"خارښت او درد مې درلود" د ښځو د تناسلي غړي ناروغي چې ډېر کله یې ناسم تشخیص کېږي

د عکس سرچینه، Baumhauer family archive
- Author, ماریا زاکارو
- دنده, بيبيسي
کلیر باوم هاور وايي: "ما فکر کاوه، چې ټولې ښځې به دا خارښت لري."
د بریتانیا د انګلنډ د کېنټ سیمې دغه ۵۲ کلنه مېرمن وايي، شاوخوا پنځه کلنه وه، چې د لومړي ځل لپاره یې د خپل تناسلي غړي، والوا (vulva)، په شاوخوا کې خارښت احساس کړ. والوا د ښځینه تناسلي غړو بهرنۍ برخه ده.
"هر وخت یې خارښت کاوه، ما واقعا درد درلود. له وینو ډکې تڼاکې به پرې راختلې. اوښکې مې بهېدلې، په ډېرې سختۍ به تشناب ته تلم."
دغه مېرمن زیاتوي چې کښېناستل او ګرځېدل ورته سخته وو.
دا وايي د لسیزو په اوږدو کې ډېرو ډاکټرانو ته ولاړه. ور ته ویل به یې، چې سېسټایټېس (cystitis) لري یعنې مثانه یې مکروبي شوې ده او یا د ترش (thrush) په نامه فنګسي ناروغي لري خو هېڅ درملنې ګټه ورته و نه کړه.
هغه مهال چې یې دوه ماشومان زېږول هم قابله ګانو معاینه کړې وه او اته ځلې یې د سمییر(smear) لابراتواري معاینه هم کړې وه خو هېڅ غیر عادي شی په کې موندل شوی نه و.
سمییر معاینه د رحم سرطان تشخیص لپاره د لمنې له لارې کېږي. د بریتانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو کې پر ټولو ښځو، په ځانګړي ډول، هغه چې عمرونه یې له ۲۷ کلونو پورته وي دا معاینه لازمي ده.
په ۲۰۱۶ کال کې چې نوموړې ۴۳ کلنه وه چې د پوستکي ناروغۍ لپاره ډاکټر ته ولاړه او د بدن لږه غوښه یې د معاینې لپاره ترې واخیسته.
هلته تشخیص شوه چې کلیر بوم هاور د تناسلي غړي د لایکین سکلېروسس (lichen sclerosus) ناروغي لري.
متخصصین پر دې باور دي چې د پوستکي دې حالت په اړه په ټوله نړۍ کې کم راپور ورکول کېږي او ناسم تشخیصېږي.
دا ناروغي کولی شي د تناسلي برخې پر پوستکي سپین داغونه، خارښت، ټپونه او ان جوړښتي بدلونونه رامنځ ته کړي، چې کولی شي د تناسلي غړي سوری وړوکی یا تنګ کړي. دا بیا د وړو او غټو میتیازو کولو اوهم د جنسي اړیکې پر وخت د ناراحتۍ سبب کېږي.
دا د هر عمر ښځې اغېزمنولی شي، خو له ۵۰ کلونو پورته مېرمنو کې ډېر عام دی او کولی شي د تناسلي الې د سرطان رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي. که څه هم په ټولیز ډول ډاکټران وايي، چې د دې ګواښ کچه ټیټه ده.

کلیر وموندله، چې د هغې د تناسلي غړي شونډې کوچنۍ کېږي او کلېتورېس یې له شاوخوا پوستکي سره نښلي. دا د والوا (vulva ) پر پرمختللي سرطان اخته شوې وه.
هغه وايي: "غوسه وم ځکه ډېر فرصتونه و چې لایکین سکلېروسس یې راته تشخیص کړی وای."
'زه شرمېدم'
د لایکین سکلېروسس او سرطان له تشخیص وروسته یې خپل مېړه ته د هغه څه په اړه وویل چې خپل ټول ژوند کې یې زغملي وو.
نوموړې وايي: "ما ځان غلی نیولی و، ځکه زه د خارښت او درد له کبله شرمېدم او ما باید پلمې جوړې کړې وای ځکه کورولي ډېر درد درلود. زه نه پوهېدم چې پر ما څه شوي. ما واقعا په دې اړه خبرې نه شوی کولی."
"هغه [مېړه] پوهېده، چې زه ډاکټر ته تللې وم او د ترش ( thrush) ناروغۍ درمل را کړل شوي وو. هغه انګېرله چې زه اوږد مهاله ترش ناروغي لرم."
