څېړنه: نړۍ کې له هرو درېیو یو ماشوم لېرې شیان سم نشي لیدلی

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, فلېپا روکسبی
    • دنده, روغتیايي رپوټره

د یوې نړیوالې څېړنې پر بنسټ ټوله نړۍ کې د ماشومانو د سترګو لید په تدریجي ډول خرابېږي، او دا چې دمګړۍ له هرو درېیو یو ماشوم لېرې شیان په روښانه توګه نه شي لیدلی.

څیړونکي وايي، د کورونا وبا ګرځبندیز د سترګو پر لید منفي اغېزه کړې ځکه ماشومانو په کور د ناستې پر مهال ډېر وخت سکرین ته په کتو تېراوه او بهر ته لږ وتل.

دې څېړنه کې خبرداری وکړ شوی، چې د نږدې لید یا 'مایوپیا' ستونزه، مخ پر ودې نړیواله روغتیايي اندېښنه ده او تر ۲۰۵۰ پورې به په میلیونونه نور ماشومان هم اغېزمن کړي.

د مایوپیا یا نږدې لید ستونزه تر ډېره په اسیا کې راپور شوې ده.

جاپان کې له هرو سلو ۸۵ ماشومان دا ستونزه لري. سویلي کوریا کې پرې ۷۳ سلنه ماشومان اخته دي او په چین او روسیه کې ترې له ۴۰ سلنې زیات ماشومان کړېږي.

پاراګوای او یوګانډا کې بیا د نږدې لید ستونزه تر ټولو کمه ده او په هرو سلو کې یې یوازې یو ماشوم لري.

بریتانیا، ایرلنډ او امریکا کې ۱۵ سلنه ماشومان له مایوپیا کړېږي.

دا څېړنه د بریتانیا د سترګو طب په ژورنال کې خپره شوې، چې د شپږو لویو وچو د ۵۰ هېوادونو ۵ میلیونه ماشومانو او تنکیو ځوانانو په کې برخه اخیسته وه.

د دې شمېرو شننه ښیي، چې مایوپیا له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۲۳ پورې درې برابره زیاته شوې او ۳۶ سلنې ته رسېدلې ده.

مایوپیا معمولا د ښوونځي په لومړیو کلونو کې پیلېږي او تر ۲۰ کلنۍ پورې چې د سترګو وده درېږي، د لا خرابېدو په حال کې وي.

لامل یې څه دی؟

سترګې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنه وايي امکان شته د هلکانو پرتله نجونې ډېرې د نږدې لید ستونزه پیدا کړي

ځینې لاملونه د مایوپیا احتمال زیاتوي، چې یو یې په ختیزه اسیا کې اوسېدل دي.

د نږدې لید لامل جنیتیک هم کېدلی شي، په دې مانا چې ماشومان دا ځانګړنه له مور او پلاره په ميراث وړي.‌

خو نور لاملونه يې هم شته، لکه د سينګاپور او هانګ کانګ په څېر هېوادونو کې چې په دوه کلنۍ کې پکې زدکړې پيلېږي. یعنی په ډېر کم عمر کې زدکړې هم دا ستونزه زېږولی شي.

د دې مطلب دا دی، چې ماشومان د عمر لومړیو کلونو کې ډېر وخت پر کتابونو او سکرینونو تمرکز کوي او دا د سترګو پر عضلاتو فشار راوړي او د مایوپیا لامل ګرځېدای شي.

په افریقا کې چې ماشومانو پکې له شپږو تر اتو کلونو عمر کې ښوونځی پیلوي، د مایوپیا ستونزه د اسیا پرتله اووه برابره کمه ده.

دا څېړنه وړاندوینه کوي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ له نیمایي ډیر تنکي ځوانان د مایوپیا په ناروغۍ اخته شي.

د څېړنې پر بنسټ د هلکانو او زلمیو پرتله پر مایوپیا د نجونو او پېغلو د اخته کېدو احتمال ځکه ډېر دی چې دوی د عمر ډېره برخه په کور دننه تېروي.

نجونې د هلکانو پرتله زر وده کوي او بلوغ ته رسېږي او دا په دې مانا ده چې له مایوپیا ستونزې سره په کم عمر کې مخامخېږي.

څېړونکي وايي، ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې به اسیا کې د مایوپیا کچه ۶۹ سلنې ته ورسېږي او پرمختللو هېوادونو کې به ۴۰ سلنې ته لوړه شي.

څنګه کولی شم د خپلو ماشومانو د سترګو لید خوندي وساتم؟

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانیا کې د سترګو متخصصین سپارښتنه کوي، چې ماشومان په ځانګړې توګه د ۷ او ۹ کلونو ترمنځ باید هره ورځ لږترلږه دوه ساعته بهر تېر کړي چې د لېرې لید د ستونزې پراختیا کمه شي.

دا لا څرګنده نه ده، چې ایا دغه مثبته اغېزه د لمر د طبیعي وړانګو له کبله ده، که بهر فزیکي فعالیت ډېر وي یا ماشومان بهر لېرې څېزونه ډېر کتلی شي.

ډاکتر ډینیل هارډمن مک‌کارټني وايي: "یو څه شته - بهر وتل د ماشومانو لپاره واقعا ښه دي."

دی سپارښتنه کوي، چې والدین باید د خپلو ماشومانو سترګې د ۷ او ۱۰ کلونو ترمنځ معاینه کړي، ان که د دوی د سترګو لید په کم عمرۍ کې معاینه شوی هم وي.

والدین باید خبر وي چې مایوپیا میراثي ده. که تاسو د نږدې لید ستونزه لرئ،‌ نو ماشومان مو د نورو پرتله درې چنده ډېر له دغه ګواښ سره مخامخ دي.

مایوپیا د درملنې وړ نه ده، خو له عینکو یا د تماس لېنزونو سره ښه کېدای شي.

ځانګړي لینزونه کولی شي په ماشومانو کې د مایوپیا پرمختګ ورو کړي، چې سترګې په بېل ډول ودې ته هڅوي، خو دا لینز ګران دی.

داسې اندېښنه هم شته، چې د مایوپیا جدي ستونزه کولی شي په زاړه عمر کې د سترګو غیر معمولي ستونزې رامنځته کړي.

د نژدې لید (مایوپیا) لرونکو نښې

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

له لېرې د تورو یا کلمو په لوستلو کې ستونزې لري. د بېلګې په توګه ښوونځي کې پر تختې لیکل شوي توري سم نشي لیدای.

د تلویزیون یا کمپیوټر سکرین ته نږدې کېناست وي.‌ همدا راز موبایل او ټابلیټونو سترګو ته نږدې نیسي چې روښانه یې وګوري.

سر درد درلودل او د سترګو دوامداره موښل یې نښې ګڼل کېدای شي.