موسیقي غږوونکې افغان نجونې؛ له ځينو ستونزو سره سره مو زهره ارکسټر ژوندی ساتلی دی

ښځې

د عکس سرچینه، ANIM

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي پښتو

د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له افغانستانه پرتګال ته کډه شوې موسیقي غږوونکې نجونې وايي، له ځينو ستونزو او ننګونو سره سره یې د زهره ارکسټر ژوندی ساتلی دی. دا ارکسټر د افغانستان د موسیقي ملي انسټټيوټ تر چتر لاندې د موسیقۍ هغه ډله ده چې ټولې غړې یې ښځينه دي. دلته مو د ښځو نړیوالې ورځې؛ مارچ اتمې په مناسبت د افغان ښځو د دغه ځانګړي ارکسټر له ځينو غړو سره خواله کړې.

"سمه ده چې مشکلات ډېر دي او موږ په افغانستان کې هېڅ راتلونکی نه لرو خو خپل وطن خپل وي. کاش هغه ورځ راشي چې موږ بېرته افغانستان ته لاړې شو او یو ځل بیا هلته موسیقي وغږوو".

دا پرتګال هېواد ته د کډه شوې شګوفې ساپۍ خبرې دي چې خپل وطن ته بېرته د ورګرځېدو ارمان کوي. خو دا داسې یو هنر پالي چې له کبله یې د افغانستان پرېښودو ته اړ شوې. د موسیقۍ هنر، چې پر افغانستان اوسني طالب واکمنان یې کلک مخالف دي او ساز او سرود "اوبال" ګڼي.

د زهره ارکسټر پیل او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته لوړې ژورې

اغلې ساپۍ د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په کابل کې وه چې طالبان پلازمېنې ته ننوتل.

د واک په لومړیو ورځو کې یې د دې د روزلو ځای (د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ) وتاړه او د نجونو په لاسونو د زهره ارکسټر غږېدونکې الې هم لکه د سندرغاړو غږونه غلې شوې.

شځې

د عکس سرچینه، Shogufa Safi

د عکس تشریح، شګوفه ساپۍ له شاوخوا اوو کلونو راهیسې د موسیقۍ ملي انسټټيوټ سره ده او د زهره ارکسټر غړې ده

شګوفه د دغه انسټټيوټ د هغو شاوخوا درو سوو زدکوونکو په ډله کې وه چې څه موده یې د طالبانو له وېرې په پټه ژوند وکړ او وروسته له افغانستانه ووتله.

له دوی یې ځينې امریکا، یو شمېر المان او پاتې هغه پرتګال ته وکوچېدل.

شګوفه ساپۍ د ختیځ ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د ښوونځي له څلورم ټولګي یې موسیقي غږول پیل کړي.

که څه هم په افغان ټولنه کې د ښځو له موسیقۍ غږولو سره حساسیتونه له پخوا راهیسې شته خو د شګوفې په څېر ګڼو نجونو او ښځو په وروستیو کلونو کې له دودیزو خنډونو سره سره د سندرو ویلو تر څنګ د رباب، سېتار، هارمونیه او د موسیقۍ بېلابېلو الو زده کولو او غږولو ته مخه کړې وه.

د ساز او سرود د همداسې مینه والو لپاره افغان موسیقي پوه ډاکټر احمد ناصر سرمست په ۲۰۱۰ کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ بنسټ کېښود او پنځه کاله وروسته په ۲۰۱۵ کې یې زهره ارکسټر رامنځ ته کړ چې ټولې غړې یې ښځينه وې. له همدې کبله "د افغان ښځو ارکسټر" په نوم هم یادېږي.

