د ایټالیا محکمې البانیا ته د کډوالو استولو حکومتي پرېکړه ننګولې

- Author, پاول کیربي
- دنده, بي بي سي
ایټالیا کې محکمې د لومړۍ وزیرې جورجیا میلیوني هغه پنځه کلن پروګرام ننګولی چې له مخې به یې له سمندرونو ژغورل شوي کډوال د قضیو څېړنې لپاره په البانیا کې کمپونو ته استول.
ایټالیا محکمه د لومړۍ وزیرې دا جوړجاړی داسې حال کې ننګوي، چې د همدې پروګرام له مخې د استول شویو کډوالو لومړۍ ډله ایله څو ورځې مخکې د البانیا ګجادر سیمه کې چمتو شوي کمپ ته رسېدلې ده.
په روم کې د کډوالۍ یوې ځانګړې محکمې په دې هکله ویلي، د ۱۲ کډوالو هغه ډله چې په شمالي البانیا کې یوه کمپ ته استول شوې، ځکه باید بېرته راوستله شي، چې د محکمې په وینا د داسې هېوادونو وګړي پکې شامل دي، چې که بېرته ورواستول شي، د دې کسانو د ژوند لپاره خوندي نه دي.
له البانیا سره د مېرمن میلیوني دې هوکړې د ایټالیا د نورو لوېدیځوالو متحدینو لپاره هم د لېوالتیا لامل بلل کېږي او د ایټالیا حکومت وايي، د محکمې وروستۍ پرېکړه به وننګوي.
مېرمن میلیوني په دې هکله خبریالانو ته وویل: دا د عدلیې کار نه دی چې ووايي، کوم هېوادونه خوندي دي، بلکې دا د حکومت کار دی.) نوموړې پر همدې موضوع د بحث لپاره راتلونکې دوشنبه د کابینې غونډه راغوښتې ده.
که څه هم اروپا ته د مدیترانې سمندر له مرکزي لارې د غیرعادي کډوالو شمېر ۶۴ سلنه کم شوی دی، خو په اروپا کې پر حکومتونه لا هم فشار ډېرېږي، چې باید د راتلونکو کډوالو شمېر کم کړي.
د ایټالیا او البانیا تر منځ د هغو ۳۰۰۰ کډوالو قضیو څېړنې او بیا بېرته خپلو اړوند هېوادونو ته استولو مخکې د یوې میاشتې لپاره په کمپ کې ساتلو په تړاو هوکړه شوې ده.
د دې هوکړې اټکل شوي ۸۰۰ میلیونه یورو لګښت په هکله هم ځینو کسانو او سیاسي فعالانو نیوکې کړې دي.
د بېلګې په توګه د اپوزېسیون دیموکراتیک ګوند ایلې شلین ویلي، حکومت کولای شوای دا پیسې یې د روغتیا پالنې پر نظام لګولې وای.











