امریکا ښايي د ډزو په وسیله اعدامونه بیا پیل کړي

امریکا

د عکس سرچینه، South Carolina Department of Corrections

د عکس تشریح، د سویلي کارولینا ایالت د زندانونو ادارې په ډزو د اعدام سزا پلي کېدو لپاره تاسیسات نوي کړي دي

تېرو ۱۵ کلونو کې په لومړي ځل امریکا کې په ډزو د یوه زنداني د وژلو امر شوی دی. د براډ سیګمون د اعدام حکم چارشنبه د سویلي کارولینا ایالت د سترې محکمې لخوا تصویب شو.

خو له دې سره هغو شاهدانو ته د پېښو احتمالي خطرونو په اړه هم اندېښنې ښودل شوې چې د قانون له مخې، باید د اعدام د تطبیق پر مهال حاضر وي.

د سیګمون وکیلان وايي هغه د ډزو په وسیله مرګ انتخاب کړی، خو نوموړی د اعدام د څرنګوالي له یوه ناممکن انتخاب سره مخامخ دی، ځکه یا باید د ډزو ډلګۍ له لارې همدا له تاوتریخوالي ډک مرګ غوره کړي او یا باید د وژونکې ستنې له لارې احتمالا تر دې د لا ډېر دردناک مرګ خطر ته غاړه کېږدي، چې نوموړی یې په اړه کافي مالومات نه لري.

سیګمون ۲۰۰۲ کال کې له دې کبله پر اعدام محکوم شوی و چې یو کال ورمخکې یې د خپلې پخوانۍ ملګرې مور او پلار، ګلاډېس او ډېویډ لارک، سویلي کارولینا کې په خپل کور کې د بېسبال د بټ په ګوزارونو وژلي وو.

د ډزو ډلکۍ لخوا د اعدام پر وخت څه پېښېږي؟

سویلي کارولینا له ۱۹۸۵ کال راهیسې له ۴۰ ډېر بندیان د برېښنا او وژونکو ستنو په وسیله اعدام کړي دي.

دغه ایالت په ۲۰۲۱ کال کې یو قانون تصویب کړ چې اعدام لپاره د ډزو ډلګۍ د کارېدو اجازه هم ورکوي. د اعدام سزا د مالوماتو مرکز په وینا چې متحدو ایالتونو کې د بشري حقونو یو فعال سازمان دی، سویلي کارولینا کې د دغه قانون ملاتړ تر یوه ځایه د دې لپاره شوی و چې دغه ایالت د وژونکې پیچکارۍ درملو ته لاسرسی نه درلود.

د سویلي کارولینا د زندانونو ادارې د دغه قانون له تصویبېدو لږ وروسته د دې لپاره د اعدام خونې نوې کړې چې د ډزو ډلګۍ پکې دا سزا پلې کړای شي.

په دې توګه د ډزو ډلګۍ لخوا هم اعدام لپاره هماغه خونې کارول کېږي چې پر اعدام محکومو بندیانو ته د وژونکو ستنو لګولو لپاره کارېږي. هغه ځایونه چې د اعدام سزا پکې تطبیقېږي، په عام ډول د مرګ خونې بولي.

امریکا

د عکس سرچینه، South Carolina Department of Corrections

د عکس تشریح، براډ سیګمون ته د خپلې پخوانې ملګرې د مور او پلار د وژلو له کبله د اعدام سزا اورول شوې

د سویلي کارولینا د زندانونو ادارې د اعدام حکم د پلیتابه د څرنګوالي په اړه ویلي: "بندي به د زندان لخوا ورکړل شوې جامې اغوندي او د اعدام خونې ته به وړل کېږي. بندي ته به د وروستیو خبرو فرصت ورکړل شي. "

سیګمون به د مرګ خونه کې په یوه څوکۍ پورې وتړل شي، یو سر پوښ به ور پر سر او په زړه به یې ډزو لپاره نښه وشي.

د اعدام د تطبیق طرزالعمل کې راغلي: "د ډزو ډلګۍ به د زندان د مسوول لخوا د اعدام حکم له لوستل کېدو وروسته ډزې وکړي. له ډزو وروسته به یو ډاکتر بندي معاینه کړي. د بندي د مرګ له اعلانېدو وروسته به پرده راکښل شي او شاهدان به بهر ووځي. د ډزو ډلګۍ غړي د زندانونو ادارې رضاکار کارمندان دي."

عیني شاهدان - د 'مرګ خونه' کې به څوک وي؟

معمولا خبریالان، وکیلان او د قرباني د کورنۍ غړي د 'مرګ خونې' تر څنګ په یوه ځای کې ناست وي او د ښیښه‌يي دیوال له شا د اعدام ننداره کوي. شاهدان باید تر هغې سیګمون وکتلی شي چې مړینه یې اعلانېږي.

