سمرقند کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه څلورمه ناسته جوړوي

ناسته

د عکس سرچینه، AFP

په پام کې ده چې د اپرېل پر ۱۳مه د ازبیکستان سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو (چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورم کنفرانس جوړ شي.

ټاس خبري اژانس پخپل رپوټ کې ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ روسی پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، یاد کنفرانس کې به د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه بحث وشي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې به افغانستان کې د روان انساني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه هم بحث او ارزونه وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا "په افغانستان کې د پېچلي امنیتي وضعیت او ترهګریزو فعالیتونو د ډېرېدو او د نشه‌یي توکو د تولید په باب به هم بحث او خبرې وشي. له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې د هڅو د همغږیتابه په تړاو بحث د سیمې هېوادونو ته خورا مهم دی".

"د سیمې سوداګریزې او اقتصادي او د انرژۍ اړوندې پروژې له کابل سره په ګډه" د سمرقند د ناستې د اجنډا له مهمو مسلو ګڼل کېږي.

ناسته

د عکس سرچینه، MOFA

لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا د طالبانو حکومت هم دې ناستې ته وربلل شوی او که نه.

تېر کال چین کې د افغانستان د دغو ګاونډیو هېوادونو په دریمه ناسته کې د روسیې،‌ امریکا او ګاونډیو هېوادونو استازو او د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي ګډون کړی و.‌

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو له څه باندې یونیم کال تېرېدو وروسته، لا هم نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

له تاجکستان پرته د افغانستان ګاونډي هېوادونه او روسیه له طالبانو سره نسبتاً تاوده اړیکي لري، دې هېوادونو د طالبانو د حکومت لخوا ورپېژندل شوي دیپلوماتان هم منلي دي.

د ټرویکا - پلس د ۲۰۲۱ کال غونډه د همدې کال نومبر پر ۱۱ مه د پاکستان په کوربتوب اسلام اباد کې شوې وه او په ورته مهال د طالبانو حکومت بهرنیو چار وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی هم اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.