افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د سمنټو توليد خورا کم شوی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د سمنټو توليد خورا کم شوی

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې د سمېنټو توليد ٩٠ سلنه لوېدلى دى. بي بي سي پښتو تلویزون ته ویل شوي د طالبانو د سیمه يیزو چارواکو له لوري د نامسلکي کسانو ګومارنې د سمنټو د توليد په چارو بد اغېز کړى دى.

خو د طالبانو چارواکي وايي اوس هڅه کوي چې توليد ډېر کړي.

په تېرو دوو لسيزو کې د خورا ډېرو ودانيزو چارو له امله افغانستان هره ورځ ۱۶ زره ټنه سمنټ کارول چې ډېره برخه به يې له گاونډيو هېوادونو ورتله. اوس ودانيزې چارې هم درېدلي دي.