هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی: مخکې د دوی تر منځ لانجې څنګه کمې شوې وې؟

پوځیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د تېرې اوونۍ هغه خونړي برید چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، له هندي دیپلوماتانو او امنیتي ځواکونو سره یو داسې احساس بیا راژوندی کړ، چې مخکې هم ترې تېر شوي دي.

دا هماغه ځای او هماغسې احساس دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې د اوړي سیمې په یوه برید کې د ۱۹ هندي پوځيانو له وژل کېدو وروسته د هند پوځ د لاین اف کنټرول (د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د بېلتون کرښه) په شاوخوا کې ''سرجیکل سټرایکس'' یا هوايي بریدونه وکړل او د وسله والو پټنځایونه یې په نښه کړل.

په ۲۰۱۹ کال کې بیا په پلوامه سیمه کې د بمي چاودنو له کبله د ۴۰ هندي پوځيانو له وژل کېدو وروسته هندي هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې دننه بالاکوټ سیمه کې بمبارۍ وکړې.

دا له ۱۹۷۱ کال وروسته لومړنی دا ډول برید و، چې پایله کې یې د هوايي ځواکونو تر منځ نښتې او د پاکستان له لوري ځواب هم درلود.

له دې ټولو مخکې بیا د هند په ممبۍ ښار کې یوه خورا ناوړه پېښه وشوه، چې وسله والو کسانو تر ۶۰ ساعتونو پورې په یوه هوټل، ریل تمځای او د یهودانو په یوه مرکز کې خلک یرغمل کړي وو او په ډزو او چاودنو یې ۱۶۶ کسان ووژل.

له دې هرې یوې پېښې وروسته هند د پړې ګوته هغو وسله والو ډلو ته ونیوه، چې د دوی په وینا مرکزونه یې پاکستان کې دي او اسلام اباد یې د دې ډلو په ملاتړ تورن کړ، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

له ۲۰۱۶ وروسته او په ځانګړې توګه د ۲۰۱۹ له هوايي بمبارۍ وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی خورا په چټکۍ سره زیات شو. د هند له لوري د پولې له پورې غاړې د توپخانې ګوزارونه او هوايي بمبارۍ یو نوی وضعیت رامنځته کړ، چې معمولا یې د پاکستان له لوري ځواب ورکول کېږي.

دې سره یو داسې چاپېریال نور هم تاوتریخجن شو، چې له مخکې هم ډېر ښه نه و.

د ماهرینو په اند هند اوس یو ځل بیا د پاڼ او پړانګ تر منځ وضعیت سره مخامخ دی. دا وضعیت د غبرګون څرګندولو او یا د تاوتریخوالي مخنیوي تر منځ د یوه خورا نازک انډول ساتل دي.

اجې بیساریا د پلوامه پېښې پر مهال په پاکستان کې د هند سفیر په توګه مسوولیت درلود او دی له هغو کسانو یو دی، چې د دې بیا بیا تکرارېدونکي وضعیت یادونه یې په خپل ''له پاکستان سره له کړکېچه ډک دیپلوماتیکو اړیکو'' نومي یادښت کې کښلي دي.

ده پر سې شنبه له وروستۍ پېښې لس ورځې وروسته راته وویل، ''د پلوامه او پهلګام پېښو د پېښېدو وروسته وضعیت تر منځ پام وړ ورته والی ښکاري.''

خو ده زیاته کړه، چې په پهلګام برید کې یو بدلون لیدل کېږي. په اوړي او پلوامه کې امنیتي او دفاعي ځواکونه په نښه شوي وو، خو دا ځل په پهلګام کې ملکي خلک په نښه شوي دي، چې ډېری پکې د هند لر او بر اوسېدونکي سېلانیان وو او دا د ۲۰۰۸ کال ممبۍ بریدونو یاد تازه کوي:

''دا برید د پلوامه برید ته ورته والی لري، خو تر هغه زیات د ممبۍ بریدونو ته ورته ښکاري.''

ښاغلی بیساریا زیاتوي: ''موږ یو ځل بیا له یوه کړکېچن وضعیت سره مخامخ یوو او کیسه یو ځل بیا په ورته توګه پرمخ روانه ده.''

