ولې د سعودي د تابعیت نوی قانون ناندریزو شو؟

د سعودي عربستان چارواکو له لوري د تابعیت ورکولو قانون ۸مې مادې له بدلېدو وروسته، پر خواله رسنیو پر دې مسلې بحثونه ډېر شوي دي.

د سعودي شاهي فرمان کې دا جمله چې وايي: "د کورنیو چارو د وزیر په امر" پر "د کورنیو چارو د وزیر په غوښتنه د وزیرانو شورا د مشر په امر" اړول شوې ده.

د تابعیت اتمه ماده

له تعدیل مخکې د سعودي تابعیت د سیستم اتمه ماده دا وه چې: "د کورنیو چارو د وزیر په امر د سعودي تابعیت هغه چا ته ورکول کېږي چې په دې هېواد کې له بهرني پلار او سعودۍ مور زیږېدلی وي او دا شرطونه یې پوره کړي وي:‌

  • الف: د بلوغ عمر ته په رسېدو په سعودي کې د دایمي اقامې حیثیت ولري.
  • ب:‌ د نېکو اخلاقو او ښه چلن څښتن وي او مخکې یې محکمې په حق کې د کوم جنايي جرم یا اخلاقي جرم له کبله د څه باندې شپږو میاشتو د زندان حکم نه وي کړی.
  • ج: عربي ژبه یې روانه زده وي.
  • د. د سعودي تابعیت غوښتلو کې راتلونکی کال د بلوغ عمر ته رسېدلی وي".

په نوي شاهي فرمان کې داسې کوم ښکاره متن نه شته چې ګنې له یوازې له سعودۍ مور زیږېدلي کس ته به ددغه هېواد تابعیت ورکول کېږي.

په سعودي کې پر خواله رسنیو د ۸ مادې د تعدیل په اړه د ګوتنیوونکو او تاییدوونکو ترمنځ‌ تاوده بحثونه پیل شوي.

ملاتړي یې وايي چې دا له وګړو سره د اسانۍ یوه نښه ده.

خو مخالفان یې بیا دا د سعودي استوګنیزې ټولنې په جوړښت کې د خطر په معنا بللې ده او وايي د هېواد کلتور او د ټولنې یووالي ته هم ګواښ کېدلی شي.

پر ټویټر ځینو لیکلي، پېچلتیا په دې کې ده چې د لومړي وزیر محمد بن سلمان په امر دا ماده تعدیل شوې او له کورنیو چارو وزیر یې صلاحیت اخیستی دی.

خو ځینو ښځو بیا ویلي چې سعودۍ ښځې خپلو بچیانو ته د تابعیت ورکولو حق لري، لکه څنګه چې سعودي سړي خپل تابعیت نا سعودي بچیانو ته لېږدولی شي.

د ۲۰۲۳ کال لرلید

وړاندې پاچا سلمان بن عبدالعزیز د یوه شاهي فرمان له مخې ځانګړو وړتیا او تجربو او کمیابه تخصص لرونکو بهرنیانو ته د سعودي د تابعیت ورکول اعلان کړي وو.

په دې کې طبي، کلتوري، سپورتي او د ټیکنالوجۍ وړتیا لرونکي کسان شامل دي چې سعودي غواړي د هېواد د پراختیا او پرمختیا د سیستم څرخ پرې وچلوي.

سعودي په ۲۰۲۳ کال پخپل هېواد کې د یوې داسې ټولنې رامنځ ته کول غواړي چې بهرنیان ورجذب کړي، په دې هېواد کې پانګونه وکړي او په بېلابېلو برخو کې له بشري ځواک ګټه واخلي.