د بېلابېلو ډګرونو هغه لس افغانې ښځې چې د خپلو حقونو په ننګ ولاړې دي

لس ښځې

د عکس سرچینه، BBC/Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته رسېدلي او پر ښځو یې په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي، پر وړاندې یې ګڼې مېرمنې د خپلو "حقونو او ازادیو" د بېرته تر لاسه کولو غوښتنه کوي. پر افغانستان د طالبانو حکومت د دوه کلنۍ په مناسبت دلته د بېلابېلو ډګرونو لس افغان نجونو او مېرمنو په اړه لولئ چې د خپلو حقونو په ننګ ولاړې دي

عادله (زدکوونکې)

عادله

د عکس سرچینه، Adila

عادله هغه زدکوونکې ده چې تازه له دوولسمه فارغه شوې وه خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه جمهوري نظام سقوط وکړ. له همدې کبله دې ته چانس برابر نه شو چې کانکور ازموینه کې ګډون وکړي او پوهنتون ته لار ومومي. کله چې طالبانو د یوه فرمان په ترڅ کې نجونې له لوړو زدکړو منع کړې نو دې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۲۲مه په یوازې سر د کابل پوهنتون په وره کې د طالبانو پر ضد احتجاج وکړ. یوه لیک دړه ورسره وه چې "اقرا" پرې لیکل شوي وو. عادله چې دا یې خپل نوم نه دی، بي بي سي سره هغه مهال په مرکه کې وویل، ""دا مې د ژوند لومړنۍ داسې ورځ وه چې د هېڅ ډول وېرې احساس مې په وجود کې نه و. ځکه چې زما غوښتنه د حق غوښتنه وه. هغه حق چې خدای موږ ته راکړی، نو زه باید له خدای وډار شم، نه له هغو طالبانو چې د خدای راکړي حقونه له موږ اخلي"

عادلې ویل چې خپلې مبارزې ته به تر هغه دوام ورکوي چې د زدکړو تر څنګ افغان ښځو ته یې ټول حقونه ورکړل شوي نه وي. خو داسې ښکاري د دې پر اعتراض له شاوخوا اتو میاشتو تېرېدو وروسته هم وضعیت هماغه دی او د عادلې په ګډون زرګونه نجونې له پوهنتونونو او ښوونځيو منع دي.

ځلا ځاځۍ (عسکره)

ځلا ځاځۍ

د عکس سرچینه، Zala Zazai

ځلا ځاځۍ د پرځول شوي جمهوري دولت پر مهال هله د خلکو خولې ته ولوېده چې د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د خوست ولایت د جنايي جرمونو د مخنیوي مدیریت امره وټاکله شوه. په اړه یې غبرګونونو بېلابېل وو او شاوخوا څلور میاشتې وروسته د "ترور" له وېرې له دې دندې لرې او کابل ته ولېږل شوه چې دا پرې خپه وه. پر افغانستان د طالبانو حکومت له واکمنېدو سره له هېواده ووتله او د دوی ضد مقاومت جبهې سره یو ځای شوه او په غونډو کې یې ګډون کوي. آغلې ځاځۍ د جمهوري نظام د سقوط دوه کلنۍ په مناسبت بي بي سي ته وویل، "زموږ د غږ اوچتونې برکت دی چې طالب تر ننه په رسمیت نه دی پېژندل شوی. ښځې یې پر وړاندې مبارزه کوي او د طالب د ظلم او اصلي څېره نړۍ ته ښيي"

ځلا ځاځۍ زیاتوي، "له طالبانو د تغیر او هېڅ ډول د خیر تمه نه شي کېدلی ځکه چې له اولې دورې یې بنیاد په همداسې ظلم اېښودل شوی. خلک یې باید پر ضد ودرېږي او د خپلو خویندو د حقونو لپاره مبارزه وکړي"

شفیقه خپلواک (شاعره او لیکواله)

شفیقه خپلواک

د عکس سرچینه، Shafiqa Khpalwak

افغانه شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې د ښځو د احساساتو او غوښتنو ترجماني کوي. اغلې خپلواک د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له خپلو ځينو نورو خورلڼو سره په ګډه له هېواده وتلو او تیت و پرک شویو ښځينه شاعرانو او ادیبانو لپاره انلاین بهیر جوړ کړی دی. دوی وخت ناوخت ادبي غونډې کوي او د افغان ښځو اړوند مسلو باندې لیکنې او بحثونه کوي. شفیقه خپلواک وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روانو "بې عدالتیو" په اړه د حق خبره په کار ده، "ځينې کارونه سمدستي پایلې نه لري، مثلاً که زه په شعر کې ووایم چې ښوونځي دې پرانیستل شي نو سبا به پرانیستل شي، خو په اوږده مهال کې دا اغېز لري باید خپل غږ اوچت کړو چې سبا مو تاریخ ته مخ سپين وي او د هغو د حق غوښتنه تر نورو ورسوو چې په خپله غږ نه شي اوچتولی. هغوی ته به دا یو ډاډ او امید ورکړي"