پلوامه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۱۹ کال پلوامه بمي بریدونو له کبله ۴۰ هندي پوځیان ووژل شول او هند د پاکستان بالاکوټ کې بمباري وکړه.

له وروستي بریده یوه اوونۍ تېرېږي، خو ډيلي په دې موده کې چټک ځوابي اقدامات کړي: له پاکستان سره یې د پولې پر سر د تګ راتګ مهمه لار تړلې، د سیندونو اوبو وېش یوه مهمه هوکړه یې ځنډولې، دیپلوماتان یې ایستلي او له هغو ډېری پاکستانیانو یې د هند ویزې بېرته اخیستې، چې د وتلو لپاره څو ورځې وخت ورکړل شوی او په دا وروستیو ورځو کې د پولې اوږدو کې پر یوه بل د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

ډیلي له پاکستان هر ډول پوځي او ملکي الوتکو پرمخ خپل فضايي حریم وتاړه او پاکستان له مخکې همداسې کړي و.

پاکستان هم په ورته توګه د هندیانو ویزې لغوه کړې، او له هند سره د ۱۹۷۲ کال له سولې هوکړې بهر شول.

ښاغلی بیساریا په خپلو یادښتونو کې د ۲۰۱۹ کال فبرورۍ د ۱۴مې پلوامه برید وروسته وضعیت یادونه کوي.

دی د پېښې پر بله ورځ ډیلي ته غوښتل شوی و، هند حکومت له پاکستانه هغه د خوښي وړ ملت حیثیت اخیستی و، چې په ۱۹۹۶ کې یې ورکړی و، سوداګري یې بنده کړې وه.

له هغه څو ورځې وروسته د هند کابینه کې د امنیت اړوند کمېټې (سي سي اېس) پر پاکستاني توکو ۲۰۰ سلنه تعرفه لګولې وه، صادرات یې بند کړې وو او د اټارۍ-واهګه ځمکني بندر له لارې یې له پاکستان سره پر سوداګرۍ بندیز لګولی و.

د ښاغلي بیساریا په خبره له پاکستان سره د اړیکو کمولو ځینې نور وړاندیزونه هم شوي وو، چې وروسته عملي هم شول.

په دې کې د سمجهوته اېکسپریس په نامه د یوه ریل ګاډي تګ-راتګ لغوه کول، د ډيلي او لاهور تر منځ د یوه بس تګ-راتګ بندول، د پوله ساتو ځواکونو تر منځ د خبرو ځنډول، د کرتارپور تاریخي دهلیز په هکله د خبرو ځنډول، چې د سیکانو له تاریخي ځایونو یو دی، د ویزو ورکړه او د پولې یوه-بل لور ته تګ، راتګ بندول، پاکستان ته د هندیانو پر تګ بندیز او د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي سفر لغو کول شامل وو.

ښاغلي بیساریا لیکلي: ''فکر مې کاوه، چې د باور رامنځته کول څومره ګران دي او له منځه وړل یې څومره اسانه چاره ده. په دې ستونزمنو اړیکو کې هغه ټول باور چې د کلونو- کلونو په اوږدو کې یې د رامنځته کولو لپاره پلانونه جوړ شول، خبرې وشوې او عملي شول، د ژړ رنګه کاغذ پر مخ له یو څو کرښو سره په څو دقیقو کې له منځه تللای شي.''

په ۲۰۲۰ کال کې د یوې بلې دیپلوماتیکې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د هند سفارت کارکوونکو شمېر له ۱۱۰ کسانو ۵۵ کسانو ته ټیټ شو (اوس له پهلګام پېښې وروسته دا شمېر ۳۰ کسانو ته ټیټ شوی) او هند په دیپلوماتیک ډګر کې هم اقدامات پیل کړي وو.

اجې بیساریا (کیڼ لور ته) له پلوامه برید ۲۲ وروسته پاکستان ته د هند سفیر په توګه ستون شو.

د عکس سرچینه، Ajay Bisaria

د عکس تشریح، اجې بیساریا (کیڼ لور ته) له پلوامه برید ۲۲ وروسته پاکستان ته د هند سفیر په توګه ستون شو.

