طالبان له اقلیمي بدلون سره مبارزه کوي خو ګاونډیان یې څه وايي؟

An aerial image of the canal which stretches off towards the horizon
    • Author, فیروز رحیمي
    • دنده, بي‌بي‌سي،‌ د افغانستان شمال

د افغانستان په شمال کې طالبان د یوې داسې لویې پروژې چارې سمبالوي چې سور یې تر ۱۰۰ مترو ډېر پراخ، تر لېرې غځېدلې او یوه زړه راښکونکې منظره یې ترسیم کړې ده.

داسې یوه ډله چې په ۲۰۲۱ کې واک ته رسېدلې، له اقلیمي بدلون سره یې د مبارزې دا چاره معمول نه ده.

د ۶۰۰ ملیون ډالرو په لګښت جوړېدونکی د قوشتېپې کانال ۲۸۵ کلیومتره اوږد دی چې له بشپړېدو سره به یې د افغانستان په شمال کې دریو ولایتونو ته د اړتیا وړ تازه اوبه ورسېږي.

دا لویه پروژه به که یو خوا هلته د اقلیمي بدلون ځپلې اوسنۍ کرنیزې ځمکې ته ګټوره ثابته شي نو بلخوا به دغلته ۵۰۰۰ کیلومتره مربع وچه ځمکه هم په حاصلخېزه ځمکې باندې بدله کړي.

طالبان هیله‌من دي چې دا به د خوراکي‌ توکو د خوندیتوب رامنځته کولو تر څنګ د سلګونه زره وګړو ژوند ښه کړي.

Three man in traditional dress pose by a large COP29 logo

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د اقلیمي بدلون په اړه په کاپ-۲۹ سرمشریزه کې د طالبانو ګډون ګڼ خلک حیران کړي دي.‌

د اقلیمي بدلون اغېزو په اړه د دې ډلې اندیښنو د روانې اوونۍ په پیل کې هله د نړۍ پام ځان ته ور واړوه چې د بېلابېلو هېوادونو استازي د چاپېریال اړوند خبرو په اړه د کاپ-۲۹ غونډې ته اذربایجان ته ورسېدل.

د طالبانو حکومت چې په عمومي ډول نړیوالې ټولنې له پامه غورځولی دی، غړو ته یې اجازه ورکړل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي، ځکه چې دغه هېواد هم له اقلیمي بدلون کړېږي.

افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیانموونکي دي او له کبله یې پېښېدونکو ننګونو ته لږ چمتوالی لري.

په دې سرمشریزه کې طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د اقلیم اړوند پروژو ترسرولو لپاره هغه مالي مرسته بېرته پيل کړي چې واک ته د دوی له رسېدو راهیسې درول شوې ده.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص رسنیو ته وویل، "موږ هیله‌من یو چې د دغه کنفرانس په پای کې به په افغانستان کې د هغو پروژو بېرته پیل لپاره زمینه برابره شي چې ځنډول شوې دي."

د قوشتېپې کانال له هغو څو پروژو دی چې د اقلیم اړوند هغو په ترڅ کې کار پرې روان دی.

دا پرته له کومې بهرنۍ مرستې د طالبانو حکومت له لوري ورو ورو په جوړېدو دی او په چټکۍ سره پرمخ ځي چې تر اوسه یې ۱۰۰ کیلومتره برخه بشپړه شوې ده.

دا د هغه هېواد لپاره خورا لوی مالي مسؤلیت دی چې د طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې یې د اقتصادي حالت کچه ۲۰ سلنه راټيټه شوې او تر ۹۰ سلنه ډېر وګړي یې په فقر کې ژوند کوي.

د دغه کانال طرحه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمالي سیمو د زرغونولو په موخه جوړه شوې وه.‌ خو له کلونو راهیسې روانې جګړې او ناامنۍ یې چارې څو لسیزې وځنډولې.

تېر حکومت طالبان ملامتول چې ګواکې د دوی د وسله‌وال فعالیت له کبله د دې پروژې کارونه ټکني پاتې شول.

Haji Rajab stands with a large hoe across his shoulders looking at dried up fields
د عکس تشریح، حاجي رجب هیله‌من دی چې د دې کانال له کبله به له کلونو وچکالۍ وروسته یو ځل بیا کرکیلې ته مخه کړي.

د اقلیمي بدلون ګواښ د قوشتېپې کانال د ژر بشپړېدو اړتیا نوره هم ډېره کړې.

حاجي رجب له هغو کسانو دی چې مرستې ته اړ دی.

ده ټول عمر د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې کانال ته څېرمه کرکیله کوله خو د پسرلي بارانونه په ټپه ولاړ دي.

دغه ۷۰ کلن سړی د خپلې کروندې شاړې ځمکې ته په ور پورته کېدو سره وايي چې دا سیمه درې کلنې وچکالۍ ځپلې او دلته هېڅ فصل نه دی کرل شوی.

