افغانستان کې د سمنټو لوړې بیې د پاکستان د وارداتو بندېدو له امله دي؟

تصویر کې یو خام ځوان ښکاري چې د سمنټو لاس‌ګاډي یې په لاسونو کې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د راپورونو له مخې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ په افغانستان کې د سمنټو بیې لوړې کړې دي.
    • Author, احمد شفايي
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو او سياسي کړکېچ له ډېرېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې لا هم د سوداګرۍ لپاره تړلې دي.

د اټکل خلاف، د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت او د نړيوال بانک په وينا، د پاکستان له لورې د پولو بندېدو په ټوله سوداګرۍ منفي اغېز نه دی کړی.

نړيوال بانک په خپل نوې راپور کې ويلي، افغانستان له ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو د وارداتو په زياتېدو هغه تاوان جبران کړی چې د پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله رامنځته شوی و.

خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ بې‌اغېزې هم نه دی، په ځانګړي ډول د افغانستان په بازارونو کې د سمنټو پر بيو یې اغېزه لرلې ده.

له هراته تر هلمنده ګڼو خلکو بي‌بي‌سي ته ويلي چې په دې وروستيو ورځو کې یې په سیمو کې د سمنټو بيه دوه چنده لوړه شوې ده.

وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان واکمن شول او نسبي امنیت رامنځته شو، په هېواد کې د ډېرو پرمختيايي پروژو کارونه، لکه لویې لارې، د اورګاډي کرښه، د اوبو لېږد کانالونه او ودانیز کارونه ګړندي شوي او د سمنټو اړتیا ډېره لوړه شوې ده.

نړيوال بانک د سږکال (۲۰۲۴) د اپريل په راپور کې ويلي، د افغانستان صنعتي برخې ۲.۱ سلنه وده کړې، حال دا چې په ۲۰۲۳ کال کې دا وده ۱.۸ سلنه وه.

نړیوال بانک یې اصلي لامل د ودانیز سکټور پراختیا بللې چې د دوی په وینا ۱۵ سلنه لوړه شوې، په ځانګړي ډول په کابل کې چې د نفوسو زیاتېدو له امله د کورونو، کاروبار او بیلا بیلو تاسیساتو غوښتنه ډېره شوې ده.

بل لامل دا ښودل شوی چې په کمزوري اقتصاد او محدودو بانکي خدمتونو کې د پانګونې مناسب فرصتونه کم دي، نو ډېری افغانان د دې پر ځای چې نغدې پیسې وساتي، د ملکیتونو اخیستل او ودانیز کارونه د خوندي پانګونې په توګه غوره بولي.

نړیوال بانک همداراز وايي، د طالبانو حکومت د سړکونو، پلونو او دولتي ودانیو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی، څو د اړیکو او عامه چوپړنو کچه لوړه کړي.

د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا اقتصادي معاونیت وېبپاڼې هم لیکي چې افغانستان سمنټ د پلونو، پلچکونو، صنعتي، خدماتي، ملکي او نظامي ودانیو، د اوبو او برېښنا بندونو او د اوبو رسونې شبکو په جوړولو کې کاروي.

پاکستان هر کال افغانستان ته څومره سمنټ صادروي؟

افغانستان د خپلو پرمختيايي پروژو د پرمختګ لپاره هر کال شاوخوا له پنځو تر اوو ميليون ټنو پورې سمنټ ته اړتيا لري. د "نړيوال یوځای شوي سوداګریز سيستم" د معلوماتو له مخې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۵۵ ميليونو ډالرو په ارزښت نږدې ۱.۲ ميليون ټنه سمنټ افغانستان ته صادر کړی وو.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال په لومړيو اتو مياشتو کې پاکستان ۱.۶ ميليون ټنه سمنټ افغانستان ته لېږدولی چې ارزښت يې له ۱۵۱ ميليونو ډالرو ډېر بلل شوی دی.

د پاکستان مرکزي بانک په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلني راپورونو کې ليکلي چې د سمنټو او پولادو توليد کم شوی چې د کورني ودانیز رکود ترڅنګ د انرژۍ د بیو لوړېدل د توليد د کمېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي، د پاکستان د سمنټو توليد په ۲۰۲۴ کال کې ۴.۵ سلنه راټيټ شوی چې د کورني بازار د خرڅلاو د کمېدو پايله ده. خو د پاکستان د مرکزي بانک په وينا د سمنټو صادرات زيات شوي او د ۲۰۲۳کال له ۴.۶ ميليون ټنو، په ۲۰۲۴ کې ۷.۱ ميليون ټنو ته رسېدلي دي.

د ۲۰۲۴ کال د سمنټو د صادراتو ټول ارزښت ۲۶۷ ميليونه ډالر ښوول شوی او د زياتېدو لامل يې په افغانستان او سريلانکا کې د ودانیزو چارو بيا پيل ګڼل شوی. پاکستان تر دې هم زيات، افريقا او امريکا ته سمنټ صادروي خو په ۲۰۲۴ کې افغانستان ته د ځانګړې لېږد کره کچه نه ده ښودل شوې.

د پاکستان د سمنټو جوړونکو ټولنې (APCMA) د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د سمنټو ټول توليد له ۴۶ ميليونو ټنو ډېر و چې له دې ۹.۲ ميليون ټنه بهر ته صادر شوي دي.

که د افغانستان بازار ته د پاکستان د ۱.۶ ميليون ټنو صادراتو ته وګورو، داسې ښکاري چې کابل شاوخوا ۱۸ سلنه د خپلو کلنيو سمنټو اړتياوې له پاکستانه پوره کوي.

یو پراخ تصویر دی چې کاګران وداني جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان د خپلو پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره هر کال له پنځو تر اوو ملیونو ټنو سمنټو ته اړتیا لري.