کلیر چې اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېرمنو لپاره یوه ملاتړې آنلایني ډله پر مخ وړي، وايي، چې د لایکین سکلېروسس ناروغۍ لرونکې مېرمنې د خپلې ناروغۍ د نښو نښانو په اړه نه غږېږي.
هغه وايي: "سخته ده. تر اوسه یې په اړه خبرې کول شرم کڼل کېږي. موږ د کورولۍ او تناسلي اندامونو په اړه په ښکاره خبرې نه کوو. کافي پوهاوی یې په اړه نشته."
د والوا (vulva) او وجاینا (vagina) تناسلي اندامونو ناروغیو د مطالعې نړیوالې ټولنې (ISSVD) مشره ډېبي روپ، وايي چې د لایکین سکلېروسس په اړه په نړیواله کچه کم راپور ورکول کېږي.
هغه فکر کوي، چې په وروستیو کلونو کې پوهاوی ښه شوی، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
'بې خوبه شپې'
د کلیر په څېر، د هند لویدیځ ایالت ګجرات کې ۸۵ کلنه میناکشي چوکسي په ۲۰۰۰م کال کې په خپل تناسلي اندام کې خارښت احساس کړ. ټپونه ورته پیدا شول او وینې ترې بهېدې. وايي شرمېده.
هغه وايي: "زه په دې اړه په خبرو کولو شرمېدم. بې خوبه شپې مې درلودې. "

د عکس سرچینه، Mitanshu Dhabalia
تشخیص یې ۲۴ کاله وروسته وشو او ۱۳ ډاکټرانو معاینه کړې وه. په پاې کې تېر کال، د پوستکي ناروغیو یو متخصص ډاکټر ورته وویل چې تناسلي اندام کې لایکین سکلېروسس ناروغي لري. یو څه درمل او کریم یې ورکړل، چې څو ورځو کې یې د ناروغۍ د نښو شدت ورته کم کړ.
دا وايي: "ما خپل ځواک بېرته ترلاسه کړ. زه اوس یو نوی ژوند لرم."
ډاکټران وايي، چې د لایکین سکلېروسس درملنه نشي کېدلی، خو د ځینو مصنوعي هورموني درملو یا سټېروییډونو، مرهم کولی شي د خارښت او درد په کمېدو کې مرسته وکړي.
د دې ناروغۍ لامل معلوم نه دی. متخصصین پر دې باور دي، چې کېدای شي د معافیت سیسټم یا د بدن د خوندیتوب سیستم له امله رامنځته شي. بدن د مېکروبونو پر وړاندې مبارزه کوي او په تېروتنې سره پر پوستکي برید کوي او زیانموي یې.
دا مېکروب د ناپاکۍ له امله نه رامنځته کېږي او ساري نه دی. په دې معنی چې له نږدې تماس یا جنسي اړیکو له لارې نورو خلکو ته نه لېږدول کېږي.
'تصادفي تشخیص'
خو په ټولو مېرمنو کې ټولې نښې نه وي.
لوسیا، چې اصلي نوم یې نه دی، وايي، د هغې تناسلي اندام هېڅ وخت خارښت نه کاوه. هغې کې په تصادفي ډول لایکین سکلېروسس تشخیص شو.
د برازیل د ریو ډېژېنېرو ایالت دا ۵۰ کلنه مېرمن وايي، چې ۲۵ کاله یې په پرله پسې ډول یوه نسایي متخصص هر کال معاینات کول او هېڅ ستونزه یې نه وه ورته په ګوته کړې.
دې کې یوازې هغه وخت تشخیص شو، چې ورانه کې یې یوه ستونزه پیدا شوه او یوې د پوستکي متخصصې ملګرې ته ورغله. هغې ورته وویل، چې تناسلي اندام والوا (vulva) یې بل ډول ښکاري.
"د تناسلي اندام کوچنۍ شونډې له لویو شونډو سره یوځای شوې دي. د کلېټورېس شاوخوا ساحه هم یو له بله سره نښتې او ګډه شوې ده."
'زه د نورو خلکو تناسلي اندام ته نه ګورم'
لوسیا وايي، له هغه مهاله چې د دې په یاد دي تناسلي اندام یې په همدې بڼه ښکارېده، او هېڅ کله یې فکر نه و کړی چې دا به یوه ستونزه وي. وايي: "زه د نورو خلکو تناسلي اندامونو ته نه ګورم، نو ما ته دا عادي ښکارېدل."
