تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي شهزاده وايي هېواد به منځلاري اسلام ته ستون کړي
د سعودي عربستان شهزاه محمد بن سلمان ویلي، هېواد به بېرته "منځلاري اسلام" ته ستون کړي.
شهزاده محمد د دغه هېواد د عصري کولو په بهیر کې دا کار ډېر مهم بللی.
هغه خبریالانو ته ویلي چې د نفوس ۷۰ سلنه یې تر دېرشو کلونو کم عمره خلک دي او دوی غواړي داسې ژوند ولري چې "پکې د مذهب معنا زغم وي."
د سعودي شهزاده ژمنه کړې چې "ډېر ژبه د افراطیت پاتې شوني له منځه"یوسي.
هغه ویلي:" موږ نه غواړو د خپل عمر ٣٠ کاله نور د افراطيت ويجاړونوکو نظرياتو ته انتظار وباسو، موږ غواړو اوس او سمدلاسه يې له منځه يوسو".
ده دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د پر یوه نوي ښار او سوداګریزې سیمې یې د ۵۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې اعلان یې وکړ.
شهزاده محمد وویل: "موږ هغه څه ته بېرته په څټکه ستنيږو چې پخوا وو، د يوه معتدل اسلام لرونکي هېواد ته، چې په کې د هر مذهب لرونکي او نړۍ ته په کې ځاى وي."
د سعودي عربستان شاهي کورنۍ سني وهابي مسلمانان دي چې د سعودي عربستان پاچا د اسلامي نړۍ د دوو مهمو او سپېڅلو ځایونو ساتندوی بلل کېږي.
شهزاده محمد په خپلو خبرو کې وویل:"د سعودي د نفوس ٧٠ سلنه له ٣٠ کلونو د لږ عمر لرونکي دي. که رښتيا ووايم نه غواړو د خپل عمر نور ٣٠ کاله وخت ضايع کړو".
یوه میاشت وړاندې پاچا سلمان ښځو ته د موټروانۍ لایسنس ورکولو امر ورکړ.
سعودي عربستان له دې مخکې د نړۍ یوازينی هېواد و، چې ښځو ته پکې د موټر چلولو رسمي اجازه نه ورکول کېده.
تېر کال شهزاده محمد د ۲۰۳۰ کال لپاره د لویو ټولنیزو او اقتصادي پروژو د په پام کې لرلو خبر هم ورکړ.
سعودي عربستان چارواکي د دې تکل هم لري چې د ساعتتیرۍ په برخه کې هم پانګونه وکړي.