خو اغلې ساپۍ وايي، "د جمهوري نظام له سقوط سره زهره ارکسټر هم یو ډول وپاشل شو او غړې یې تیت و پرک شوې او ‌ مختلفو هېوادونو ته لاړې"

"زهره ارکسټر نړیوالو ته د افغانستان ښکلی او مثبت اړخ ورښوده"

د ویډیو تشریح، د زهره ارکسټر د پېغلو ډله د ۲۰۱۹ په مارچ کې د اروپا پر هنري سفر ووتله، په څو هېوادونو کې یې سندریز کنسرټونه ورکړل او خورا وستایل شوه. بنسټګر او څو غړو ته یې په نړیواله او کورنۍ کچه جایزې او مډالونه ورکړل شوي

نګین خپلواک د زهره ارکسټر یوه بله غړې ده. کله چې په ۲۰۱۵ کې ارکسټر رامنځ ته شو نو دا ۱۷ کلنه وه او د زهره ارکسټر لومړنۍ او کم عمره ښځينه مشره یا کنډکټره شوه.

اغلې خپلواک هم وايي چې د ښځو په دې ځانګړې ډلې پورې د دې او د افغانانو ډېرې هیلې غوټه وې خو په وینا یې، تر "سقوط" وروسته موسیقي "خاموشه" شوه.

دا زیاتوي، "ګڼو هېوادونو ته مو سفرونه وکړل. زهره ارکسټر خلکو ته د موسیقۍ له لارې د افغانستان ښایسته مخ او مثبت اړخ ورښوده چې زموږ وطن ښه کلتور لري، ښه رواجونه او ښکلې موسیقي لري. هیله لرم په راتلونکي کې بیا ورسره یو ځای شم"

د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د زهره ارکسټر پېغلو اروپا ته هنري سفر وکړ او په بېلابېلو هېوادونو کې یې سندریز کنسرټونه ورکړل. د دغه سفر پر مهال دا موسیقي غږوونکې ډله خورا وستایل شوه.

اغلې خپلواک د زهره ارکسټر له هغو مهمو غړو یوه ده چې اوس له دې ډلې بېله شوې. دا اوس په امریکا کې ژوند کوي او هلته د موسیقۍ په برخه کې پر زدکړو بوخته ده.

ښځې

د عکس سرچینه، Negin Khpalwak

د عکس تشریح، نګین خپلواک؛ د زهره ارکسټر لومړنۍ ښځينه مشره

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ بنسټګر احمد ناصر سرمست مې په لندن کې د یوې غونډې پر مهال په همدې اړه وپوښت، هغه هم وویل چې د دغه ارکسټر ځينې مهمې غړې اوس په پرتګال کې نه دي او په نورو هېوادونو کې پر زدکړو بوختې دي خو په خبره یې، نوې غړې روزل کېږي او "زهره ارکسټر تر اوسه ژوندی دی"

نګین خپلواک هم هیله منه ده چې د دې او د ډلې د نورو خورلڼو تشه به د شګوفې ساپۍ په څېر نجونې په پرتګال کې ډکه کړي خو شګوفه بیا وايي چې، "د زهره ارکسټر ټولې غړې روزل شوې وې او څو کاله یې د موسیقۍ په برخه کې کار کړی و. اوس تقریباً یو شل تنه نجونې دي خو دوی یې تازه زده کوي او ډېر وخت به ونیسي چې زهره ارکسټر بېرته د پخوا غوندې برابرېږي"

د کډوالۍ ژوند کړاو او ننګونې

یوازې د موسیقۍ پالل او د زهره ارکسټر بېرته پر پښو درول نه دي چې دا مسافرې افغانانې زړه ورته خوري بلکې پرتګال کې د کډوالۍ ژوند سختیو هم پکو کړې دي.

له پرتګالي ژبې سره د دوی نه بلدتیا او هلته د بېکارۍ ستونزې له کبله د کاري‌ فرصتونو کمښت هغه ننګونې دي چې نږدې هر کډول په کوربه هېواد کې په لومړیو کې ورسره مخ کېږي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

شګوفه وايي، تېر کال پرتګال ته په رسېدو دوی ټولو ته په یوه روغتون کې چې د کډوالو لپاره ځانګړی شوی و، د اوسېدو ځای ورکړل شو او، "وروسته استاد سرمست یو کور راته کرایه کړ، اوس هلته اوسېږو، خرڅ خوراک هم راکول کېږي او تر پخوا پکې ارامه یو"

اغلې ساپۍ همدا راز وايي چې له افغانستانه تر ډېره وتلیو کسانو ته په هېواد کې کورنۍ ورله غاړې دي خو دوی په هغه وضعیت کې نه دي چې وطن کې پاتې کورنیو سره هم مرسته وکړي.