له برید یوه ورځ وروسته د هند هغه مهال بهرنیو چارو وزیر اجې ګهوکالي د امریکا، چین، روسیې او فرانسې په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازي وبلل او جېش محمد په نامه وسله والې ډلې په هکله یې معلومات ورکړل، چې مرکزونه یې پاکستان کې دي او د هغو چاودنو تر شا یې لاس درلود. هند پر پاکستان تور پورې کړ، چې ترهګري د دولتي پالیسي په توګه کاروي. جېش محمد، چې د هند، ملګرو ملتونو، بریتانیا او امریکا لخوا رسماً د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، د هغو چاودنو مسوولیت منلی و.

ښاغلی بیساریا لیکي، چې د هند دیپلوماتیکې هڅې د برید پر لسمه ورځ هم دوام وکړ، چې د فبرورۍ پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو سازمان بندیزونو کمېټې د جېش محمد مشر مسعود اظهر ترهګر وباله او د اروپايي ټولنې (خپلسرو ترهګرو) په لیست کې هم شامل شو او په داسې حال کې چې د اوبو وېش هوکړې ځنډولو لپاره فشارونه ډېرېدل، هند د دې هوکړې مکلفیتونو له مخې د معلوماتو پټول غوره کړل.

ټولټال ۴۸ دوه اړخیز توافقونه د لغو کولو په پار بیا کتنې ته وسپارل شول. په ډيلي کې یوې ټولګوندي غونډې ته معلومات ورکړل شول او پایله کې په یوه خوله یو پرېکړه لیک صادر شو.

په ورته مهال د خپلمنځي اړیکو لړۍ پرانیستې وه. په دې کې د دواړو هېوادونو د پوځونو عملیاتي مشرانو تر منځ د (هاټ لائن) په نامه اړیکه چې د پوځونو تر منځ د رابطې مهمه لار ده، هم پرانیستې وه او دغه راز د یوه او بل هېواد کې د دواړو سفارتونو تر منځ اړیکه هم پرانیستې پاتې شوه.

پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې هم د اوس په څېر وویل، چې دا ''جعلي عملیات'' دي.

د اوس غوندې هغه مهال هم نژدې کټ مټ چاڼیزو عملیاتو کې نژدې ۸۰ داسې کسان ونیول شول، چې فکر کېده له پاکستان مېشتو وسله والو سره یې په برید کې د معلوماتو یا لوژستیک په برخه کې مرسته او ملاتړ کړي دي.

د هغه مهال کورنیو چارو وزیر راجنات سینګ د جمو کشمیر سیمې لیدنه وکړه او د مشکوکو کسانو خلاف دوسیې چمتو شوې.

هندیانو د ۲۰۱۹ په فبروري کې پر بالاکوټ د بمبارۍ له کبله خوشي څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هندیانو د ۲۰۱۹ په فبروري کې پر بالاکوټ د بمبارۍ له کبله خوشي څرګنده کړه.

ښاغلي بیساریا هغه مهال بهرنیو چارو له وزیرې سشما سوراج سره لیدنه کې هغې ته ویلي و، چې ''له دغسې یوه ترهګر برید سره په تعامل کې د هند دیپلوماتیکې لارې، چارې محدودې دي.''

نوموړی لیکي د هغې تاثر داسې و، چې ګواکې یو سخت فعالیت به ژر تر ژره کېږي او له هغه وروسته زه باید تمه وکړم، چې دیپلوماسي به پر مخ ځي.

د فبرورۍ پر ۲۶مه هندي هوايي ځواکونو له ۱۹۷۱ وروسته لومړی ځل د خپل هېواد له پولو هاخوا په بالاکوټ کې د جېش محمد پر کمپ بمباري وکړه.

له هغه شپږ ساعته وروسته د هند بهرنیو چارو وزارت وویل، چې په هوايي بریدونو کې د وسله والو او د دوی د قوماندانانو ''ګڼ شمېر'' کسان وژل شوي دي. پاکستان بیا دا ادعا ژر رد کړه او په ډیلي کې له هغه وروسته د لوړ کچ چارواکو نورې غونډې وکړې.

