د مساپر خوړو کې د ژوندي موږک له پیدا کېدو وروسته د الوتکې بېړنۍ ناسته

د عکس سرچینه، Reuters
د سکنډیناویا هوايي شرکت (اېساېاېس) اعلان کړی چې یوه الوتکه یې د چارشنبې پر ورځ له هغې وروسته بېړنۍ ناستې ته اړوته چې د یوه مساپر په خوړو کې یې ژوندی موږک راووت.
دا الوتکه د ناروې له پلازمېنې اوسلو د اسپانیا مالاګا ښار ته راونه وه، خو په لار کې اړ شوه چې د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن کې بېړنۍ ناسته وکړي.
د اېساېاېس هوايي شرکت ویاند اوستین شمیت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا پرېکړه د دوی د کړنلارې له مخې شوې، ځکه دغه ژوي د الوتنې خوندیتوب له خطر سره مخامخاوه.
مساپر وروسته له کوپنهاګن نه په بله الوتکه کې مالاګا ته لېږدول شوي دي.
هوايي شرکتونه معمولآ له دې کبله د موږک د کورنۍ له ژویو سره ډېر احتیاط کوي، چې د هغوی لخوا په الوتکو کې د برېښنايي مزو د ژوول کېدو د خطر مخه ونیسي.
ښاغلي شمیت زیاته کړې، "دا داسې څه دي چې ډېر نادر پېښېږي."
هغه زیاته کړې "موږ داسې حالاتو لپاره مشخصې کړنلارې لرو چې د داسې څه د بیا نه پېښېدو ډاډمنتیا لپاره له تامینوونکو سره بیاکتنه هم پکې شامله ده."

د عکس سرچینه، Great Western Railway
یو مساپر 'جارل بورېسټاد' چې دا هر څه یې پخپله له نږدې کتلي، بيبيسي ته په یوه ثبتي ویډیو کې ویلي، الوتکه کې د ده څنګ ته ناستې ښځې د خوړو بکس پرانیسته چې موږک ترې وتښتېد.
هغه وویل چې وضعیت ډېر ارام و او د الوتکې سپرلیو څه هلهګوله نه لرله.
خو ښاغلي بورېسټاډ دا هم ومنله چې ده خپلې پایڅې له دې وېرې په جورابو کې ننهایستې وې چې موږک وردننه نه شي.
دا مساپر وايي، د الوتکې د مسیر بدلېدو او بېړنۍ ناستې یوازې دومره وکړل، چې سفر یې څو ساعته اوږد کړ.
دا په تېره یوه اوونۍ کې دویم ځل شو چې د عامه ترانسپورت خدمات د ژوونکو له کبله ټکنی کېږي.
تر دې څو ورځې مخکې د انګلنډ په سویل کې د یوه اورګاډي سفر له دې کبله نیمه لار کې لغوه شو چې دوه نولیان (خرلمي) یې یوې ډبې ته ور وختل او یو یې له کېوتلو انکار کاوه.











