د ښځو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي، که اقدامات و نه شي، تر ۲۰۳۰ پورې به سلګونه میلیونه ښځې په بې وزلۍ کې ژوند کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
نن د مارچ میاشتې اتمه نېټه د ښځو نړیواله ورځ له دې نارې سره چې پر ښځو پانګونه وکړئ او پرمختګ چټک کړئ په نړۍ کې لمانځل کېږي.
د ښځو نړیواله ورځ داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو لخوا بندیزونه لګول شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي د ژوندانه په ټولو برخو کې ښځو ته د مساوي حقونو ورکړه اوس تر بل هر وخت اړین دي ځکه چې له دې سره به اقتصادونه پیاوړي شي او نړۍ به د اوسېدو په یو ښه ځای بدل شي. د ملګرو ملتونو وینا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دې چارې پر وړاندې ننګونه په کلنۍ کچه د ۳۶۰ ملیاردو ډالرو کسر دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې وخت له لاسه وځي او جنسیتي برابري یې د بشري حقونو هغه ننګونه بللې چې ګټه یې ټولو ته رسېږي. د شمېرو له مخې له ۲۰۲۰ کال راهیسې دکورو نا وبا او جګړو له امله په نړۍ کې ۷۵ میلیونه نور وګړي هم بې وزله شوي ځکه نو ملګرو ملتونو د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې که همدا اوس اقدامات و نه شي تر ۲۰۳۰ کال پورې به څه باندې ۳۴۲ میلیونه ښځې او نجونې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
ملګري ملتونه وايي د جګړو او توکو د بیو د لوړیدو له امله ۷۵ سلنې هېوادونو خپل لګښتونه تر ۲۰۲۵ کال پورې کم کړي چې منفي اغېز یې پر ښځو او لومړنیو خدماتو شوې. دغه راز ملګرو ملتونو اوسني نړیوال اقتصادي سیستم ته ګوته نیولې چې په وینا یې له کوم توپیر پرته یې ښځې اغېزمنې کړې، ځکه نو وايي چې داسې یو نړیوال اقتصادي سیستم او ټولنې ته اړتیا ده چې د ښځو غږ په کې واوریدل شي.
نن د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو پر کار، ثانوي او لوړو زده کړو او ځینو نورو فعالیتونو بندیزونه لګول شوي. اوس مهال افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له ثانوي او لوړو زده کړو منع کړای شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم نړیوال د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې ځپونکې بللي طالب چارواکو تل ټېنګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.
د ټولګډوني حکوت د جوړولو ترڅنګ د ښځو د کار او زدکړې حقونه د هغو شرایطو په سر کې دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې پرې ایښي، خو طالبانو تل خپل حکومت ټولګډونی بللی او وايي چې د ښځو او نجونو ثانوي او لوړې زده کړې تر امر ثاني پورې ځندول شوي دي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرېش امنیت شورا ته په خپل وړاندې کړي رپوت کې وویل چې د طالبانو په نژدي درې کلنه واکمنۍ کې زده کړو او کار ته د نجونو د بېرته ورستنیدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو د ثانوي زده ښوونځیو له بندولو څه باندې ۹۰۰ ورځې پوره شوې. ځینو هغو نجونو چې له ښوونځیو ګرځول شوي بي بي سي ته وویل چې د ښوونځیو تړل کېدو یې پر روان ناوړه اغېز کړی او له طالبانو نه یې غوښتنه وکړه چې راتلوونکې پسرلی کې د ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ پرانیزي.











