا هغه بحث دی چې زموږ د ټولې منطقې ګټې خوندي کولی شي. "

سمرقند

د عکس سرچینه، AMIRABDOLAHIAN/TWITTER

په دغه غونډه کې د پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

د ايران، پاکستان، روسیې او چين د بهرنيو چارو وزيرانو افغانستان کې يو ځل بيا د يوه ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کړې.

دوی ټولو پر دې ټينګار کړی، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان خپلواکۍ درناوی کوي، او يو ځل بيا يې افغانستان کې پر طالب چارواکو غږ وکړ، چې د ټولو افغان وګړو حقونه دې وساتي. دوی له امريکا هم غوښتنه کړې، چې بنديزونه دې لرې کړي، او بهر کې بندې پيسې بېرته افغان وګړو ته ورستنې کړي.

ایران: طالبانو د داعش پر وړاندې مبارزه کې برياوې لرلې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اعتراف وکړ چې "طالبانو له دوو کلونو څخه په کمه موده کې د داعش ډلې او "ګډوډۍ او جګړې ته لمن وهونکو ډلو" پر وړاندې په جګړه کې یو څه بریاوې ترلاسه کړې دي."

نوموړي نه ده روښانه کړې چې ګډوډۍ ته لمن وهونکې ډلې کومې دي خو ايران ظاهرا د پخوا په څېر د طالبانو پر وړاندې شيعه ګان او د شمالي ټلوالې ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې ناستو نوښت پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغې وکړ چې طالبان واک ته ورسېدل.

د دې ناستو لومړۍ هغه په پاکستان کې دوهمه هم ایران کې او درېیمه په چین کې ترسره شوې وه چې د طالبانو استازي نه ور بلل شوي.

په یو شمېر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو لخوا د سفر بندیزونه لا هم پر ځای دی چې خو دا ځل

ګاونډي هېوادونه وایي دوی د افغانستان له وضعیت څخه په مستقیمه توګه اغېزمن دي نو ځکه دا د ځان حق بولي چې په دې تړاو لاس په کار شي.