امینوریا: د حمل تر څنګ هغه ۸ نور علتونه چې کېدای شي د میاشتني عادت د ځنډېدو لامل شي

Woman's hands holding an illustration of female reproductive system.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که درې میاشتې پرله پسې ستاسو میاشتنی عادت پېښ نشي او حمل هم نه لرئ او یا که مو حیض له ۴۵ کلنۍ مخکې ودرېږي نو هرومرو له اړوند متخصصو ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.
    • Author, بي‌بي‌سي ۱۰۰ ښځې

د ښځې د ژوند په هغه پړاو کې چې کولی شي مېندواره شي او اولاد وزېږوي د میاشتني عادت (حيض) درېدو ته امینوریا وايي. که څه هم د حيض درېدو ترټول مشهور لامل امیندواري (حمل) ده، خو نور ډېر دلیلونه هم شته، چې سبب کېږي د یوې ښځې میاشتنی عادت وځنډېږي.

ښځې په هرو ۲۸ ورځو کې یو ځل میاشتنی عادت تجربه کوي. کله کله دا دوره ژر پېښېږي او کله په ځنډ خو په ټوله کې دا دوره باید د ۲۴ او ۳۵ ورځو ترمنځ پېښه شي.

کله نا کله د میاشتني عادت ورکېدل یا درېدل جدي ستونزه نه ګڼل کېږي، خو که بیا بیا دا کار وشي، نو کېدای شي د یوې ستونزې نښه وي.

د نسایي علومو متخصصه ډاکټره امیرا الکورډین مارتینز بي بي سي ته وویل: "باید ځان وپیژنئ اوپه دې پوهې شئ چې بدن څنګه کار کوي، نو بیا پوهېږئ چې څه سم او څه ناسم دي. د هرې ښځې بدن بېل دی او په بېل ډول فعالیت کوي. د هېڅ دوو مېرمنو بدن یو شان نه وي."

د بریتانیا د روغتیايي خدماتو ملي اداره ان‌اېچ‌اېس (NHS) سپارښتنه کوي چې، که درې میاشتې پرله پسې ستاسو میاشتنی عادت پېښ نشي او حمل هم نه لرئ او یا که مو حیض له ۴۵ کلنۍ مخکې ودرېږي نو هرومرو له اړوند متخصصو ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د مایو کلینیک هم د هغو نجونو لپاره د طبي مشورې سپارښتنه کوي، چې عمر یې ۱۵ کلنۍ ته رسېدلی وي خو میاشتنی عادت یې نه وي پیل شوی.

د یادو دواړو مرکزونو د څېړنو له مخې دا لاندې اته هغه عام لاملونه دي چې له امیندوارۍ (حمل) پرته د یوې ښځې د میاشتني عادت د درېدو لامل کېدای شي:

۱. سټرېس: ذهني فشار یا خپګان

ډاکټره امیرا الکورډین مارتینز وايي: "سټرېس ترټولو مهم لامل او د اوسني وخت ریښتیونې وبا ده."

سټرېس یا خپګان د اډرېنالېن په څېر هورمونونو تولید زیاتوي او دا د یوه دفاعي میکانیزم په توګه خطرناکو شرایطو کې بدن د خبرتیا یو لوړ حالت ته بیايي.

د دې هورمونونو پرله پسې زیاتوالی کولی شي د حیض دوره لنډه یا اوږده کړي. کېدای شي د میاشتني عادت د ورکېدو لامل شي یا یې هم ډېره دردوونکې کړي.

په ځینو حالاتو کې کېدای شي یوه ښځه د معمول څلورو اونیو په دوره کې دوې ځلې میاشتنی عادت تجربه کړي.

که سټرېس یا فشار د حیض د ځنډېدو یا ورکېدو لامل وي نو د بریتانیا د روغتیايي چوپړونو ملي مرکز ان‌اېچ‌اېس وړاندیز کوي، چې سپورت کوئ او په صحي ډول تنفس کول تمرین کړئ.

که دا چارې کار ور نه کړي، نو د کاګنېټېب بېهېویر تراپي یا د خبرو له لارې د چلند/سلوکي درملنې (CBT) شته چې کولی شي د خپګان او اضطراب پر وړاندې مقابله کې مرسته وکړي.

۲. له حده زیات یا ناڅاپه وزن کمېدل

د لږو کالوریو اخیستل یا سم خوراک نه کول د دې سبب کېدی شي چې بدن ونشي کولی هغه هورمونونه تولید کړي چې د اویلېشن (ovulation) پروسې لپاره مهم دي. دا هغه پروسه ده چې، معمولا په میاشت کې یو ځل پېښېږي یعنې د میاشتني دورې په جریان کې یوه بالغه هګۍ له تخمدان څخه خوشې کېږي. دا د میاشتنۍ دورې یوه مهمه برخه ده، او د امیندوارۍ لپاره ترټولو زرخیز وخت دی.

یو متخصص تغذیه‌پوه کولی شي له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې تر حد کم وزن لري او له هغو لویانو سره هم چې د بدن بي‌ا‌ېم‌ای (BMI) یې له ۱۸.۵ کم وي ترڅو په صحي ډول وزن واخلي.

که وزن د رواني ستونزې له امله د نه خوراک په پایله کې چې انرېکسیا (anorexia) یې هم بولي کم شي نو غوره ده چې اخته کس له رواني ډاکټر سره وګوري او مرسته ترلاسه کړي.