د هغې بمبارۍ پر دویمه تاوتریخوالی زیات شو او پاکستان هم هوايي بمبارۍ پیل کړې. په هوايي نښتو کې د یوې هندۍ جنګي الوتکې پیلوټ ابینندن ورتهمان له خپلې الوتکې ځان وغورځاوه او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې کوز شو.

پاکستاني ځواکونو هغه پیلوټ بندي کړ، چې له کبله یې د داوړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی نور هم زیات شو.

ښاغلی بیساریا لیکي، هند د بریتانیا او امریکا په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره پر اسلام اباد د فشار زیاتولو لپاره دیپلوماتیکې لارې پرانیستلې. د هند پیغام دا و، چې ''که پاکستان د تاوتریخوالي زیاتولو هڅه وکړي او یا هم پیلوټ ته کوم زیان ورسېږي، د هند له لوري به هم تاوتریخوالی ډېر شي.''

د فبرورۍ پر ۲۸مه د پاکستان هغه مهال لومړي وزیر عمران خان د هندي پیلوټ خوشي کولو اعلان وکړ او د زندانیانو تبادلې پروټوکول له مخې د مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه هندی پیلوټ د خپل هېواد چارواکو ته وسپارل شو.

د هماغې مارچ میاشتې پر پنځمه نېټه چې د پلوامه، بالاکوټ او پیلوټ خوشي کېدو پېښې تېرې شوې، د هند کابینې امنیت کمېټې پرېکړه وکړه، چې هندی سفیر بېرته پاکستان ته واستوي.

مارچ ۲۰۱۹: هندي ځواکونو په لاس کې د نیول شوي پيلوټ ابینندن ورتهمان تصویر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مارچ ۲۰۱۹: هندي ځواکونو په لاس کې د نیول شوي پيلوټ ابینندن ورتهمان تصویر

ښاغلی بیساریا لیکي: ''زه د مارچ پر لسمه اسلام اباد ته ورسېدم، چې د پلوامه پېښه لا تازه وه او له کارګل وروسته په یوه میاشت کې دننه د پوځي تاوتریخوالي پېښې شوې وې. هند هیله درلوده چې د یپلوماسۍ پخوانۍ بڼې ته یو بل فرصت هم ترلاسه شي... دا هر څه په داسې حال کې و، چې هند د دیپلوماتیک او ستراتیژیک هدف ترلاسه کولو او پاکستان په کور دننه د بریا ادعا کوله.''

ښاغلی بیساریا دا د دیپلومات په توګه یو ''د ازمایښت او په زړه پورې' وخت بولي. دی وايي، ''اوسمهال بنسټیز توپیر دا دی چې هدف ملکي هندیان وو او د حیرانۍ خبره دا ده، چې دا برید داسې مهال کېږي، چې په کشمیر کې په ډرامايي انداز وضعیت ښه شوی دی.''

د ده په اند د تاوتریخوالي ډېرېدل ''طبیعي'' ښکاري، خو په خبره یې ''د تاوتریخوالي غریزې تر څنګ د تاوتریخوالي کمولو غریزه هم شته.''

کله چې د داسې کړکېچ په ترڅ کې د کابینې امنیتي کمېټه (سي سي اېس) غونډه کوي، د دوی پرېکړې د کړکېچ پر اقتصادي اړخ اغېز کوي او داسې اقدامات غوره کوي، چې پاکستان په داسې توګه اغېزمن کړي، چې د هند پر ضد یې ځوابي اقدام ونه شي کړای.

دی وايي، په ظاهري توګه هر څه هماغسې دي، خو په وینا یې د هند له لوري د انډس اوبو وېش هوکړې ځنډول ''پاموړ'' اقدام دی. دی زیاتوي: ''که هند دا عملي کړي، په اوږده مهال کې به پر پاکستان ژور اغېز ولري. په یاد مو وي، چې موږ اوس هم د کړکېچ په منځ کې یو، تر اوسه مو کوم (پوځي) خوځښت نه دی لیدلی.''