څنګه له روغتیايي پلوه د سترګو ساتنه وکړو؟

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د هغو خلکو لپاره چې د لید (بینايي) ستونزې نه لري، د خپلو سترګو ساتنه او پاملرنه کول شاید د کارونو په لړ کې وروستی هغه وي.

د اکتوبر میاشتې ۱۲ مه نېټه د لید نړیواله ورځ ده او د بریتانیا د سترګو شاهي کالج غړی سارا مالینګ په دې هکله وايي:

" له هغه چې سترګې پرانیزو تر هغه پورې چې بېرته یې پټوو کار ترې اخلو. زموږ سترګې زموږ د زړه په شان کار کوي."

دا زیاتوي:

"کله چې موږ منډې وهو، زموږ زړه چټک غورځي، خو چې ستړي شوو زموږ چټکتیا ورو کوي. سترګې مو د زړه خلاف چې ستړې شي خپل کار نه پرېږدي، یعنی داسې نه کېږي چې موږ څه ونه وینو."

"موږ خورا کم د سترګو د معاینې په اړه فکر کوو."

دا هغه څه دي چې د لید نړیوالې ورځې لپاره مسؤله اداره غواړي بدلون په کې را ولي.

gold

د عکس سرچینه، LUCY OWEN/BBC

د ړندیدو مخنیوي لپاره نړیوال سازمان اجرائیوي مشر پیټر هولند په دې هکله وايي:

"موږ غواړو دا پیغام د امکان تر حده ډېرو خلکو ته ورسوو، دا مهمه ده چې په خپلو سترګو پام وکړي او پوه شي چې دې لړ کې مرسته چېرته ترلاسه کولی شي."

د بي بي سي خبریالې لوسي اوون په دې وروستیو کې په دې اړه لیکلي، چې څنګه د یوې ساده ازموینې پر مټ یې خپل د سترګو لید وژغوره.

لوسي له ۱۶ کلنۍ د سترګو لینز کارا وه، اوس څه باندې پنځوس کلنۍ کې یې پام شو چې کله، کله په ښۍ سترګه سپینې سپرغۍ ویني.

"هر وخت دا پېښه نه کېږي، شاید په ورځ کې یو یا دوه ځله، که څه هم دا یو څه غیر عادي راته ښکاريده، خو سر مې پسې ونه ګرځاوه."

نوموړې زیاتوي:

"کله چې زه د خپلې ۵۲ کلنۍ کلیزې ته نږدې شوم، خپلو سترګو ته مې پام شو، فکر مې وکړ دا د زړښت یوه بله نښه ده."

لوسي وايي، په منظم ډول د سترګو ډاکټر ته نه ورتله، لکه څنګه چې باید ورغلې وای. ډېری وختونه به یې خپل کلني معاینات هېرول.

په ښیۍ سترګه کې د سپینې سپرغۍ لیدلو دوام دې ته اړه کړه چې خپلې سترګې معاینه کړي.

له همدې سره ډاکټر ورته وویل، چې په ښيۍ سترګه کې ریتنیا یا د لید برخه یې د خبرابیدو په حال کې ده او دا سپرغۍ د همدې نښه ده.

gold

د عکس سرچینه، LUCY OWEN/BBC

لوسي د خپلې ښۍ سترګې بېړني عملیات ترسره کړل. دې عملیاتو شاوخوا ۴۰ دقیقې وخت ونیو او په ټول کې یوازې څو ساعته وخت یې ونیو چې روغتون ته لاړه، عملیات ترسره شو او بېرته رخصت شوه. دا وايي:

"ما باید ټوله اوونۍ مې کور کې استراحت کړی وای تر هغه چې د سترګو لید مې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی وای."

د لوسي لید ورو ورو په راتلونکو میاشتو کې ښه شو او اوس هغه بېرته خپل کار ته ورګرځېدلې ده.

نوموړې وايي:

"هغه څه چې زه اوس فکر کولی شم دا دی، چې زه څومره بختوره یم. زه څومره نېکمرغه وم چې د سترګو ډاکټر ته لاړم او هغوی په دې وتوانېدل چې زما په چټکۍ سره عملیات وکړي."

