افغانستان کې د طالبانو بندیزونو د ښځو پر ژوند څه اغېز کړی؟

Women in Kabul market, wearing blue burqas

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له کبله ښځو ته ژوند سخت شوی. لکه د سفر پر مهال د محرم درلودل، په عامه ځایونو کې د مخ پټول او داسې نور. د د دغو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کول د دوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

د کابل په لوېدیځ کې چې دا اوونۍ ثریا په سودا اخېستو پسې بازار ته ولاړه، یو بل څه هم بدل شوي وو. د طالبانو د حکومت استازي د جامو هټیو ته ورغلي وو چې وګوري هلته پلورل کېدونکې جامې له شریعت سره برابرې دي او که نه.

ثریا وايي: "ووېرېدم"

د مئ پر اوومه طالبانو پخپل یوه وروستي فرمان کې اعلان وکړ چې له دې وروسته په عامه ځایونو کې د ګرځېدلو پر مهال باید ښځې له سره تر پښو پټې وي. طالب چارواکو ویلي دا یوازې لارښوونه ده خو په ډاګه کړې یې ده چې د سرغړونې په حالت کې څه ډول ګامونه اخېستلی شي.

ثریا یو کوچنی کاروبار لري. دا وايي، هېڅکله یې فکر نه و کړی چې د نقاب یا چادرۍ پرسرولو ته به مجبورېږي، داسې لکه د طالبانو په پخواني نظام کې چې جبري وه.

ثریا زیاتوي: "دا زړه ماتوونکې ده چې لارو کوڅو کې دې یو څوک ودروي او درته ووايي چې مخ دې پټ کړه. ان خیاط سره مې چې غږېدلم، راته ویې ویل چې مخ دې پټ کړه. زه د جامو جوړولو لپاره ورغلې وم".

Poster by the university gate in Ophiyan in Charikar, Parwan province in January 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پروان کې د یوه خصوصي پوهنتون دروازې سره لګول شوی پوستر کې نجونو ته د حجاب سپارښتنه شوې

تېر کال اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې په تېرو څو میاشتو کې طالبانو پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی، تر شپږم ټولګي د پورته ښوونځي نجونې له درسه منع شوې دي او همدا راز له محرم پرته اوږد سفر نشي کولی.

ځینې ښځې وايي، د مخ پټولو په اړه د طالبانو وروستی اعلان د دوی پر بشري حقونو یو بل برید دی.

ثنا د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې خپله دنده بایللې او اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ ده. دا وايي: "داسې ده لکه افغانستان کې چې ښځینتوب یو جرم وي. زما لپاره بې مانا ده چې دوی په جامو څه ډول بندیز لګوي، ځکه چې زه خو هسې هم له کوره نه وځم. حالت ناهیلی کوونکی دی".

محرم یا نارینه واکمن دی

Afghan woman wears a blue burqa

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان ښځو له وړاندې هم په جلا جلا بڼو حجاب کاوه خو دا وروستی محدودیت په دې مانا دی چې ټولې ښځې یا باید چادري [برقه] او یا هم داسې نقاب په تن کړي چې یوازې سترګې یې ښکاره شي. محرم یا د کور یو مشر نارینه یې باید جامې وڅاري کنه نو لومړی سزا به هم هغه پخپله ګالي. دوی امر بالمعروف وزارت ته ورغوښتل کېدای شي او ان ښايي تر دریو ورځو بندي او یا محکمه شي.

نځينې ښځې د نویو محدودیتونو په اړه غږ اوچتوي، خو چې خوندي پاتې شي. کابل کې یوه ډله ښځو د جامو په تړاو د محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ او دودیزې افغان جامې یې په تن کړې وې.

یوه لاریونواله مریم وايي، "په تېرو اتو میاشتو کې طالبانو زموږ د جامو له څارلو پرته نور هېڅ نه دي کړي. اقتصادي او سیاسي ستونزې دي خو طالبان یې د حلولو په کیسه کې لا نه دي".

ځینو لاریونوالو بي بي سي ته وویل چې د طالب چارواکو لخوا له لاریونه منع شوي.