شفیقې خپلواک د طالبانو حکومت د دوه کلنۍ په مناسبت بي بي‌ سي ته وویل، د طالبانو حکومت ته پیغام نه لري ځکه چې "پيغام هغه چا ته ورکول کېږي چې ستا غږ اوري، درک کوي دې او حداقل غوږ درته نیسي. موږ خو له کلونو راهیسې نارې وهو خو اورېدونکي نه شته. یوازې افغانستان نه بلکې په ټوله نړۍ کې هېڅ هېواد پرته له تعلیم او لیک او لوسته او د ښځو له فعاله ګډونه نه شي پايېدلی. دا د افغانستان د بقا او پایښت مسله ده."

هدا خموش (د ښځو حقونو فعاله)

هدا خموش

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

هدا خموش له هغو لومړنیو معترضو مېرمنو وه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو کې یې د ښځو حقونو لپاره اعتراضونه وکړل. ورپسې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې ناروې کې د تړلو دروازو تر شا د هغه کنفرانس ګډونواله وه چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي او ځينو نړیوالو بنسټونو هم ګډون پکې کړی و. اغلې خموش په همدغه کنفرانس کې د اعتراض له کبله د رسنیو سرخط شوه چې له ښاغلي متقي یې په پنډ مجلس کې د طالبانو له لوري د دوو نیول شویو اعتراض کوونکو تمنا زریابي پرواني او پروانې ابراهیم‌خېل د خلاصون غوښتنه وکړه.

اغلې خموش بي بي سي ته وویل چې له هماغه راهیسې يې د افغان ښځو د حق‌غوښتنې لپاره ګڼ اعتراضونه کړي او په نړیوالو غونډو کې د ګډون تر څنګ یې د بشري حقونو څارونکو سره یې هم مجلسونه کړي دي. دا ادعا کوي چې د دوی اعتراضي غونډو د طالبانو پر ځینو چارواکو د سفر تازه "بندیزونو لګولو کې مرسته کړې." اغلې خموش زیاتوي، "طالبان ښځو ته د دویم جنس په سترګه ګوري، خو موږ ځانونه دومره رسولي چې د رهبرۍ په کچه مسولیتونه ترسرولی او د طالبانو ځایناستې کېدلی او تر دوی په ښه توګه نظام اداره او مدیریت کولای شو. اوس مو که زموږ حقونه او ازادۍ رانه اخیستې دي، سبا به دا ښځې ستاسې ځای ونیسي". د طالبانو حکومتي چارواکي بیا تل ادعا کوي چې د "شریعت" له مخې یې "ټول حقونه" ښځو ته ورکړي دي.

شګوفه ساپۍ (موسیقي غږوونکې)

شګوفه ساپۍ

د عکس سرچینه، SHOGUFA SAFI

شګوفه ساپۍ په افغانستان کې د یوازېنۍ ښځينه موسیقي ډلې 'زهره ارکسټر' او 'د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ' غړې ده. د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په کابل کې وه چې طالبان د دویم ځل لپاره پر افغانستان د واکمنېدو لپاره کابل ته ورسېدل. د افغان موسیقۍ د بډاینې خوب ليدونکې شګوفې ساپۍ هیلې هله نيمګړې شوې چې د طالبانو حکومت دغه انسټټيوټ وتاړه او له بېلابېلو سيمو طالبانو ته منسوبې داسې ویډوګانې خپرې شوې چې د موسیقۍ الې پکې په تبرونو وهل کېږي او یا سوځول کېږي.

