ایا طالبان د۹۰ لسیزې محدودیتونو ته ورګرځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د ځینو طالب چارواکو وروستیو اقداماتو او څرګندونو چې د ژوندیو موجوادتو تصویر اخیستل یې کبیره ګناه بللې او د نه اخیستلو امر یې کړی دی، داسې اندېښنې رامنځته کړې دي، چې طالبان ورو ورو بېرته هغو محدودیتونو ته مخه کوي چې د ۹۰ یمې لسیزې په وروستیو کې یې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال لګولي وو.
په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، د ځینو طالب چارواکو وروستۍ پرېکړه د رسنیو د ازادۍ په برخه کې یو ګام شاته تګ دی.
د رسنیو فعالان په دغه هېواد کې د رسنیو د فعالیتونو لپاره د قانوني چوکاټ نشتوالی د دغو محدودیتونو اصلي لامل ګڼي.
د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو، د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه په کندهار کې د طالبانو د والي له خوا بندیز ولګول شو.
د کندهار ټولو دولتي ادارو ته د کندهار د والي ملا محمد شیرین اخوند په لاسلیک استول شوي مکتوب کې لیکل شوي وو، چې ددغه مکتوب د ترلاسه کولو له نېټې وروسته د خپلو فعالیتونو رپوټونه یوازې په غږیز او لیکلې بڼه باید خپاره کړي.
د کندهار د والي ویاند مولوي محمود عزام ددغه مکتوب د پخلي تر څنګ بي بي سي ته ویلي و، ''هغه مکتوب چې څو ورځې وړاندې د عکسونو او ویډیوګانو پر اخیستلو د بندیز په اړه خپور شوی و د کندهار د والي له خوا صادر او دا حکم یوازې د کندهار لپاره دی، نه د نورو ولایتونو لپاره. ''

د طالبانو د حکومت ددغه والي له خوا په خپاره شوي مکتوب کې راغلي و، چې ''له دې کړنو (تصویر او ویډیو اخیستلو) ډډه وکړئ، ځکه ضرر یې تر ګټې زیات دی.''
له دغه بندیز سره سم د کندهار پر ملي تلویزیون د ژوندیو موجوداتو (ذی روح) تصویرونه هم نه ښودل کېږي.
د قران کریم د سیالیو یو راپور، چې د کندهار د ملي تلویزیون له لارې خپرېږي د حج او اوقافو د چارواکي د تصویر پر ځای ددغه ادارې ودانۍ او لوحه پکې ښوول کېږي.
په یو بل راپور کې، چې د طالبانو د حکومت د کندهار د مرستیال والي او د ملګرو ملتونو د یوې استازي د لیدني په اړه دی، پرته له دې چې، د دغې رسمي لیدني تصویرونه یا ویډیو خپره شي، د کندهار د ښار او لرغونو ودانیو تصویرونه ښوول شوي.
یو شمېر ځايي خبریالان وایي، د دولتي ادارو چارواکي ویډیوي مرکو ته نه حاضرېږي او ان په غونډو کې له تصویر اخیستلو منع شوي دي.
د عبدالله همیم په نوم یو خبریال، چي د سويلي حوزې موضوعاتو په اړه رپوټونه ورکوي وايي، د والي له دې محدودیت سره د هغو خبریالانو فعالیت ستونزمن شوی، چي له تصویري رسنیو سره کار کوي .دی وايي:
''د والي له خوا دا بندیز که څه هم اوس یوازې دولتي چارواکي له مرکو کولو راګرځولي، خو اندېښنه دا ده، چې ښايي راتلونکې کې به دا بندیز عمومي شي او ښایې له نورو ټلویزیونو هم وغواړي، د ذی روح انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.''
یوه بل خبریال له بي بي سي سره خبرو کې پرته له دې، چې خپل نوم یاد کړي وویل: '' د یوې ودانۍ پرانیستلو ته ور بلل شوی وم، خو ما ته وویل شول، یوازي هغه مهال د تصویر اخیستلو اجازه لرې، چې ودانۍ له خلکو تشه شي.''
د تصویر اخیستلو پر ځای ږیره پرېږدئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د کندهار د والي ددې محدودیت سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور یوه غونډه کې له خبریالانو او رسنیو غوښتي، چي د تصویر له اخیستلو باید ډډه وکړي او هغه یې لویه ګناه بللې .هغه ویلي:
'' تاسو هم باید ږیره پرېږدئ او له دې کارونو ( تصویر اخیستلو ) ډډه وکړئ. خپل ټول وخت د عکسونو په اخیستلو مه لګوئ. افسوس... عکس اخیستل لویه ګناه ده.''
د طالبانو حکومت دغه چارواکي دغه څرګندونې د دعوت او ارشاد د مبلغینو په اصلاحي او روزنیز سیمینار کې هغه مهال کولې، چې د افغان خبریالانو د کمرې مخې ته یې خبرې کولې او خبریالانو یې فلم اخیست.
په سیمه ییزه کچه د طالبانو د محدودیتونو په دوام، څو ورځي وړاندي د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې هم د طالبانو امنیه قومندانۍ د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه غوښتي چې په رسنیو خپل څار ډېر او ځینې نوي محدودیتونه یې لګولي دي.
په یوه رسمي مکتوب کې قومندانۍ له یادي ادارې غوښتي، چې ښځې دې نه پرېږدي د ټيلیفون له لارې له راډیو ګانو سره خبرې وکړي. په مکتوب کې راغلي په خوست کې ځينې راډيوګانې درسي او ټولنیزې خپرونې وړاندې کوي چې نجونې هم ورسره اړیکې نیسي او دې کار اخلاقي فساد ته زمینه برابره کړې.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ د ټولنې مشر حامد عبیدي په وینا په افغانستان کې د یوه حقوقي او قانوني چوکاټ نشتون په دغه هېواد کې خپلسري رامنځته کړې ده:
''د یوه قانوني چوکاټ د نشتوالي له امله د طالبانو سیمه ییز چارواکي د رسنیو د فعالیتونو په اړه د پرېکړې کولو حق ځان ته ورکوي، چې موږ یې بېلګې په کندهار، خوست، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې لرو.''

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کندهار د ولایتي چارواکو وروستی محدودیت ناقانونه او هغه یې د بیان د ازادۍ د محدودولو په مانا ګڼلی دی.
که څه هم دغه اندېښنو ته په ځواب کې د طالبانو د حکومت رسمي ویاندویان له خبرو کولو ډډه کوي، خو په کابل کې ځینو طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د ولایتي چارواکو له خوا وضع شوي محدودیتونو د اسلامي امارت رسمي تګلاره نه ده .
طالبانو په خپله مخکېنۍ واکمني کې د ژونديو موجوداتو پر تصویر اخیستو بشپړ بندیز لګولی و او ټلویزیوني خپرونې یې بندې کړې وې.