خو د سترګو متخصصینو ته لاسرسی او د لوسي په څیر با کیفیته روغتیایي خدماتو ته لاسرسی کېدای شي په بیوزلو هېوادونو کې خلکو ته موجود نه وي.

دا یوه له هغو ستونزو څخه ده، چې سږکال د لید نړیوالې ورځې پر مهال نړیوالو مسولینو هڅه وکړه چې پاملرنه ورته وشي.

پیټر هولند په دې باور دی، چې د سترګو روغتیا او پاملرنې لپاره ملي پالیسۍ او پروګرامونه اړین دي، په ځانګړې توګه هغه هېوادونو کې چې اقتصادي حالت یې ټېټ یا منځنی دی.

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د کار نړیوال سازمان( ای، ایل، او) د ۲۰۲۳ کال راپور له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲.۲ میلیارده خلک ړانده دي او یا یې د سترګو لید کمزوری دی.

په دوی کې ۱.۱ میلیارد خلک داسې دي چې دا ستونزه یې د مخنیوي وړه وه.

اوس اندېښنه دا ده چې د مخنیوي وړ دا خدمات پانګونې ته اړتیا لري او د کمزوري اقتصاد لروونکي هېوادونو کې ممکن دا ناروغي مخ په زیاتېدو وي.

د ړوندوالي د مخنیوي نړیوال سازمان غواړي چې د کار په ځای کې د سترګو پاملرنې ته د لومړیتوب ورکړلی شي.

د کار نړیوال سازمان مسوولین فکر کوي، چې په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې د کار عمر لروونکي شاوخوا ۱۳ میلیونو کسانو له کمزوري لید سره ژوند کاوه چې د کار له کبله ورته پیدا شوی و. دوی زیاتوي:

" د کار پورې اړوند د لید کمزورتیا په نړۍ کې د سترګو د لید کمزوري کولو دویم لوی لامل دی."

د دې راپور له مخې هغه خطرونه چې د کار په ځای کې سترګو ته ګواښ پېښوي هغه رڼاګانې او وړانګې دي چې د کار په ځای کې کارول کېږي.

راپور دا هم وایي، "د کارګرانو لپاره مناسب د خوندیتوب تجهیزات اړین دي."

هغه څه چې د نن ورځې کار کوونکو لپاره ګواښوونکې دی هغه د کمپیوټر سکرین دی.

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

راپور وايي: "خلک اکثر وخت د خپلو سترګو او سکرین تر منځ په دوامداره توګه ثابته فاصله ساتي. او دا دې لامل کېږي چې د سترګې ځینې عضلات نه بدلیدونکی حالت غوره کړي."

"د کمپیوټر کارولو دا دوامداره عادتونه کولی شي د سترګو او لید ستونزې رامنځته کړي."

له اضافي لګښت پرته د سترګو لید څنګه ښه ساتلی شو:

• د زیږون په ورځ د خپلو سترګو په اړه فکر وکړئ او له هغې ورځ یې پاملرنه پیل کړئ

• د سترګو د روغتیا معلومولو لپاره دا ازموینه وکړئ: په دواړو خلاصو سترګو یوې اشنا صحنې ته وګورئ. بیا یوه سترګې پټه کړئ او صحنه وګورئ او بیا بله سترګه پټه کړئ او همدې صحنې ته نظر وکړئ. که چیرې د دوی ترمنځ د پام وړ توپیر شتون ولري، تاسو اړتیا لرئ چې متخصص کس ته ورشئ او خپلې سترګې پرې معاینه کړئ.

• که تاسو د اوو کلونو څخه کم ماشومان لرئ او تاسو د سترګو پاملرنې مرکزونو ته لاسرسی نلرئ، له خپلو ماشومانو وغواړئ چې لیرې څیز ته وګوري او ورڅخه وپوښتئ چې په دواړو سترګو لیدلی شي؟ کیدای شي تاسو د ماشومانو د سترګو هغې ستونزې ته متوجه شئ چې امبلیوپی (د سترګو لټي) په نوم یادېږي او دې حالت کې تاسو متخصصینو ته مراجع وکړئ.

• په یاد ولرئ چې د سترګو د روغتیا لپاره بنسټیزه چاره مخنیوی دی.