اغلې ساپۍ په کابل کې تر یو څه موده په پټه له ژوند کولو وروسته له خپلو ځينو نورو هنرپالونکو ملګرو سره له افغانستانه پرتګال ته لاړه. مخکې يې ضربي الات غږول خو اوس یې د زهره ارکسټر رهبرۍ او کمپوز ته ملا تړلې ده او غواړي په راتلونکي کې د دې ښځينه ارکسټر مشري وکړي. د دوی ډله اوس هم په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د افغان موسیقۍ سندریزې نندارې وړاندې کوي، کنسرټونه جوړوي او نوې سندرې ثبتوي او وايي، غواړي له دې سره د موسیقۍ هغه هنر چې طالبان یې خلاف دي، ژوندی وساتي. اغلې ساپۍ وايي، غواړي له وطنه بهر ښې زدکړې وکړي او بېرته افغانستان ته ستنه شي، په خبره یې، "غواړم دلته ځان ورسوم، ښې زدکړې وکړم، په خپلو پښو ودرېږم او بېرته افغانستان ته لاړه شم او موسیقي وغږوم. طالبان خو به تل په واک کې نه وي."

ظریفه غفاري (مخکېنۍ چارواکې)

ظریفه غفاري

د عکس سرچینه، ZARIFA GHAFARI

ظریفه غفاري د جمهوري نظام تر سقوط مخکې له دې کبله د رسنیو سرخط وه چې د افغانستان د لومړنۍ تر ټولو ځوانې ښځينه ښاروالې په توګه وګمارل شوه او د میدانښار ښارواله شوه. تر سقوط وروسته هم ځکه په افغانستان کې دننه او بهر د خلکو په خوله شوه چې په مسلکي ژوند او د افغانستان په دودیزه او نرسالاره ټولنه کې یې پر "مبارزه" نېټفلېکس شبکې مستند فلم جوړ کړ او ورپسې یې 'د نارينه په نړۍ کې د ښځې مبارزه' کتاب ولیکه چې په بېلابېلو ژبو وژباړل شو. اغلې غفاري وايي چې په دغه کتاب کې يې "د خپل ژوند له هېندارې" د افغان ښځو د درو نسلونو د کړاو او لاس ته راوړنو کیسه کړې ده.

ظریفې غفاري بي بي سي ته وویل، "فکر کوم له همدغو لارو مې د افغان ښځو د مظلومیت غږ تر نړيوالو رسولی او د ولس له لارې مو پر نړيوالو سیاستوالو فشار راوړی چې افغانستان کې د بشري حقونو ناقض نظام ته پښې سستې نه کړي. د سوشل میډيا له لارې د افغانو ښځو او آګاه نسل عامه پوهاوي او د طالباني رژيم پر وړاندې یو موټي کېدل مو بله برنامه ده تر څو طالب په کور دننه بدلون ته وهڅوو."

اغلې غفاري ته په ۲۰۲۰ کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ځواکمنې ښځې نړيواله جایزه هم ورکړې ده.

خالده پوپل (لوبغاړې)

خالده پوپل

د عکس سرچینه، Getty Images

خالده پوپل فوټبالره ده او د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د کپتانې یا مشرې په توګه پاتې شوې ده.

اغلې پوپل د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د نوبل جایزې پښتنې ګډونکې ملالې یوسفزۍ سره په ګډه د افغان ښځينه فوټبال کوونکو لپاره غږ پورته کړ او د فوټبال نړيوال فدراسيون یا فیفا نه یې وغوښتل چې دا لوبډله په رسميت وپېژني، په اړه یې "بې پروايي" پرېږدي او د نجونو لپاره بېله شوې بوديجه د طالبانو حکومت تر چتر لاندې فوټبال فدراسیون ته ونه سپاري. خالده پوپل وايي، له دې سره غواړي په بهر کې افغان نجونو ته د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو حق ترلاسه کړي. ملالې یوسفزۍ يې هم په ملاتړ وویل، "طالبان لګیا دي افغان ښځې له عام ژونده بې برخې کوي. اوس د فیفا لپاره ښه وخت دی چې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډله په رسيمت وپېژني". خو د دوی دې غوښتنې ته تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ویلی شوی او خالدې پوپل ګواښ کړی و چې د فیفا پر ضد به د سپورت نړيوالې محکمې ته عریضه کوي.

که څه هم اغلې پوپل په ۲۰۱۱ کې له افغانستانه وتلې خو د ښځينه فوټبال ډله او نورې فوټبال کوونکې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ځينې بریتانیا، اسټرالیا او نورې بیا د فوټبال د وتلي ستوري رونالډو هېواد پرتګال ته کډوالې شوې دي.