د ډزو او وسلو یو لارښود، ډرېو سوېفټ چې د سویلي کارولینا په مک‌لین کې د وسلو د روزنې اکاډمۍ لري، له اېن‌پي‌ار رسنۍ سره په مرکه کې د اعدام دغه میتود په اړه اندېښنه ښودلې.

سویفټ وايي: "دا به زیان اړونکې وي. او که چېرې درې ډزې ټولې پر یو ځای ولګېږي چې په نښه به وي، نو واقعا یو لوی سوری به وکړي. ډېرې وینې به وي. "

که اعدام دننه په نسبتآ کوچني او سر پټي ځای کې ترسره کېږي نو دا خطر شته چې مرمۍ پر یوه ځای له لګېدو وروسته بېرته پر شاهدانو یا څوکیو راوګرځي. همدا راز د مرمیو د پرچو او زیان رسوونکو ګازو خطر هم شته او تر څنګ یې دا هم ممکنه ده چې د ډزو غږونه د اعدام خونه کې د ځینو حاضرو شاهدانو د اورېدو ځواک او حس اغېزمن کړي.

اېن‌پي‌ار وايي، د زندانونو ادارې د دغو اندېښنو په تړاو د پوښتنو ځواب نه دی ورکړی.

امریکا کې په ډزو د اعدام مخینه

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې د کورنۍ جګړې پر مهال هم د ډزو ډلګیو لخوا اعدام ترسره کېده

له ۱۹۷۷ کال راهیسې په امریکا کې د ډزو ډلګیو له خوا یوازې درې اعدامونه ترسره شوي. دغه درېواړه اعدامونه په یوتا ایالت کې پلي شوي او وروستی یې په ۲۰۱۰ کال کې و.

خو په ډزو اعدام امریکا کې تر دې ډېر اوږد تاریخ لري.

کرېسټوفر کیو کټلر په کلیولنډ ایالت کې د قانون بیاکتنې په تړاو یوه مقاله کې ویلي، د کورنۍ جګړې پر مهال لږترلږه ۱۸۵ سړي د ډزو دلګیو له خوا اعدام شوي وو.

د سویلي کارولینا پوهنتون کې د تاریخ استاد مارک سمېت وايي، د کورنۍ جګړې پرمهال له دواړو غاړو د ډزو ټولي کارول شوي، چې په عام محضر کې پلي کولو سره یې وېره رامنځته او په دې توګه سرتېري منظم وساتي.

د ښاغلي سمېت په وینا "هغه وختونه به یو کس ښايي پر خپل تابوت ناست و، یا به یې سترګې تړل شوې شوې، د شپږو یا اوو کسانو لخوا به ډزې پرې کېدې."

نوموړی زیاتوي، "دا راټولېدنې به د وېرې خپرولو لپاره جوړېدې او دا کار یې کاوه هم. "

له ۱۶۰۸ کال راهیسې په متحدو ایالتونو کې لږترلږه ۱۴۴ ملکي بندیان په ډزو اعدام شوي او نږدې ټول یې په یوتا کې دي.

نوره نړۍ کې کیسه څنګه ده؟

د بخښنې نړیوال سازمان وايي ۱۴۴ هېوادونو په خپلو قوانینو یا په عمل کې د اعدام سزاګانې لغوه کړې ده.

خو د دغه سازمان لخوا د راټولو شویو مالوماتو له مخې ۲۰۲۳ کال د نړۍ په کچه ۱۱۵۳ اعدامونه پلې شوي‌ دي.

په دې کې د چین شمېرې نه دي شاملې چې باور کېږي هر کال زرګونه کسان اعداموي.

هغه هېوادونه چې دا سزا پلې کوي، اعدام لپاره په دار د ځړولو، وژونکو ستنو، بریښنايي شارټ، سر پرې کولو او د ډزو لارې کاروي.

اعدام

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې هېوادونه پر اعدام محکوم بندیان پر دار ځړوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي په ۲۰۲۰ کال کې لږترلږه اتو هېوادونو - چین، ایران، شمالي کوریا، عمان، قطر، سومالیا، تایوان او یمن - د ډزو له لارې اعدامونه تطبیق کړي دي.

خو امریکا کې د بخښنې نړیوال سازمان د څېړنو مرستیال مشر جسټین مازولا وايي، په ډزو اعدام د "یوې داسې سزا د پایښت هڅه ده چې ډېره پخوا باید بنده شوې وای".

دی زیاتوي "دولت لپاره د یوه تن د وژلو هېڅ انساني لاره نشته. اعدام که د ډزو، وژونکې ستنې، ځړولو، ساه بندولو او یا د بریښنايي شارټ له لارې وي - ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکې سزا ده."

ښاغلی مازولا وايي، د اعدام سزا د تاوتریخوالي د مخنیوي حل لار نه، بلکې پخپله د تاوتریخوالي نښه ده.