سعودي عرب 'ګرین کارډ' ته ورته ځانګړې اقامه ورکوي

    • Author, سحر بلوچ
    • دنده, بي بي سي

سعودي عرب کې شورا کونسل د بهرنیو پانګوالو جذبولو لپاره 'ګرین کارډ ' ته ورته جواز ورکول تایید کړي دي. د شورا ۷۶ غړو دا وروستیو کې د اوسېدو جواز یا اقامې ورکولو دغه ډول تایید کړی دی او ۵۵ غړو یې ورسره مخالفت کړی.

د دغه جواز له لارې سعودي چارواکي غواړي، پانګه وال په دغه هېواد کې کاروبار ته وهڅوي. د اقامې دغه نوي ډول ته په ځايي رسنیو کې د 'پرېویلجډ ' یا ممتاز اصطلاح کارول کېږي.

د دغې اقامې لرونکي به نه یوازې د خپل کاروبار لپاره مزدوران او مسلکي کارګر ګومارلی شي، بلکې سعودي عربستان کې به د جایداد او ګاډي پېر او پلور اجازه هم ولري.

دې سره به د اقامې لرونکي هر وخت کولای شي له هېواده بهر لاړ شي او د دې لپاره به دوی د کفیل یا سپانسر درلودلو اړتیا نه لري.

د دې تر څنګ به د دغه جواز لرونکي په شخصي سکتور کې دنده موندلای شي او په هوايي ډګرونو کې به د ځانګړو کتارونو استعمال اجازه لري.

دغه کسان به وکولای شي د کورنۍ غړي هم د لیدنې کتنې یا ویزټ ویزا له مخې هلته وغواړي. سعودي عرب کې له تېرو څو کلونو راهیسې ګرین کارت ته پر یوه ورته پلان کار کېده، خو له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دې برخه کې پرمختګ وشو.

ماهرین وايي، دې سره ښايي مزدوران مخامخ کومه ګټه و نه کړي، خو د کاروباري فعالیتونو له ډېرېدو سره به دغه هېواد کې مېشت بهرني مزدوران هم له ګټې برخمن شي.

د پاکستان اسلام اباد کې د سوداګرۍ او صنایعو ځايي خونې مرستیال دلدار عباسي وايي، کېدای شي سعودي عرب راتلونکي کې بهرنیانو ته تابعیت هم ورکړي:

''اوس خو په دې اړه ډېر معلومات نه شته، خو څرګنده ده هدف سعودی عربستان ته د پانګې جلبول دي او طبیعي ده چې له کاروباري ودې سره به کارګرو ته هم اړتیا ډېره شي. ''

البته ویل کېږي سعودي مېشتي بهرني کارګر به اوس هم د پخوا په څېر اقامه تر لاسه کوي چې له مخې یې د دوو یا دریو کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ورکول کېږي او بیا له سره تمدید کېږي.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې سعودي عربستان کې د سعد سوداګریز شرکت او بن لادن ګروپ په څېر لویو شرکتونو یو په بل پسې ځانونه ډیوالي اعلان کړل چې له کبله ګڼ شمېر بهرني مسلکي کارګر له دغه هېواده ووتل.