د پېغلو ' زهره ' ډله هېواد ته ستنه شوه

زهره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغې آرکسټر ډلې په داووس کې د ډېر شمېر لیدونکو او اورېدونکو زړونو ته لار وموندله
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغان ښځینه وو لومړنۍ ارکسترا 'زهره ' ډله د پنجشنبې په ورځ هېواد ته ستنه شوه او د کابل په هوايي ډګر کې یې مینه والو تود هرکلی وکړ.

د زهره ارکستر د موسیقۍ برخې ' فریموس ' یا د موسیقي 'آزاده الهې جایزه ' په سویس کې ترلاسه کړه.

دا په افغانستان کې لومړنۍ د موسیقي ډله ده چې ټولې غړې یې نجونې دي. د زهره آرکستر ډلې د اروپا په پنځو ښارونو کې نندارې ترسره کړې او له یوې نړیوالې جایزې سره په داسې حال کې هېواد ته ستنېږي چې هیڅ غړی یې هم نه دی کم شوی.

د ویډیو تشریح، د افغان پېغلو ارکستر

دغې آرکسټر ډلې په داووس کې د ډېر شمېر لیدونکو او اورېدونکو زړونو ته لار وموندله او ننداره کونکو ته یې افغاني او بهرنۍ سندرې وړاندې کړې.

د دغې ارکسترا یوې غړې نګین خپلواک بي بي سی ته وویل، کله چې موږ دا جایزه واخیسته و مو ویل چې تر دې لوړې هم اخیستی شو، ځکه موږ زیار باسو. افغان مېرمنې ډېرې زیارکښې دي.

د افغانستان د موسیقي انسټیټیوت بنسټ اېښودونکی احمد سرمست د دغې جایزې د ارزښت په اړه وايي:

زهره

د عکس سرچینه، Getty Images

''کله چې د نجونو یوه ډله د نړۍ پر سترو دریځونو خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي، کولای شي د افغانستان ښکلی انځور او مثبت بدلونونه چې دلته راغلي دي خلکو ته وښيي او بله دا چې که موږ لرغونې افغان موسیقي له اروپايي موسیقۍ سره یو ځای کوو، نو د افغانستان لرغونې موسیقۍ ساتلو ته موږ ژمن ساتي او هم د موسیقۍ بېلابېلو ډولونو او د بیان آزادۍ ته زموږ ژمنتیا ښيي. ''

د زهره په ارکستر کې له ۱۳ تر ۲۰ کلنو پورې ۳۵ نجونې شته چې ځینې یې یتیمې او د بې وزلو کورنیو غړې دي.

د دغې ډلې سفر تېره میاشت له داووس نه پیل شو او وروسته په جرمني کې پای ته ورسېد.