د پوستکي متخصص سمدلاسه بایوپسي معاینه ورته وکړه او دا تشخیص وشو چې نوموړې په تناسلي اندام کې لایکین سکلېروسس لري. بایوپسي هغه معاینه ده چې د عضلې یوه وړه برخه اخیستل کېږي او په لابراتوارونو کې معاینه کېږي.
له کورولي وروسته به د لوسیا پوستکي ډېر خارښت کاوه او حساس به شو.
"ما به تل له پخواني نسایي متخصص سره د دې یادونه کوله، خو د هغه ځواب تل دا و، چې زه ډېرتنګ تناسلي اندام لرم."
دا وايي: " اوس پوه شوم، چې دا د نسج د نښتلواو راټولېدو له امله تنګ دی."
لوسیا وايي، هغې خپلې نسايي متخصص ته، د خپل تشخیص په اړه وویل. هغه "شرمنده" شو او ویې ویل چې "هېڅکله یې ګومان لا نه و کړی" ځکه چې هغه "هېڅکله له دې مخکې په هېچا کې دا ناروغي دا ډول نه وه تشخیص کړې".
لوسیا وايي: "زه فکر کوم چې اصلي ټکی همدا دی: طبي ټولنه په دې هکله کافي پوهه نه لري. د یوه ناروغ په توګه، تاسې په دې نه پوهېږئ اوتمه یې نه لرئ."
د پوهاوي نشتوالی
د بریتانیا، په انګلنډ کې، د ناټېنګم پوهنتون د طبي متخصصینو لخوا رهبري شوې یوه نوې څېړنه ښيي، چې کم پوهاوی د دې لامل شوی، چې ځینې ډاکټران د دې ناروغۍ تشخیص ونه شي کړی.
لیکواله لویس کلارک، چې پخپله یوه ډاکټره ده وايي، دا د دې مانا نه لري، چې ډاکټران نه پوهېږي چې والوا لایکین سکلېروسس څه شی دی. خبره دا ده چې په تشخیص کې یې ستونزه لري.
کله چې سروې وشوه، په بریتانیا کې ځینو ډاکټرانو چې جنرل پرکټېشنرس (GPs) یې بولي او د طب زده کونکو وویل چې په دې برخه کې تشخیص لپاره ښکاره معیار نشته. دوی وايي ناروغانې ډېر وخت د خپل بدن د دې غړي په اړه په خبرو کولو هم شرمېږي.

د مېرمن کلارک څېړنو دا هم موندلې چې، د ۱۲۲ روغتیاپالانو څخه ۳۸ سلنه یې په سروې کې ویلي، چې دوی ته هېڅکله د والوا ناروغۍ په اړه کوم ځانګړی درس نه دی ورکړل شوی.
اغلې کلارک وايي نورو ناروغیو لپاره ښکاره معیارونه شته چې له مخې یې ډاکتران کولی شي یو څه تشخیص کړي خو د والوا سکلیروسس په برخه کې هېڅ هم نشته. همدا د دې ناروغۍ موندل او معلومول ګرانوي.
مېرمن کلارک وايي دا اوس پر دې بوخته ده چې د دې ناروغۍ تشخیص لپاره ډاکترانو ته یو لارښود چمتو کړي خو وايي ګرانه ده چې ووايي په نړیواله کچه څومره ښځې له دې حالت کړېږي ځکه په دې برخه کې هېڅ څېړنه یا مطالعه نه ده شوې.
هغه وايي دا ستونزه له پامه غورځول شوې ده. ډېرې ښځې شته چې په مهبل کې له خارښت ځورېږي خو نه پوهېږي چې ولې او څه ور پېښ شوې دي.
کلیر چې په خبره یې شاوخوا ۱۳،۰۰۰ مېرمنې ورسره په یوه ګروپ کې ملګرې دي، وايي، دا مهال د هغې په بدن کې د سرطان هېڅ نښې نشته خو په منظم ډول خپل معاینات کوي.
په ورته وخت کې میناکشي پر نورو مېرمنو غږ کوي چې مرسته وغواړي. دا وايي: "د دې ستونزې له شریکولو مه وېرېږئ او مه یې پټوئ."











