کابل کې د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون؛ موخه یې د ښځو د پانګونې غوړېدل بلل شوي

لاسي صنايع

د عکس سرچینه، UNDP Afghanistan

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شوی چې د افغان مېرمنو ۲۹ ډوله لاسي توکي په کې نندارې ته اېښودل شوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) چې دغه نندارتون يې جوړ کړی، وايي، موخه يې د ښځو له خوا د پیل شويو کاروبارونو بریاليتوب او د افغان مېرمنو له پیاوړتیا او ودې سره مرسته کول دي.

دغه نندارتون ته د ملګرو ملتونو کارکوونکي، د جاپان او ډنمارک ملاتړ کوونکي هم ورغلي وو.

د دغه نندارتون یوې ګډون کوونکې وویل، "زموږ د سوداګرۍ وده په دغو نندارتونونو پورې تړلې ده، هغه هم په داسې حال کې چې د وروستیو محدودیتونو له امله بازار ته لاسرسی کم شوی دی.

دا زياتوي، د دې ډول نندارتونونو له لارې "کورنیو او نړیوالو لیدونکو ته زموږ د محصولاتو ښودل، نويو پېرودونکو ته دروازې پرانيزي."

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مرستیالې آغلې سوریو بوزوروکووا هم وویل چې د ښځینه کاروباريانو د دندو په ملاتړ او هڅولو سره، "موږ کولی شو له یوې پراخې او عادلانه ټولنې سره مرسته وکړو."

لاسي صنايع

د عکس سرچینه، UNDP Afghanistan

طالبانو په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې له امله یې ښځې په په ځانګړې توګه هغوی چې د خپلو کورونو مسووليت په غاړه لري له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

د يو شمېر ښځینه فعالانو په وينا د افغان مېرمنو پر ټولنیز ژوند د طالبانو محدودیتونو د افغانستان پر مات- ګوډ اقتصاد او د دوی پر کاروبار ناوړه اغېز کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک میلیاردونه ډالره شتمنۍ کنګل شوې او د هېواد پر بانکي سیسټم بندیزونه لګېدلی چې په پايله کې یې د افغانستان اقتصاد زیانمن شوی دی.

د نندراتون ګډونوال وايي، د دې ډول پروګرامونو د جوړلو يوه موخه د افغان ښځينه توليدوونکو اقتصادي وده، پياوړتيا او د دوی توکو او توليداتو ته بازار موندنه او د افغانستان لاسي صنايع افغانانو او بهرنيانو ته ور پېژندل دي .

ښځينه ګډونوالې وايي، په دغه ډول نندارتونونو کې د ونډې اخيستلو له لارې دوی کولی شي خپلو لاسي صنايعو ته بازار ومومي.