دی وايي، "خلک له کړاو سره مخامخ دي. دوی کافي ګټه‌وټه نه لري او وچکالۍ ډېر سخت ځپلي دي."

په داسې یوه هېواد کې چې تر ۸۰ سلنه ډېر وګړي یې پر کرنه تکیه دي، تر ۱۲ میلیونه ډېر خلک یې د خوړو له کمښت ځورېږي او دا یوه لویه ستونزه ده.

خو افغانستان په سیمه کې یوازېنی هېواد نه دی چې د اقلیم له بدلون سره مخامخ دی او د دغه کانال اوبه خو هم باید له یوه ځایه راشي.

د قوشتېپې کانال به له امو سیند ډکېږي چې د افغانستان له شمالي پولو سره تېرېږي او بیا به یې اوبه ازبکستان او ترکمنستان ته ورځي.

د دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو مخکښ سیمه‌ییز فکري بنسټ د منوهر پاریکر انسټیټیوټ خبرداری ورکړی چې کله دغه کانال په بشپړ ډول فعال شي نو ګاونډيو هېوادونو ته د وربهېدونکو اوبو کچه به پنځمه برخه راکمه شي.

په داسې حال کې چې ترکمنستان او ازبکستان دواړه د کرنې لپاره ډېره تکیه پر امو سیند کوي، دوی د دې پروژې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یاد انسټیټیوټ په وروستي رپوټ کې راغلي چې، "مخالفتونه په خورا لوړه کچه شته ځکه چې دغه هېوادونه له یوه ناڅرګند حالت سره لاس او ګرېوان دي."

د دې پروژې د ترسراوي چارو چټکتیا په اړه هم اندېښنې راپورته شوې دي چې په ریښتیا هم په افغانستان کې دومره مسلکي کسان شته چې له بهرنۍ مرستې پرته دومره لویه پروژه بشپړه کړي.

د 'بې پولې سیندونه' په نوم د چاپېریال اړوند یوه بنسټ د سپوږمکۍ له لارې د اخیستل شوو عکسونو پر بنسټ په خپل کړي تحلیل کې ویلي چې داسې ښکاري چې وار له مخه په کانال کې یوه لویه لیکي شته.

Zabihullah stands in profile looking at the canal construction which can also be seen in the background.
د عکس تشریح، ذبیح الله مری د قوشتيپې کانال پروژې مشر انجینیر دی.

خو په افغانستان کې چارواکي وايي چې د دې مهمې پروژې چارې په ښه توګه پر مخ روانې دي او تر ۲۰۲۸ به بشپړه شي.

ذبیح الله مری د قوشتېپې کانال پروژې مشر انجینیر دی او تر دې وړاندې یې هم په افغانستان کې له ګڼو نړیوالو موسسو سره د انجینیرۍ په سترو ملکي‌ پروژو کې همکاري‌ کړې ده.

ښاغلی مری په کانال کې له امو سینده د ډېرو اوبو کارولو په اړه اندېښنې بې ځایه بولي او زیاتوي، "موږ ویلی شو چې دا کومه لویه ستونزه نه ده او دا به په نورو سیمو کې د اوبو پر ثبات اغېز پرې نباسي."

ګڼ افغانان په همدې هیله دي چې دی به په سمه ثابت شي.

Abdul stands in a field, tending to some of his crops
د عکس تشریح، ځايي کروندګر عبدالمبین وايي چې وار له مخه یې له دغه کاناله ګټه پورته کړې ده.

د عبدالمبین کورنۍ له تېرو درو نسلونو راهیسې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې پر خپله یوه ټوټه ځمکه کرکیله کوي.‌

خو وايي‌ چې په تېرو درو کلونو کې هلته د وچکالۍ له امله هېڅ فصل نه دی شوی.‌

که څه هم د قوشتېپې کانال کار لا پای ته نه دی رسېدلی خو تر ځمکې لاندې یې د اوبو کچه دومره ښه کړې چې دی یې بېرته کرکیلې ته هڅولی دی.

دا څه ښایي د دغه ۳۷ کلن بزګر په ژوند کې مثبت بدلون راولي چې د خپلې مېرمنې،‌ دریو اولادونو او د یوې خوښينې ساتل ورله غاړې دي.

عبدالمبین وايي، "زه غواړم دلته د خپلې کورنۍ لپاره کور جوړ کړم، همدلته مېشت شم. ځکه چې موږ به اوبه ولرو او هر هغه څه به پر دې ځمکه وکرلی شو چې اړتیا ورته لرو، لکه رومیان، مېوې او ان هغه تخمونه چې تېل ترې ایستل کېدای شي."

په داسې حال کې چې د اقلیم بدلون له کبله د رامنځ‌ته کېدونکو پېښو ګواښ په زیاتېدو دی،‌ دې لویې پروژې ته د ډېرو سترګې دي.