د وزن ناڅاپي کمېدل کولی شي ستاسو میاشتنی عادت اغېزمن کړي.

A woman's feet standing on a weight scale.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وزن ناڅاپي بدلون کولی شي ستاسو میاشتنی عادت اغېزمن کړي.

۳. چاغښت یا تر حد ډېر وزن

ډېر وزن درلودل کېدای شي د دې لامل شي چې بدن کې اضافي ایسټروجن تولید شي او دا یو له هغو هورمونونو څخه دی، چې په مېرمنو کې د زېږولو یا بیا تولید سیسټم تنظیموي.

د ایسټروجن د کچې زیاتوالی کولی شي د میاشتني عادت د دورو پر شمېر اغېزه وکړي او په ځینو حالاتو کې د دورو بشپړ درېدو لامل هم کېږي.

هغه مېرمنې چې وزن یې زیات وي او یا د بدن بي ایم اې یې له ۳۰ پورته وي او همدا یې د امینوریا ناروغۍ لامل وي له دوی سره تغذیه‌پوه کولی شي مرسته وکړي ترڅو صحي وزن ترلاسه کړي.

۴. شدید فیزیکي تمرین

د سخت ورزش فزیکي فشار هم کولی شي د هغو هورمونونو پر کچه اغېزه وکړي، چې حیض تنظیموي او د بدن ډېر غوړ ضایع کول کېدای شي د تخمې رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

د سپورت ډاکټران کولی شي مسلکي ورزش کوونکو ته مشوره ورکړي، چې څنګه خپل فعالیت په سمه توګه په هغه سخته کچه کې وساتي.

Three athletes running on a track

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سپورت ډاکټران کولی شي مسلکي ورزش کوونکو ته مشوره ورکړي، چې څنګه خپل فعالیت په سمه توګه په هغه سخته کچه کې وساتي.

۵. د پولیسیسټیک تخمدان سنډروم (PCOS)

پولیسیسټیک تخمدانونه هغه دي چې پکې یو ډېر شمېر فولیکونه یا د هګیو د روزنې کوچنۍ کڅوړې موجودې وي چې سمه وده یې نه وي کړې. هغه مېرمنې چې دا ستونزه لري دا کڅوړې یا فولیکونه یې نه شي کولی هګۍ سمې جوړې او ازادې کړي، او هګۍ رحم ته نه رسېږي.

په بریتانیا کې د روغتیايي چوپړونو ملي مرکز ان ایچ ایس NHS اټکل کړی، چې د پولیسیسټیک تخمدان سنډروم ( د اعراضو ټولګه) په هرو لسو مېرمنو کې یوه اغېزمنوي. دا په ۳۳٪ قضیو کې د حیض د ورکېدو لامل کېږي.

پولیسیسټیک تخمدان سنډروم (PCOS) د رحم فعالیت اغېزمنوي او د میاشتنۍ ناروغۍ مخنیوی کوي.

یوې ښځې پر نس لاسونه ایښي دي.
د عکس تشریح، پولیسیسټیک تخمدان سنډروم (PCOS) د رحم فعالیت اغېزمنوي او د میاشتنۍ ناروغۍ مخنیوی کوي.

۶. مېنوپاز (د ښځو میاشتنی عادت درېدل) او له وخته مخکې مېنوپاز

د حمل او شیدو ورکولو برسېره، مېنوپاز د امینوریا یو له طبیعي لاملونو څخه دی.

کله چې مېرمنې مېنوپاز ته نږدې کېږي، د ایسټروجن کچه راټېټېږي، او د تخمدان فعالیت یو څه بې نظمېږي.

مېنوپاز یا د میاشتني عادت درېدل د ۴۵ او ۵۵ کلونو ترمنځ پېښېږي خو، طبي مطالعات اټکل کوي، چې په هرو ۱۰۰ مېرمنو کې یوه له ۴۰ کلنۍ مخکې مېنوپاز ته رسېږي.

دا حالت له وخت وړاندې مېنوپاز یا له وخت مخکې د تخمدان ناکامۍ په نوم پېژندل کېږي.

۷. د حمل یا امېندوارۍ مخنیوی

د زېږون د کنټرول ځینې ګولۍ، پېچکارۍ ګانې، د حمل یا امیندوارۍ مخه نیسي. اېمپلانټونه له طبیعي انساجو یا مصنوعي توکو جوړه شوې یوه نرمه آله چې ډاکټران یې ښځو ته د رحم دننه نصبوي.

کله چې د دغو درملو او وسایلو کارول و هم درول شي بیا هم کېدی شي څه ترې څه موده وروسته میاشتنی عادت په منظم ډول بېرته پیل شي.

۸. نور روغتیايي حالتونه او د درملو اوږدمهاله کارول

اوږد مهالې ناروغۍ لکه شکر یا د هورمونونو د تولید کچې ګډوډېدل لکه د تایرایډ هورمون ډېرېدل یا کمېدل (هایپرتایرویډیزم یا هایپوتایرویډیزم ) هم د میاشتني حالت د ځنډېدو لامل کېدای شي.

د مایو کلینیک د څېړنو له مخې ځینو ځانګړو درملو، لکه انټي سایکوټېکس ( د لیونتوب ضد داروګان)، کیموتراپي (سرطان ناروغۍ پرضد د کیمیايي داروګانو کارول)، انټي ډیپریسنټس ( د شدید خپګان ضد داروګان)، د وینې لوړ فشار او د حساسیت ضد درملو له امله هم امینوریا رامنځته کېدای شي.