تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوبه او وچکالي؛ سعودي به اخر د څښلو اوبه له کومه کوي؟
- Author, رجنیش کومار
- دنده, بي بي سي هندي
سعودي کې د تېلو خبره کېږي، خو اوس دغه هېواد کې د اوبو خبره تر ټولو مخکې ده.
د تېلو له وجې سعودي یو بډای هېواد دی، خو اوس د اوبو تنده پکې زیاتېږي.
د ۲۰۱۱ کال سپټمبر کې د سعودي د کان اېستلو یوې کمپنۍ مرستیال مشر محمد هاني وویل، سعودي کې سره زرشته، خو اوبه نشته، ځکه له سرو اوبه ګرانې دي.
سعودي له تېلو ډېرې پیسې ترلاسوي، خو د همدې پیسو ډېره برخه د سمندر په اوبو لګوي چې څښلو ته یې برابره کړي.
سعودي کې نه سیند شته، نه جیهل، څا شته، خو د تېلو، نه د اوبو او که شته، وچېږي.
۲۰۱۱ کال کې د سعودي د هغه مهال د اوبو او برېښنا وزیر وویل، هېواد کې یې د اوبو لپاره لګښت اووه سلنه ډېرېږي او راتلونکې یوه لسیزه کې به ۱۳۳ میلیارد ډالر ورته پکار وي.
د اوبو لګښت؟
سعودي پر ۲۰۱۵ کال د اوبو مالیه لوړه کړه، چې خلک یې کمې وکاروي.
د ځینې څېړنو له مخې سعودي کې د ځمکې لاندې اوبه راتلونکو ۱۱ کلونو کې یو مخ ختمېږي.
د سعودي الوطن ورځپاڼه وايي، خلیجي هېوادونو کې هر کس د اوبو لګښت د نړۍ تر نورو خلکو ډېر دی.
هر سعودی د ورځې ۲۶۵ لېتره اوبه لګوښ، چې د اورپايي هېوادونو د یو کس پرتله دوه برابره دی.
سعودي کې نه یو سیند او جهیل شته، له زرګونو کلونو راهیسې یې خلک د څا اوبو پورې تړلي. خو زیاتېدونکې ابادي له امله یې د ځمکې لاندې اوبه کارول ډېرېږي.
خلک څاوې نورې ژوروي، خو داسې ورځ راځي چې بیا بیا ژورولو سره به اوبه نه وي.
باران
سعودي کې باران هم خورا کم دی.
تلمیذ احمد څلور کلونه سعودي کې د هند سفیر و. هغه وايي، دغه هېواد کې هر کال ډیسمبر او جنورۍ کې تالنده باران وي، خو هغه هم یوه یا دوه ورځې.
همدا وجه ده چې دا تېز باران هم د ځمکې لاندې اوبو ته ګټه نه رسوي.
تلمیذ احمد وايي، دا باران هم د ګټې په ځای تاوان لري، خو کله چې اردون یا سوریه کې باران وي، د سعودي خلک خوشال وي، ځکه د هغو هېوادونو اوبه هم د سعودي پر ځمکنیو اوبو اغېز کوي.
پر اوبو لګښت
سعودي کې خوږې اوبه نشته، اول سعودي د ځمکې آوبه کارولې، خو اوس وروسته دا هم پوره نه وې.
پر سعودي سربېره ټول منځني ختیځ کې دا اوبه ډېرې ګرانې دي، همدا وجه ده چې سعودي کې د وریځو پر کرونده بندیز دی.
د پټو سندونو بربنډوونکې امریکايي ویبپاڼې ویکي لیکس ۲۰۱۰ کال کې لیکلي و چې د هغه وخت سعودي پاچا شاه عبدالله د سعودي د خوړو کمپنیو ته ویلي، و چې بهیر کې ځمکې واخلي او له هغه ځای اوبه ترلاسه کړي.
ویل کېږي سعودي کې اوبو او خوړو ته د سیاسي بې ټیکاوۍ په سترګه کتل کېږي.
نړیوال بانک وايي، سعودي د خپل کورني ناخالص تولید دوه سلنه د اوبو پر سبسیډي لګوي.
دا رپوټ وايي، تر ۲۰۵۰ کال به د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونه خپل دې تولید له ۶ تر ۱۴ سلنې اوبو ته بېل کړي.
دا سیمه د نړۍ شپږ سلنه وګړي لري، خو تر ټولو وچه سیمه ده، چې الجزایر، بحرین، کویټ، اردون، لیبیا، عمان، فلسطین، قطر، سعودي، تیونس، متحده عربي امارات او یمن پکې دي.
دې هېوادونو کې د اوبو اوسط ۱۲۰۰ کیوسک مېتر دی، خو نوره نړۍ کې دا اوسط ۷۰۰۰ کیوسک مېتره دی. یا په بله ژبه تر نورې نړۍ شپږ ځله کمې اوبه لري.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا ډېری هېوادونه د اوبو د کمښت پوره کولو کې پاتې راغلي او نړیوال بانک وايي، تر ۲۰۵۰ کال به دې هېوادونو کې هر کس ته سړي سر اوبه نیمايي ته ټیټې شي.
نړیوال بانک وايي، بحرین د خپلو تازو اوبو له اوسنیو زېرمو ۲۲۰ سلنه ډېر لګښت لري. سعودي عرب ۹۴۳ او کویټ ۲۴۶۵ سلنه دا لګښت ډېر لري.
د یوې څېړنې له مخې راتلونکو ۵۰ کلونو کې متحده عربي اماراتو کې د خوږو اوبو زېرمې ختمېږي.
له اوبو ختمېدلو وروسته څه کېږي؟
له سمندري اوبو مالګه لرې کول یې یوازنۍ لار ده، چې ډیسسلینیشن ورته وايي.
د نړۍ ۱۵۰ هېوادونه سمندري اوبو پاکوي بیا یې څښي.
د نړیوالې ډیسیلینیشن ټولنې په خبره، د نړۍ درې سوه میلیونه خلک له دې اوبو کار اخلي، خو دا اسان کار نه دی.
دې کار سره کاربن خارجېږي، انرژي پر مصرفېږي او سمندري ژوو ته هم زیان رسوي.
نړیوالې ډیسیلینیشن ټولنې مشر شنین مېک وايي، خلیجي هېوادونو کې به هر کور ته د دې اوبو رسول پکار وي.
په دې پروسه ډېر لګښت راځي او په دوی کې داسې بې وزله هېوادونه هم شته چې توان به یې ونه لري.