افغانستان هر کال څومره سمنټ ته اړتيا لري؟

د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، د افغانستان د سمنټو توليد ډېر کم دی. دا نه یوازې افغانستان د نړيوال سمنټو توليدونکو په لست کې نه راولي، بلکې د هېواد لږه اړتیا هم نه شي پوره کولی.

د دې ادارې په وینا، افغانستان هر کال شاوخوا له پنځو تر اوو ميليون ټنه سمنټ ته اړتيا لري خو د هېواد د سمنټو توليد وړتيا ډېره محدود ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد بي‌بي‌سي ته ويلي، د ۱۴۰۴ کال په لومړيو اتو مياشتو کې افغانستان ته ۳ ميليون او ۷۵۹ زره ټنه سمنټ وارد شوي چې ارزښت يې ۳۲۶ ميليونه ډالره دی.

دغه سمنټ له پاکستان، ايران، تاجيکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکيې وارد شوي دي:

  • پاکستان: ۱.۶ ميليون ټنه، ارزښت: ۱۵۱ ميليونه ډالره
  • ايران: ۱.۷ ميليون ټنه، ارزښت: ۱۲۴ ميليونه ډالره
  • تاجيکستان: شاوخوا ۴۲۰ زره ټنه، ارزښت: ۳۰ ميليونه ډالره
  • ازبکستان: ۱۶۰ زره ټنه، ارزښت: ۱۱ ميليونه ډالره
  • ترکمنستان: ۷۹ زره ټنه، ارزښت: ۶ ميليونه ډالره
  • ترکيه: له ۱۰۰۰ ټنو لږ، ارزښت: ۱۰۳ زره ډالره

د افغانستان د سمنټ جوړونکې مهمې فابریکې "غوري سمنټ" او "جبل‌السراج" دي چې په بغلان او پروان کې موقعیت لري.

غوري سمنټ فابریکه هره ورځ ۶۰۰ ټنه توليد کوي او ان که د توليد اندازه ۱۴۰۰ ټنو ته هم لوړه شي، یوازې د هېواد ۱۴سلنه اړتیا پوره کوي.

جبل‌السراج فابریکه هره ورځ ۱۰۰ ټنه توليدولی شي.

طالبانو په ۱۴۰۳ کال کې د سمنټو د نویو فابریکو د جوړولو قرارداد هم لاسلیک کړ چې د یتیم تاق فابریکه (دغه فابریکه په جوزجان ولایت کې ده) له ۷۷ نومي ترکی شرکت سره د ۱۱ ميليارده افغانۍ په ارزښت ده. که دا فابریکه فعاله شي، هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ توليدولی شي.

طالبان وايي، تر اوسه يې د سمنټو په برخه کې د کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره شاوخوا د ۴۳ ميليارده افغانیو قراردادونه کړي دي.

ایا ايران د پاکستان ځای نيسي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نړیوال بانک وايي، د نفوس د زیاتوالي له امله په کابل کې د کورونو، سوداګرۍ او زیربناوو غوښتنه زیاته شوې ده.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه، لکه ايران او د منځنۍ اسيا هېوادونه، د سيمې مهم سمنټ جوړونکي دي. د "د سمنټو صنعتي کارګرانو ټولنې" په وینا، ايران هر کال شاوخوا ۸۸ ميليون ټنه سمنټ توليدوي چې له دې ۱۴ ميليون ټنه نورو هېوادونو ته صادروي.

افغانستان د ايران د سمنټو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد دی. د ۱۴۰۴ کال په لومړيو اوو مياشتو کې ايران افغانستان ته ۱.۲ ميليون ټنه سمنټ صادروي چې د ايران د ټولو سمنټو د صادراتو ۳۳سلنه جوړوي.

له ايران پرته، ازبکستان هم د افغانستان لپاره مهم سمنټ صادرونکی دی. د دې هېواد د احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو نهو میاشتو کې ۲۷۳ زره ټنه سمنټ افغانستان ته صادر شوي چې له قرغزستان او قزاقستان وروسته افغانستان د ازبکستان درېیم لوی واردوونکی هېواد دی.

تاجيکستان هم شاوخوا ۳۹۳ زره ټنه سمنټ افغانستان ته صادر کړي چې ارزښت يې له ۲۶ ميليونو ډالرو ډېر دی.

د ترکمنستان صادرات هم شاوخوا ۷۹ زره ټنه ښودل شوي خو په هرات کې د ترکمنستان قنسولګرۍ ويلي، دوی غواړي افغانستان ته د سمنټو صادرات زيات کړي.

ايران چې د ډېرو سمنټو توليدونکو په نړیوال لېست کې شامل دي، داسې ښکاري چې د پاکستان د سمنټو د کمښت ځای ډکوي. د سمنټو د صادراتو له زياتېدو سره دې هم مرسته کړې چې د ايران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي کرښه وصل شوې چې د سمنټو لېږ هم ارزانه او هم چټک دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سمنټو د لومړي بار پاکټونه افغانستان ته په اورګادي کې استول شوي او دا صادرات به په اونۍ کې تر ۱۰۰۰ ټنو په ظرفيت سره دوام وکړي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د ايران سمنټ نسبت پاکستاني هغو ته ارزانه هم دي:

د پاکستان د ۱.۶ ميليون ټنه سمنټ ارزښت ۱۵۱ ميليونه ډالره کېږي خو د ايراني د ۱.۷ ميليون ټنو ارزښت ۱۲۴ ميليونه ډالره ښودل شوی.

همدا راز د افغانستان اورګاډي کرښې د ازبکستان او ترکمنستان سره هم وصلې دي او همدا دواړه هېوادونه غواړي خپل سمنټ بهر ته صادر کړي.