کمال خان بند کې اوبه ټولېدل پیل شول

د عکس سرچینه، NWARA.AF
د افغانستان د اوبو چارو ملي اداره وايي، د دغه هېواد نیمروز ولایت په کمال خان بند کې اوبه ټولېدل پیل شو. د دې ادارې ویاند نظام خپلواک وايي، روان کال کې به د دې بند د اوبو کارول پیل شي:
"د بند چارې بشپړې شوې دي. اوس اوبه پکې ټولېږي دې بند سره به د نیمروز خړې دښتې زرغونې شي. "
ښاغلی خپلواک وايي، چې دغه بند اوبه د هلمند سیند کجکي بند او ورښت پورلې تړلې، ځکه هیله ښيي چې سږنیو موسمي سېلابونو سره به دغه بند ډېر ژر ډک شي.
کمال خان بند په نږدې درې کلونو کې جوړ او د ښاغلي خپلواک په خبره، د افغان حکومت د پرمختیايي بودیجې تر دوه سوه میلیون ډالرو جوړ شو.
کمال خان بند کې نږدې درې میاشتې مخکې ازمایښتي ډول اوبه ټولول پیل شول.
خواله رسنیو کې د افغانانو غبرګون
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د خواله رسنیو افغان کارنو کمال خان بند کې پر اوبو ټولېدو خوشالي ښودلې ده.
ټوېټر کارنه شکریه بارکزۍ لیکي: "کمال خان بند؛ د داسې کارونو په لیدو راتلونکي ته هیلې ډېرېږي . داسې خبرونه دې ډېر شي، چې وطن ته مو هیلې ډېرې شي."
بل ټوېټر کارن بادام احمدزي لیکلي: "اووه سوه کاله وروسته، د کمال خان بند یو وار بیا له اوبو ډک شو."
انور عزیز هم لیکلي دي، چې کمال خان بند کې "د ۷۰۰ کلونو وروسته" د اوبو زېرمولو چارې پیل شوې:
"د کمال خان بند د هلمند پرسیند د برښنا تولید او ځمکو خړوبولو په موخه جوړ شوی دی."
د کمال خان بند ځانګړنې

د عکس سرچینه، ARG
کمال خان بند په داسې سیمه کې دی چې تر ډېره دښته او ځوړ کم لري.
د دې بند لوړوالی ۱۶ متره دی او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي.
د ښاغلي خپلواک په خبره، دا بند یو لک ۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۹ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري.
که څه هم دا بند له سلما بند کمې اوبو زېرموي، خو د اوبو کنټرولولو لوی توان لري.
د ایران پولې ته نژدې په نیمروز کې کمال خان بند د افغانستان د اوبو مدیریت یوه ډېره لویه پروژه ده.
د کمال خان بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غوښتنه ده چې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر۲۰ د دې بند د درېیم فاز د بنسټ ډبره ولسمشر غني کېښوده.
ولسمشر غني د تېر اګسټ پر ۳۰ هم د دې بند په هکله ویل: "دوه میاشتې وروسته به ان شاء الله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسئ."
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د کمال خان بند جوړولو چارې پر ۱۳۴۵ لمریز کال پیل شوې، خو د جګړو او سیاسي بدلونونو له امله بشپړې نه شوې.
کمال خان بند په هرات کې د سلما بند، فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي.
د ایران اندېښنې

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان د اوبو تنظیم ادارې د تېرې جنورۍ پر ۱۱ وویل، د کمال خان بند بشپړېدو ته دوه ګامه پاتې دي او د باران او ډېرو اوبو سره به خلک کمال خان بند کې اوبه وویني.
هغه مهال د ایران پارلمان کې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند د کمال خان بند په تړاو غبرګون وښود.
ایران وخت ناوخت افغانستان کې د اوبو بندونو پر جوړېدو اندېښنه ښيي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ۲۰۱۷ کال د جولای لومړیو کې تهران کې د نړۍ د ۲۴ هېوادونو د استازو په ګډون چاپېریالي غونډه کې د چاپېریالي ستونزو په یادولو سره وویل:
"په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتېدلی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز کوي".
خو انعام خپلواک وايي، له ایران سره د هلمند سیند تړون له مخې د اوبو برخه کې ستونزې نه لري او د قانوني او نړیوالو اصولو له مخې د اوبو د مدیریت حق لري.
افغان چارواکي وايي، پر کجکي او بخش اباد بندونو هم کار روان دی چې بشپړېدل به یې د اوبو مدیریت او برېښنا تولید کې ډېر ګټور تمام شي.












