یوناما طالبانو ته: له ښځو سره فزيکي تاوتريخوالی سپکوونکی او توقیف یې لویه بدنامي لري؛ مجاهد: د یوناما اندېښنې بې ځایه دي

د عکس سرچینه، UNAMA/Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له "فزيکي تاوتريخوالي" او له داسې توقیف کولو لاس واخلي چې د یوناما په ټکو "له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري" او ښځې لا ډېرې "څنډې" ته کوي.
دغه سازمان نن پنجشنبه په خپله تازه خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت له لوري په وروستيو کې د "بدحجابۍ" په نوم د افغان ښځو او نجونو نيول "خپلسری توقیف" بللی او ویلي يې دي چې په اړه یې "په ژوره توګه اندېښمنه ده."
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له خولې ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې دغه "فزيکي تاوتريخوالی سپکوونکی او خطرناک" دی.
اغلې اوتنبایوا همدا راز ویلي، "دا توقیفونه له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان مېرمنې له لا ډېر خطر سره مخامخ کوي او همدا راز عامه باور له منځه وړي"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
یوناما همدا راز د دا ډول ځينو پېښو د مستندولو خبره کړې او ویلي يې دي چې د روانې میلادي میاشتې یعني د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې يې په کابل او دایکنډي ولایتونو کې د دغو ښځو د نیول کېدو پېښې څارلې دي او ورته جوته شوې چې "په پلازمېنه کابل او د دایکنډي په نيلي ښار کې ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوې دي."
مجاهد: د یوناما اندېښنې بې ځایه دي
دغه سازمان په اعلامیه کې کښلي چې د دغو ښځو د خوشې کېدو لپاره د هغوی محرم یا نارینه "د ضمانت پاڼې لاسلیکولو لپاره ورغوښتل شوي چې که داسې ونه کړي نو له سزا سره به مخامخ شي" او "یوناما د هغو ادعاو پلټنه هم کوي چې د دوی د خوشي کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو دې سیاسي استازولۍ وېره څرګنده کړې چې د افغان ښځو په دې ډول نیول او بیا یې پر سړيو فشار راوستل ښځې لا نورې "څنډې" ته کوي او همدا رنګه "نارينهو ته داسې چاپېریال رامنځته کوي چې په کور کې [پر ښځو] جبري اقدامات عملي کړي."
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوناما دا اندېښنې "بې ځایه" بولي.
ویاند یې ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې اړه "پروپاګند حقیقت نه لري" او زیاته کړې يې ده چې "افغان مېرمنې په خپله حجاب مراعتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف لخوا هم له چا سره زور زیاتی نه دی شوی"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوناما دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون لا نه دی ښکاره کړی خو شاوخوا اوونۍ مخکې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ومنله چې محتسبانو یې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ځينې ښځې د "بدحجابۍ" له کبله نيولې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالغفار سباوون ادعا کړې وه چې ګواکې "دغو ښځو په اسلامي ټولنه کې بې حجابي خپروله"
د طالبانو حکومت چارواکي که څه هم دا نه وايي چې دغو ښځو څه ډول بې حجابي خپروله خو یاد وزارت له ښځو غوښتي وو چې تنګې جامې دې نه اغوندي او داسې کالي باید پر تن کړي چې ټول بدن یې وپوښي، کنه نو د کور ولي یا نارینه مشر ته یې ښايي جزا ورکړل شي.
د بشري حقونو نړيوالو سندونو ته ژمنتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
یوناما د طالبانو حکومت د خپلو دغو کړنو له کبله تورن کړی چې ګواکې په دې توګه یې "مذهبي او توکميزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغېزمنې کړې دي."
د دغه سازمان په نننۍ اعلامیه کې همدا راز راغلي چې یوناما دا موضوع د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په ګډون "په مستقیمه توګه له حاکمو چارواکو سره شریکه کړې او د توقیف شویو ښځو د ژر تر ژره د خوشې کېدو غوښتنه یې ترې کړې ده."
د یادولو ده چې درې ورځې مخکې (تېره دوشنبې) د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله ویاند بيبيسي ته وویل چې هغه ټولې نيول شوې ښځې تر دوه ساعته نیول کېدو وروسته بېرته خوشې کړای شوې دي خو د نيول شوو ښځو ځينو کورنیو دا خبره ناسمه بللې.
دغه بنسټ ویلي چې "افغانستان د یوه دولت په توګه د بشري حقونو اوو مهمو نړيوالو سندونو غړی پاتې شوی دی" او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې ورته ژمن پاتې شي.











