خيريه بنسټونه: لا هم ميليونونه افغانان بشري کړکېچ کې ګير دي

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر نړیوالو خیریه بنسټونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د واک له بدلون درې کاله وروسته لا هم میلیونونه افغانان د نړۍ په یوه تر ټولو ستر او پېچلي بشري بحران کې پاتې دي.
د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړیواله کمېټه، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ناروې د کډوالو شورا، کېير انټرنشنل، اسلامیک ریلیف سازمان، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو په ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه افغانان چې په بشري مرستو تکیه دي، له لوږې، بې ځایه کېدو او نورو اقتصادي ستونزو کې راګیر دي.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغانستان یوه کړاو پسې بل تجربه کوي او روان اقتصادي بحران، د لسیزو جګرو میراث، د اقلیم بدلون اغېزو او نورو دغه هېواد کې خلکو ته ویجاړونکي زیانونه اړولي دي.
د دوی په وینا، په هېواد کې د ټولیز امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره سره چې ډېری سیمو ته د پخوا پرتله اوس لاسرسی شونی شوی، خو لاهم بې شمېره ننګونې شته چې ټولو اړمنو خلکو ته په اغیزناکه توګه د رسیدګۍ مخه نیسي.
د خیریه بنسټونو اعلامیه کې راغلي چې، د روان کال لپاره د افغانستان بشردوستانه اړتیاوو او ځواب ویلو پلان ښيي چې نژدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي چې ۵۲ سلنه یې ماشون او ۲۵ سلنه یې مېرمنې دي.
په افغانستان کې د اېن ار سي مؤسسې یو مسؤل میثم شفیعي وايي، "د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري چې ۵۲ سلنه یې ماشومان او ۲۵ سلنه یې مېرمنې دي."
د نوموړي په وينا، "څه باندې شپږ میلیونه خلک په هېواد کې بېځایه شوي چې نه شي کولی بېرته خپلو مېنو کې د ځای پرځای کېدو لپاره اوږدمهاله حل لار پیدا کړي. که څه هم بشري مرستې د افغان ټولنو لپاره حل لارې وې خو په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د غوښتل شویو مرستو ۲۵ سلنه ترلاسه شوې دي."
د نړیوالو خیریه بنسټونو ډله وايي، په داسې حال کې چې بشري مرستې په افغانستان کې د ګڼو خلکو لپاره ژوند ژغورنکې دي، خو دوی د ۲۰۲۴ کال لپاره مرستو غوښتنې بهیر کې یوازې له ژمنو شویو مرستو تراوسه ۲۵ سلنه ترلاسه کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مرستو د کموالي له امله د دوی په وینا روان کال څه باندې ۲۴۰ سیال روغتیايي مرکزونه یا د ټولو نیمايي تړل شوي چې له کبله یې روغتیايي خدمتونو باندې ناوړه اغېز شوی او خلک نه شي کولی لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
دولس اعشاریه ۴ میلیونه خلک کافي خواړه نه لري او وېره شته چې د دوی وضعیت لا خراب شي.
د دوی په وینا له نیم میلیون زیات په خوارځواکۍ اخته ماشومان له ژوند ژغورنکو تغذیې څخه محروم پاتې دي او میندې هم کافي خواړه نه لري.
یاد مرستندویه خیریه بنسټونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې روان بشري کړکېچ یوازې په بشري مرستو نه شي حل کېدای، بلکې د دوی په وینا د نړیوالې ټولنې هر اړخیزو، دوامداره، پراخې او متناسبې رسیدګي او مرستو ته اړتیا ده.
د دوی په وینا، له دغه هېواد سره "ډیپلوماټیکې ښکېلتیا" د یو مناسب چاپېریال رامینځته کولو لپاره خورا مهمه ده چې په مرسته یې د بېړنیو مرستو تر څنګ د پراختیایي پروژو د شاملولو لپاره د نړیوالو مرستو هڅو ته وده ورکړل شي.
دوی زیاتوي، د ډېرو مرسته کوونکو هېوادونو اوسنۍ ګوښه کوونکې کړنلارې د هغو ننګونو دوامدار حل کې مرسته نه کوي چې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ماشومان، ښځې او نورې محرومې ډلې ورسره مخامخ دي.
دغو لس خیریه بنسټونو په خپله اعلامیه کې پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د طالبانو له حکومت سره "بشردوستانه او ډيپلوماټيکه ښکیلتیا زیاته کړي" او پر دوی فشار واچوي چې نړیوالو بشري حقونو معیارونو سره سم عمل وکړي او پرېنږدي چې دغه هېواد کې فقر لا زیات او ګوښه پاتې شي او مرستندویه هېوادونه باید پراختیايي او اوږدمهاله مرستندویه پروګرامونه بېرته پيل کړي چې ټولنې ورسره ثبات پیدا کړي او په مرستو یې تکیه کمه شي.
دوی همد اراز غوښتنه کړې چې د بشري مرستو چاپیریال خوندیتوب باید مهم لومړیتوب وي او نړیواله ټولنه د طالبانو له چارواکو د دوه اړخیزو ګټو په بنسټ د همکارۍ غوښتنه وکړي.