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه زره کسان له هېواده وتو ته اړ شول چې پر بېلابېلو مسلکونو بلد کادرونه هم پکې وو او ډېری یې اوس په بهرنیو هېوادونو کې د خپل مسلک خلاف عادي خوارۍ مزدورۍ ته اړ شوي دي.

"افغان موسیقي مړ کېدو ته نه پرېږدو او یوه ورځ‌ به بېرته وطن ته ځو"

ښځې

د عکس سرچینه، Omid Sharifi

د عکس تشریح، د کابل صدارت څلورلارې ته څېرمه پر یوه دیوال د زهره ارکسټر غړې له خپل روزونکي ډاکټر ناصر سرمست سره ښکاري. دا ArtLoardWorld رسم کړی او د طالبانو حکومت له راتګ سره له دیواله پاک کړای شوی دی.

که څه هم له شګوفې ساپۍ سره پرتګال ته تللې ډېرۍ موسیقي غږوونکې نجونې له ورته برخلیک سره مخ دي او کله ناهیلې هم شي خو په تېرو خاطرو زړه ته ډاډ ورکوي چې "بېرته به هر څه سم شي"

اغلې ساپۍ وايي، "وطن کې هر څه ډېر ښه وو. کنسرټونه مو کول، چا ته احتیاج نه وو، خپل وطن مو و. هر څه رارسېدل. کله چې ستونزې ګورو، وایو تر دې خو افغانستان ښه دی خو چې ګورم، هلته طالبان نجونې زدکړو ته نه ‌پرېږدي، حقونه یې ترې اخیستي، موسیقي نه مني، مجبورې یو دلته پاتې شو، خو غواړم دلته ځان ورسوم، ښې زدکړې وکړم، په خپلو پښو ودرېږم او بېرته افغانستان ته لاړه شم. طالبان خو به تل په واک کې نه وي"

د زهره ارکسټر مخکېنۍ مشره نګین خپلواک هم وايي چې یوه ورځ به بېرته افغانستان ته ستنېږي او په وینا یې، د کډوالۍ له مجبوریتونو باید ټولې نجونې د یوه ښه فرصت په توګه ګټه واخلي.

دا زیاتوي، "افغانستان به ازاد شي. تر هغه به موږ خپل درسونه ووایو، زدکړې به وکړو، موسیقۍ کې به ځانونه ورسوو، بیا به وطن کې استفاده ترې وکړو. دلته هم د افغان موسیقۍ غږ ژوندی ساتو او ټول هنرمندان باید افغان موسیقي مړ کېدو ته پرې نه ږدي".

شګوفې ساپۍ مخکې ضربي الات غږول خو اوس یې د زهره ارکسټر رهبرۍ او کمپوز برخې ته ملا تړلې ده او غواړي په راتلونکي کې د دې ښځينه ارکسټر مشري وکړي.

دا خوښه ده چې د موسیقۍ ملي انسټټيوټ ډلې کارونه ښه روان دي، لا هم د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان موسیقۍ سندریزې نندارې وړاندې کوي، کنسرټونه جوړوي او نوې سندرې ثبتوي.

ما سره یې چې خبرې کولې نو دوی د ښځو نړیوالې ورځې یا د مارچ اتمې په مناسبت د یوې نوې دري سندرې "رزم تو قشنګ است به فریاد زنانه" د ثبت لپاره تمرین کاوه.

په دې سندره کې ښځو ته د ټولنې، دودونو او سیاستونو له کبله په ورپېښو محرومیتونو "فریاد" شوی او د هغوی د حق غوښتنې چغه پکې بدرګه شوې ده.