یوناما: که پر مېرمنو محدودیتونه دوام وکړي افغانستان د لا زیاتې بې‌وزلۍ او انزاو له خطر سره مخامخېدای شي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د مارچ اتمې یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځ اړوند بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر نجونو او ښځو د زدکړو، کار او نور لګولي محدویتونه پای ته ورسوي.

هممهاله افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنېټ هم د طالبانو له حکومت غوښتي چې د بشري حقونو مدافع زندانۍ ښځې ازادې کړي.

ښاغلي بېنټ ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید "هغه ټولې ښځې سملاسي له قید او شرط پرته" ازادې کړي، چې "په خپلسر نیول شوې او زنداني شوې دي".

د یوناما لخوا خپاره شوي بیان کې بیا د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتل شوي، چې "پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوي، که نه نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا کېدو له خطر سره مخامخ شي."

د طالبانو حکومت تر اوسه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د چارواکو دې تازه غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار ویلي، چې د ښځو اړوند تګلارې یې د افغانستان کورنۍ مساله ده او نور پکې د مداخلې حق نه لري.

د یوناما په بیان کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتنبایوا له خولې ویل شوي: "په داسې حال کې چې موږ سږ کال د ښځو نړیواله ورځ نمانځو، نړیوال شعار یې 'پرښځو پانګونه وکړئ' دی او دا باید یوه داسې شیبه وي چې د لا ډیرې پرمختیا د پیل کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو."

Afg

د عکس سرچینه، UNAMA

هغې زیاته کړې: " دا بیا زړه بوږنونکې ده چې موږ یې په افغانستان کې دقیقا برعکس حالت وینو: یوه قصدي او ناورین زیږونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او یوازې د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامینځته کوي."

اعلامیه کې همدا راز د طالبانو لخوا د اسلامي حجاب اړوند فرمان د نه مراعاتولو په تور د "ځپونکو کړنو" په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، چې د خپلسرو نیونو ویره میرمنې لا نورې انزوا او ګوښیتوب ته اړباسي.

یوناما ویلي، د واکمنو چارواکو لخوا لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو له هغو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي چې پر افغانستان یې د یوه غړي دولت په توګه عملي کیدل الزامي دي.

په دغه بیان کې همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان له خولې ویل شوي چې "د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په اندیښمنونکي چټکۍ سره د تنګیدو په حال کې ده او په دې توګه د جګړې، بې وزلۍ او انزوا له یوه ناوړه دورې څخه د افغانستان د وتلو چاره" ستونزمنېږي.

اغلې الیسون ټینګار کړی، چې" د افغان ښځو او نجونو وضعیت مسله باید د نړیوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري. په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله جګړه، او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. هغه څه چې موږ یې کوو – یا یې په کولو کې پاتې راغلي یو – د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ازموینه ده او د نړیوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق لپاره ولاړ یو."

سږکال ۱۲ میلیونه افغان ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري

London
د عکس تشریح، یو شمېر افغان ښځینه فعالانو نن د بریتانیا د پارلمان مخې ته لاریون وکړ

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له راستنېدو راوروسته د منځنیو او لوړو زدکړو او په غیر دولتي ادارو کې د کار په ګډون د ښځو او نجونو پر ګڼو لومړنیو ازادیو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

پر دغو بندیزونو او محدودیتونو که څه هم په کور دننه او بهر ګڼې نیوکې شوې، خو لا پر خپل ځای دی او د طالبانو حکومت یې د لغوه کېدو په تړاو اقدام نه دی کړی.

ملګري ملتونه وايي، دغو بندیزونو په ځانګړې توګه هغه کورنۍ لا ډېرې ځپلې چې مېرمنې یې د نفقې موندلو مسوولیت لري.

یونامان خپله اعلامیه کې ویلي، چې "څه باندې ۱۲ میلیونه افغان ښځې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري."

افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت وايي، دوی، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د مهاجرت دنړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) له افغان ښځو سره منظمې مشورې کړې، چې د شخصي خوندیتوب په اړه د هیلو کمېدو او د ویرې مسلو ته پکې ښکاره ګوته نیول شوې او دا چې دغو مېرمنو ویلي "په هېواد کې د بدلون را منځ ته کولو لپاره هڅې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنټ بیا د همداسې ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، "زه د ښځو پر نړیواله ورځ د افغانستان د مېرمنو او نجونو ترڅنګ ولاړ یم چې د بې سارې کچې له بنسټیز او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي."

د یادونې ده چې د ښځو د حقونو ځینو افغان فعالانو هم د مارچ د اتمې په مناسبت بیانونه خپاره او د نړۍ مختلفو برخو کې یې اعتراضونه کړي دي.