حاجره وايي، "تر دوو ساعتونو یې ایساره کړې وم. موبایل یې رانه اخېستی و او موږ یې وګواښلو چې ګواکې پولیسو ته به مو وسپاري".

د بي بي سي افغان څانګې په دې تړاو د طالبانو غبرګون غوښتی و خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.

لارو کوڅو کې د خپل هوډ ننداره

Women in Afghanistan hold signs to object being ordered to cover their faces in public by the Taliban

د عکس سرچینه، Rukhshana Media

انوشا په کابل کې د ښځو حقونو یوه فعاله ده چې وايي، د مبارزې پرېکړه یې کړې ده.

"د فرمان د خپرېدو په سبا زه له خپل ۱۲ کلن زوی سره د ښار په ګڼو خواوو راوګرځېدم، عادي جامې مې په تن وې او مخ مې ښکارېده. غوښتل مې یو طالب سره مخامخ شم چې د دوی په تګلارو یې وننګوم".

شکېبا، چې ځان د کوم ځانګړې مذهب منونکې نه راپېژني، وايي، "د خپلو جامو نه بدلولو په اړه به مبارزه کوم او هر ډول فشار منم".

دا پوهنتون ته پر لاره یوه طالب چارواکي درولې وه او د جامو په اړه یې پوښتلې وه. شکېبا وايي، "هڅه مې وکړه دلیل ورسره ووایم خو اړه شوم چې ځان پټ کړم".

شکېبا وايي د جامو په تړاو افغان ټولنه کې تل له فشار سره مخ وه. ان د کورنۍ نارینه غړو به هم نېوکې پرې کولې. دا زیاتوي، "اوس توپیر دا دی چې هم له کورنۍ او هم له طالبانو سره مبارزه کوم. وېرېږم، خو له مبارزې پرته بله لار نه لرم".

د سفر محدودیتونه

Women in Afghanistan wear blue burqa on busy street

د عکس سرچینه، Getty Images

دا یوازینی محدودیت نه دی چې شکېبا او نورې افغان ښځې ورسره مخامخ دي. شکېبا په دې وروستیو کې ایران ته د زدکړو لپاره تلله خو له الوتکې راوګرځول شوه، ځکه چې نارینه محرم نه و ورسره.

دا وايي، "هڅه مې وکړه ورته ووایم چې له ځانه سره کوم نارینه محرم نه شم بېولی، خو هغوی زما خبره هېڅ نه اورېدله".

فرشته یوه بله افغانه ده چې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده. یو کلنه وه چې پلار یې مړ شوی او کورنۍ کې بل کوم نارینه سرپرست نه لري. وايي، "هیله مې لرله چې د ماسټرۍ زدکړو لپاره بهر ولاړه شم خو اوس مې ښايي دا هیله پوره نه شي".

دا اوونۍ له پوهنتونه فرشتې ته پیغام ورغلی و چې باید د حجاب په تړاو د طالبانو نویو لارښوونو ته پام وکړي. په اړه یې وايي، "زه به هڅه وکړم نور هم ځان پټ کړم، ځکه اندېښمنه یم چې طالبان به مې کور ته راشي او کور کې کوم نارینه سرپرست هم نه لرم. خو ښايي بشپړ حجاب ونه کړم".

د ټولګي د نورو نجونو لپاره یې خبره بل ډول ده. شکېبا وايي، "ټولګیوالو مې راته ویلي چې پلرونو یې خبرداری ورکړی چې پوهنتون ته د تلو پر وخت باید بشپړ حجاب وکړي".

Kandahar University courtyard

د عکس سرچینه، Getty Images

د هرات پوهنتون محصله نجما وايي، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار واچوي چې د افغان ښځو حقونه خوندي کړي.

د دې په وینا، "دا راته زړه ماتوونکې ده. ځان ډېر کمزوری احساسوم، ځکه چې فکر کوم پر دغو احمقانه لارښوونو عمل کولو نه پرته بله لار نه لرم. هېڅ ویلای نه شم چې حالت څومره بد دی. دوی پر ښځو او نجونو دومره فشار اچوي لکه یو څوک چې قفس کې بندوي".