په سمرقند کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ټولګډوني حکومت او د ښځو کار او زدکړو غوښتنه شوې

د سمرقند ناسته

د عکس سرچینه، AMIRABDOLAHIAN/TWITTER

د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي‌ او د ښځو کار او زدکړو ته اجازه ورکړي.‌

په دغه ناسته کې د اوو هېوادونو جګپوړو ديپلوماتانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.

د دغې غونډې په یوه اعلامیه کې ویل شوي‌ "د غونډې کډونوالو د نړیوالې ټولنې د هغې غوښتنې پر پلې کېدو ټینګار کړی چې د ټولګډوني‌ حکومت جوړېدل او د ښځو د کار او زدکړو غوښتنه کوي."

د پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو به دوام وکړي، ګډون کړی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ځینو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې لپاره سمرقند ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې ښاغلي متقي د ازبکستان په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته تللی دی.

امیرخان غونډې ته خپلو خبرو کې ویلي چې د ده په ټکو د افغانستان د یوه مسول حکومت په توګه د ګواښونو مخنیوی کوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان د سیالیو په ډګر بدل شي.

ښاغلي متقي په خپله وینا کې دا ډول ناستې د ثبات، امنیت او اقتصادۍ ښېرازۍ لپاره مهمه وبللې.

متقي

د عکس سرچینه، TALIBAN FOREIGN MINISTRY

نوموړي وويل، "موږ به هېڅ صورت اجازه نه ورکو چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي، افغانستان په خپلې ژمنې ټينګ ولاړ دی چې هېڅ فرد او يا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او يا د نړۍ د کوم هېواد پر خلاف وکاروي. موږ د افغانستان ملي ګټي د سيمې په امنيت ثبات او اقتصادي اتصال کې تعريفو او دا هغه بحث دی چې زموږ د ټولې منطقې ګټې خوندي کولی شي. "

ښاغلي‌ متقي د غونډې ګډونوالو په سیمه کې د لویو اقتصادي پروژو د پلیتابه په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

نورې غونډې

غونډې ته د ورغلیو استازو په خپلو منځونو کې دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستې کړې دي.

تر ټولو مهمه هغه د روسیې، ایران، چین او پاکستان ترمنځ څلور اړخیزه ناسته وه چې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوړ پوړو ډيپلماتانو پکې ګډون درلود.

د دغه څلور اړخیزې ناستې په ګډ بیان کې هم راغلي چې په ناسته کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب او هلته د افغانانو په مشرۍ د یوه ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار شوی.

د ګډ بیان بل مهم ټکی هم دا دی چې ګډونوالو په افغانستان کې د شته امنیتي وضعیت په اړه انديښنه ښودلې هلته یې د ګڼو اورپکو ډلو د فعالیت او د هغو لخوا دوی او ان نړیوال امنیت ته پښېدونکي ګواښونه جدي بللي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي.

دارنګه یې له امریکا هم غوښتي چې د اوسني ناوړه وضعیت پړه په غاړه واخلي او د بندیزونو له لارې له دې وروسته افغانستان او خلکو ته یې نورې ستونزې جوړې نه کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د سمرقند ناسته کې په دې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د سیاسي جوړجاړي بهیر، بشري مرستو، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د سمون لپاره خپل رول ولوبوي.

د روسیې وړاندیز

سرګي لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

مسکو دارنګه وړاندیز کړی چې د افغان کشالې د حل لپاره د پنځه اړخیز پلټفارم چې روسیه، چین، هند، ایران او پاکستان یې غړي وي رامنځته شي.

روسیه وایې هڅه کوي چې ګډونوال سیمه ییزې اقتصادي ښېرازۍ، لپاره د ترانسپورټ او انرژۍ هغه پروژې چې له وړاندې پرې له کابل سره توافق شوی ځانګړې پاملرنه وکړي.

روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي چې له سویلي اسیا هېوادونو سره لار پیدا کړي او دارنګه خپلۍ انرژۍ ته هم هلته مارکېت پیدا کړي.

د پاکستان لخوا په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ګډون کړی و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی په افغانستان کې د سولې او ټیګاو لپاره ژمن دي او په دې برخه کې له ټولو لارو چارو کار اخلي چې د سیمي له نورو هېواونو سره همغږي ولري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي،‌ اغلي حنا رباني کهر د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ریل ګاډي پټلۍ په وخت بشپړولو او سیمه ییز اتصال ټيڼګار کړی.

د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې ناستو نوښت پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغې وکړ چې طالبان واک ته ورسېدل.

د دې ناستو لومړۍ هغه په پاکستان کې دوهمه هم ایران کې او درېیمه په چین کې ترسره شوې وه چې د طالبانو استازي نه ور بلل شوي.

په یو شمېر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو لخوا د سفر بندیزونه لا هم پر ځای دی چې خو دا ځل

ګاونډي هېوادونه وایي دوی د افغانستان له وضعیت څخه په مستقیمه توګه اغېزمن دي نو ځکه دا د ځان حق بولي چې په دې تړاو لاس په کار شي.