فوزیه کوفي (سیاستواله او مخکېنۍ وکیله)

فوزیه کوفي

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

افغان سیاستواله او د ولسي جرګې مخکېنۍ غړې فوزیه کوفي له څو هغو ښځو ده چې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ګډونوالې وې. که څه تر سقوط وروسته ځينو ملامتوله چې ګواکې طالبانو سره د خبرو پایله یې ولې د خلکو د فکر اپوټه راوختله خو اغلې کوفي وايي چې اوس هم د افغانستان د "وضعیت ښه کېدا" لپاره هڅې کوي او د همدې لپاره د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو په ګډون له بېلابېلو بنسټونو او شخصيتونو سره ناستې کوي چې "باید د افغانستان مسله له یوې سیاسي لارې حل شي، هلته یو سیاسي بهیر پیل شي، که جمهوريت نه وي هم خو داسې یو نظام باید وي چې ټول خلک ځان پکې وويني او ښځې په کې مهمه ونډه ولري."

فوزيه کوفي چې اوس په بریتانیا کې اوسېږي، بي بي سي ته وویل چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یې د یو شمېر ښځينه وکیلانو، د ښځو حقونو فعالانو او د مدني ټولنو له غړو سره په ګډه د افغان ښځو د حق‌غوښتنې په موخه "ایتلافونه" جوړ کړي دي. دا زیاتوي چې پر ښځو د طالبانو حکومت له لوري د لګول شویو بندیزونو او له کبله یې د بندي شویو ښځيو د خلاصون لپاره هڅې کړې دي او ځينو نجونو ته یې د زدکړو زمینه برابره کړې ده.

صابره سعید (د زدکړو فعاله)

صابره سعید

د عکس سرچینه، SABIRA

د افغانې صابرې سعید نوم همدا یوه میاشت مخکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ۲۰۲۳ کال الهام بښونکو ځوانانو په نوملړ کې راغی. دوی ته یوه جایزه ورکول کېږي چې د بریتانیا شهزادګۍ ډيانا په نوم ده او هر کال هغو ځوانانو ته ورکول کېږي چې خپلې ټولنې ته یې خیر رسېدلی وي.

صابره سعید د کابل پوهنتون د معالجوي طب زدکړیاله او د 'طیب ښوونيز بنسټ' رامنځ ته کوونکې ده. د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته زرګونه نجونو ته د دغه ښوونيز بنسټ پر مټ د ښوونځي د درسونو، کمپيوټر، انګریزي، فرانسوي او عربي ژبې تر څنګ ديني او روغتیايي زدکړې هم ورکوي. صابره سعید بي بي سي ته وویل، "طیب بنسټ زما د کورنۍ او رضاکاره ملګرو په تخنيکي مرسته ژوندی دی. په لنډه موده کې مو تر لسو زرو ډېر شاګردان وروزل. دمګړۍ د افغانستان له بېلابېلو سیمو افغان نجونې راسره پر زدکړو بوختې دي او تر څنګ یې د ژوند پر بېلابېلو چارو سيمینارونه او د پروګرامېنګ کورسونه هم لرو." صابره سعید وايي، هیله منه ده چې ژر تر ژره ټول تعلیمي مرکزونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي او "موږ هم د نورې اسلامي نړۍ په څېر له خپل شرعي او قانوني حق څخه برخمنې شو او د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلو"

محبوبه سراج (د شاهي کورنۍ غړې او د ښځو حقونو فعاله)

محبوبه سراج

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د شاهي کورنۍ غړې او د ښځو حقونو فعاله محبوبه سراج هم د افغان ښځو د حق‌غوښتنې په بېلابېلو نړيوالو غونډو کې د ښځو استازيتوب کوي. که هغه د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د ناروې په اوسلو کې د تړلو دروازو تر شا هغه کنفرانس وي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي هم د ځینو نړيوالو استازو په شمول ګډون پکې کړی و او اغلې سراج پکې له طالبانو د ښځو د حقونو خوندیتوب او د بندي مېرمنو خلاصون غوښتی و او که تازه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سره مخامخ افغان نجونو ته د زدکړو حق غوښتل دي.

تازه د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د اغلې سراج هغه ویډيو دا څو ورځې لاس په لاس کېږي چې دا ورته وايي، "د خدای لپاره نور د نجونو ښوونځي پرانيزئ. داسې نه شي کېدلی چې د ښځو یو نسل ټولنې ته داسې پرېږدئ. که داسې ونه کړئ، زه ژمنه درکوم چې نړۍ به مو پر وړاندې ودرېږي. په هغه حالت کې به بیا تر ټولو ډېر تاوان همدغه افغانستان کوي. قدرت به یو څوک په زور ونیسي خو په زور یې ساتلی نه شي. نو افغانستان هغه برخلیک سره مخ کېدو نه را وژغورئ"