ډېرېدونکي شرعي پورونه، نژدې څلوېښت سلنه ښځینه کاروباریانو هم دا پورونه اخیستي

women

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، وړو کاروبارونو ته د شریعت په چوکاټ کې د پور اخیستلو لړۍ پر غوړېدو ده او په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې نژدې نوي زره کسانو دا پورونه اخیستي چې شاوخوا ۳۵ زره یې ښځینه کاروباریانې دي.

د طالبانو حکومت د دغو پورونو بڼه د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې له پخوانۍ هغې شرعي بڼې یا مرابحې ته بدله کړه او د کوچنیو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې یا مسفا د معلوماتو له مخې د دغو پورونو ارزښت له اتو مېلیاردو افغانیو اوړي.

سمینه یوسفزۍ په ننګرهار ولایت کې د افغاني جامو او څپلیو جوړولو په ګډون د لاسي صنایعو کاروبار لري.

هغه وايي، په دغه کارځای کې پنځلس نورې مېرمنې هم ورسره په کار بوختې دي چې له دغه پور سره یې کاروبار په پښو درېدلی او ګټې ته برابر شوی.

''په اول سر کې موږ یو لک افغانۍ پور اخیستی، چې موږ خام مواد واخلو، نو د خامو موادو له اخیستو زموږ ستونزې یوڅه حل شوې او کاروبار مو یو څه مخته ولاړ''.

سمینه یوسفزۍ له هغو څه باندې ۳۴ زرو ډېرو ښځو یوه ده چې دغه پورونه يې اخیستي چې کوچني کاروبارونه پرې پیل کړي یا یې پرې په پښو ودروي. دا د دې ډول ټولو پورونو شاوخوا څلوېښت سلنه کېږي.

په افغانستان کې د بېکارۍ له لوړې کچې ته په کتو کوچني او د منځنۍ کچې پورونو له ګڼو خلکو سره د نويو کاروبارونو پیلولو کې مهم رول لوبوي. په تېره بیا هغو مېرمنو ته چې له کوره بهر د کار کولو زمنیه ورته برابره نه ده.

ډېری مېرمنو چې دغه پورونه اخیستي د لاسي صنایعو او کرنې او مالدارۍ په برخو کې يې کاروبارونه جوړ کړي.

د پروان ولایت د چاریکار اوسېدونکې نازیې بیا د یوې غوا پېرودلو لپاره پور اخیستی چې وايي اوس يې ژوند ورسره ښه شوی.

''مؤسسې یوه غوا راته له یوه ګاونډي واخیسته. ښه ده اوس يې شیدې او مستې پلورو او چاره او پرده مو کېږي. عاید مو هېڅ نشته. ځمکه نه لرو. د خلکو ځمکې کرو او دا غوا ساتو. کورنۍ او اولاد مو لس کسان دي. اوس يې چې پیسې لږې لږې ورکوو ډېر پرې نه پوهېږو''.

د دغو پورونو اخیستونکي وايي، د اخیستو ډول یې آسانه دی او د ټاکلو شرایطو له پوره کولو او تضمین برابرولو وروسته په آسانۍ تر لاسه کېدی شي.

خو سمینه یوسفزۍ ټينګار کوي چې باید د کاروبار بریالی نظر شته وي او بیا دا پورونه واخیستل شي که نه نو دا د ګټې په ځای تاوان اړولی شي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت تر چتر لاندې د کوچنیو پورونو د ورکړې ادارې یا مسفا شمېرې ښيي چې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې نژدې نوي زرو کسانو د خپلو کوچنیو کاروبارونو لپاره دغه پورونه اخیستي چې څلوېښت سلنه یې ښځې دي.

د دغې ادارې د څارنې او ارزونې د برخې مسؤول منیر احمد مهمند بي بي سي ته وویل، د دغو پورونو د اخیستو بهیر هم آسانه او ساده دی.

بیع مرابحه څه ده؟

women

د عکس سرچینه، Getty Images

د مرابحې یا پور لږ تر لږه کچه له لسو زرو افغانیو تر سل زرو افغانیو پورې رسېږي، چې اخیستونکي یې د خپلو اړتیاوو له مخې اخلي. خو په ځینو مواردو کې د پور کچه تر ۳ میلیون افغانیو هم رسېدلې.

بیع مرابحه یا له پېرل شوې بیې په لوړه بیه پلور د اسلامي بانکوالۍ د پور ورکولو هغې بڼې ته وايي، چې مالي شرکت یا بانک په پېردونکي په لوړه او مالومه بیه خپل توکي وپلوري، او پېرودونکي بیا د همدې سیسټم پر بنسټ پیسې په قسطونو بانک یا مالي شرکت ته ورکوي.

په اسلامي بانکدارۍ کې مشتري ته نقدې پیسې نه ورکول کېږي بلکه اجناس پرې د یوې ګټې په مقابل کې پلورل کېږي په داسې حال کې چې په دودیزه بانکوالۍ کې سود اخیستل کېږي

د کوچنیو پورونو د پانګونې ملاتړ اداره

د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو سره د کوچنیو پورونو د ورکړې لړۍ درېدلې وه خو د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د کوچنیو پورونو د ورکړې یا مرابحې سیستم ته د طالبانو حکومت سترې محکمې د شریعي مالي تمویل، مضاربت او مرابحې په چوکاټ کې د فعالیت اجازه ورکړه.

له هغې راهیسې د پور غوښتونکو شمېر هم په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو شو.

په تېرو وختونو کې تر ډېره په لویو ښارونو کې چې امنیتي ستونزې پکې لږ وې، د کوچنیو پورونو د ورکولو بهیر روان و.

اوس په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د مرستي او د وړو پورونو د ملاتړ اداره وايي؛ د اسلامي بانکوالۍ د سيستم له لارې به د کوچنيو پورونو د وېش شبکه د هېواد نورو برخو ته هم وغځوي.

دغه بنسټ هیله څرګندوي چې د اسلامي بانکوالۍ سیستم ته د کوچنیو پورونو د بهیر دوام به د کار زمینه برابره کړي او تر یوه بریده به د بېکارۍ کچه هم کمه کړي.

د کوچنیو پورونو د پانګونې ملاتړ ادارې د څارنې او ارزونې د برخې مسؤل منیر احمد مهمند بي بي سي ته د دغو پورونو د پخوانۍ بڼې او یا هم د مروجې بانکوالۍ او مرابحې تر منځ د توپیر په اړه وویل دا پورونه یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د اقتصادي فعالیتونو د پیلولو او یا پراخولو لپاره یې کاروي او تر اوسه چې چا دا پورونه اخیستي ټولو بېرته سپارلي دي.

په افغانستان کې د مېسفا په نامه د کوچنیو پورونو د پانګونې ملاتړ اداره څه باندې دوې لسیزې وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې د مرستو د همغږي کولو په موخه جوړه شوه.

د مېسفا تر څار لاندې درې سترې مؤسسې د وړو پورونو د برابرولو په برخه کې فعالیت کوي چې د کوچنیو پورونو د ورکړې بانک یا فرسټ مایکرو فایننس بانک، آکسس او متحد په نومونو مؤسسې پکې دي.