غني: راتلونکو ۲ میاشتو کې کمال خان بند جوړېږي او د ۶ میلیارد متر مکعب اوبو د ضایع کېدو مخنیوی کېږي

د عکس سرچینه، VOP2
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
افغان ولسمشر محمداشرف غني وايي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د کمال خان بند د جوړولو ټول کارونه بشپړ او په وینا یې له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته به د افغانستان د شپږ میلیارد متر مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
د کمال خان بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غوښتنه ده چې درې کاله وړاندې یې د درېیم فاز د بنسټ ډبره ولسمشر غني کېښوده.
ولسمشر غني اوبه د افغانستان شتمني ګڼي او د مهارولو او مدیريت لپاره يې په وار وار ټينګار کړی دی.
ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ( د اګسټ ۳۰) د عاشورا مراسمو کې د وینا پر مهال بیا د دې بند د بشپړېدو خبره وکړ:
"دوه میاشتې وروسته به ان شاء الله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسئ. په دغه بند کې به ۶ میلیارد متر مکعب اوبه راټولې شي. "
د نوموړي په خبره، د دې بند له اوبو به د کندهار او هرات تر منځ د کرنېزو ځمکو په خړوبړلو کې ګټه واخیستل شي:
" د کمال خان بند یوازې د لومړي فاز جوړېدو له امله به په راتلونکې کال کې ۵۰ زره هکټار ځمکه خړوبه شي. "
څو میاشتې مخکې هم ښاغلي غني نیمروز ته د سفر په بهیر کې هلته د کمال خان اوبو بند د رغونې چارو د لیدنې پر مهال هم ويلي و چې ډېر ژر به کمال خان بند د اوبو زیرمه کولو لپاره چمتو او نږدې۱۸۰۰۰۰هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.
د برېښنا تولید

د عکس سرچینه، Arg
د افغان چارواکو په وینا کمال خان بند به نه یوازې له افغانستان تلونکې اوبه مهار کړي بلکې نهه میګا واټه برېښنا به هم تولید کړي.
افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.
افغان چارواکي وایي، دوی پخپله د ۲۸۰ او ۳۲۰ میګاواټ ترمنځ په هېواد کې د برېښنا کلنی کورنی تولید لري.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبره، دغه هېواد د پاتې اړتیا لرې کولو لپاره دا مهال له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نږدې دوه زره میګاواټ برېښنا تولیدوي چې له درې سوه میلیون ډالرو ډېر لګښت لري.
د کمال خان بند اهمیت

د عکس سرچینه، Arg
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د کمال خان بند جوړولو چارې پر ۱۳۴۵ لمریز کال پیل شوې، خو د جګړو او سیاسي بدلونونو له امله بشپړې نه شوې.
کمال خان بند په هرات کې د سلما بند، فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي.
دا بند د نیمروز د چاربرجګ ولسوالۍ شمال ته په ۱۸ کیلومترۍ او د دغه ولایت د مرکز زرنج سوېل ته په ۹۵ کیلومترۍ کې جوړېږي.
د دې بند د جوړولو پروژې لومړی پړاو د ۱۳۹۱ کال زمري او دویم پړاو یې د ۱۳۹۴ لمریز کال تله کې بشپړ شو.
دا بند پر هلمند سیند جوړېږي چې د کابل له غرونو سرچینه اخلي او د افغانستان او ایران ترمنځ د هامون په نوم ګډ ډنډ یا جهیل ته تویېږي.
د افغانستان ګاونډیان او اوبه

د عکس سرچینه، Arg
افغانستان ډېرې روانې اوبه لري، خو یوازې ۳۰ سلنه یې کارولی شي او پاتې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، ځکه یو له هغو هېوادونو دی چې له ګاونډیانو سره ډیرې شریکې اوبه لري.
د دې هېواد د اوبو له پنځو حوزو له ډلې څلور یې نړیوالې یانې له نورو هېوادونو سره شریکې دي.
په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو د دغه هېواد ګاونډیان په تېره ایران اندېښمن کړی د.
د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني د ۲۰۱۷ کال د جولای لومړیو کې تهران د ګرد او باد "ننګونې او حل لار " غونډه کې په افغانستان کې د برېښنا بندونو له جوړولو سره مخالفت وکړه
حسن روحاني په دغه غونډه کې د چاپېریالي ستونزو په یادولو سره وویل: "په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتېدلی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز کوي".
افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو په اړه د ګاونډیو هیوادونو د چارواکو وروستیو څرګندونو ته په کتو په دغه هېواد کې یو نظر دا دی چې په ځینو ولایتونو کې ناامنۍ هلته د اوبو بندو د جوړیدو مخنیوي لپاره رامنځته کیږي.









