بټګرام کې د خپلې خوښې له واده ۱۲ کاله وروسته د ښځې وژنه، څلور وروڼه نيول شوي، خو پوليس مجرمانو ته څنګه ورسېدل؟

HAND

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد زبير
    • دنده, خبریال

د خيبر پښتونخوا بټګرام کې د خوښې له واده ۱۲ کاله وروسته، د درېيو بچيانو د مور وژنې راز يې د قبر له سپړنې او د مړي له طبي ارزونې وروسته روښانه شوی دی.

د مېړه په غوښتنه د عدلي طب يا د مړي طبي ارزونې راپور کې ويل شوي چې ښځه په زندۍ کولو وژل شوې ده.

دا دردوونکې پېښه د روان اېپرېل پر نهمه شوې، چې دا ښځه په کې د ادعا له مخې وژل شوې، او بيا په پټه خښه شوې ده.

له وژنې دوې ورځې وروسته، د مېړه په غوښتنه پوليسو د خپلې پلټنې ترڅ کې قبر سپړلی، او بيا یې د قاضي په شتون کې د مړي عدلي طب، يا طبي ارزونه کړې ده.

د بټګرام پوليسو په وينا، تر اوسه اووه تورن کسان نيول شوي، چې څلور یې د وژل شوې ښځې وروڼه، او درې بيا د جرګې غړي وو، داسې حال کې چې يو کس تښتېدلی او پوليس یې د نیولو په لټه کې دي.

د وژل شوې ښځې مېړه پوليسو ته ويلي، د خوښې له واده وروسته يې، يوې سيمه ييزې جرګې د دواړو کورنيو ترمنځ سولې لپاره اته لکه روپۍ هم ترلاسه کړې وې، خو د دواړو اړخونو ترمنځ یې هېڅ سوله ونه کړه.

قبر سپړنه کله او څنګه وشوه؟

د بټګرام کوزې بانډې تاڼه کې ثبت شوي شکایت کې د ښځې مېړه ویلي، چې ښځه یې د اېپرېل پر نهمه وژل شوې او بيا خښه شوې، او څلور کلنه لور یې د ښځې خپلوانو ورسره ساتلې ده.

د پلټنې افسر د مېړه له شکايت ثبولو وروسته عملي کار پيل کړی، څلور کلنه نجلۍ يې موندلې، عدالت او محکمې ته يې وړاندې کړې او له قاضي یې د قبر سپړنې اجازه غوښتې، چې ورپسې سيمه ييز مرکزي روغتون ته د مړي طبي ارزونې لارښوونه شوې وه.

له قبر سپړنې وروسته، د مړي طبي ارزونې راپور کې ويل شوي، چې د ښځې مرګ پر مرۍ فشار راوړلو کې د سا بندېدو له امله شوی دی.

د عدلي طب له راپور وروسته، د مېړه په غوښتنه پوليسو پېښه ثبت کړې، او عملي کار یې پيل کړی دی.

IMAGE

د عکس سرچینه، Getty Images

"دوه کاله مخکې مې یې ښځه او بچيان بېولي وو"

د اېف ای ار، يا د پوليسو لومړيو معلوماتو راپور له مخې، د داوې څښتن ۱۲ کاله مخکې محکمې کې واده کړی و، او درې بچيان یې دي.

راپور کې داوه شوې، "د محکمې واده له امله مې خسرخېل پر ما او زما پر ښځې سخت په غوسه وو. هغه وخت د روغې لپاره ډېرې جرګې وشوې، جرګې والو د روغې لپاره اته لکه روپۍ هم اخيستې وې، خو روغه یې ونه کړه."

ثبت شوې داوه کې ويل شوي "دوه کاله مخکې مې د ښځې ماما او د هغه زوی زما کور ته راغلل او ويل یې چې په خپل مسئوليت زما ښځه او ماشومان مې خسرخېلو ته بيايي او بېرته به یې راولي. دوی مې ښځه او ماشومان خسرخېلو ته بوتلل، خو له څلورو يا پنځو ورځو وروسته یې زما دوه زامن راوستل، خو ښځه او لور مې یې په زوره ورسره وساتل، او ويل یې چې روغه ونه شوه."

ثبت شوې داوه کې ويل شوي چې دې موده کې ډېرې جرګې وشوې، خو د ښځې له کورنۍ هېڅوک خبرې منلو ته چمتو نه وو.

(اېف ای ار) يا د پوليسو لومړیو معلوماتو راپور کې د داوې څښتن ويلي، "د اېپرېل پر ۱۱ مه راته روښانه شوه، چې د اېپرېل پر ۹ مه، زما د ښځې وروڼو د جرګې غړو په اشارې زما ښځه وژلې، بيا یې خښه کړې او زما لور یې ورسره ساتلې ده."

"ځينو خلکو د شپې جنازه کړې وه"

د دې داوې پلټنې افسر کابل خان وايي کله چې په دې اړه پلټنه پيل شوه، نو تر ټولو وړاندې د دې روښانول وو، چې د غوښتنې وړاندې کوونکي چې کومې داوې کړې، ريښتيا دي که نه.

ده ويل، د همدې لپاره یاده شوې سيمه کې پلټنه پیل شوه او د دغو معلومات پر ترلاسه کولو پيل وشو، دا چې د اېپرېل پر نهمه سيمه کې کومه جنازه شوې او که نه. بيا معلومه شوه، چې سيمه کې د اېپرېل پر نهمه د شپې جنازه شوې وه. دی وايي "د سيمې د دونو خلاف د دې جنازې ډېر اعلان نه و شوی، يوازې څو کسانو یې د شپې جنازه کړې وه."

کابل خان وايي "جنازه کې ډېر کم خلک وو، داسې حال کې چې د مړي خښولو پر مهال کسان د ګوتو په شمېر وو. دې وخت د وژل شوې ښځې له نژدې خپلوانو هم پوښتنه نه شوی کېدی، که نه، دی به هېښ شوی و."

دی وايي د وژل شوې ښځې د قبر په نښه کولو وروسته، د قبر سپړنې اجازه واخیستل شوه، او بيا د عدلي طب يا مړي طبي ارزونې د راپور راتلو سره، داوه ثبت شوه.

د پلټنې افسر کابل خان په وینا، د عدلي طب راپور کې د مړي پر غاړه پر زور راوړلو سربېره، د تاوتريخوالي نښې نښانې هم ثبت شوې دي.

کابل خان وايي، وژل شوې ښځه له دوو کلونو راهيسې سیمه کې اوسېده، چې څلور وروڼه یې د يوې لويې ودانۍ بېلو بېلو برخو استوګن وو.

"پېښه د همدې ودانۍ دننه شوې، او حالت او نښې نښانې هم دا وايي هغه څه چې دغې ښځې سره شوي، مسئول کسان دا څلور وروڼه کېدی شي."

"د څه له ډاره چې دوه کاله غلی وم، همداسې وشول"

د وژل شوې ښځې مېړه وايي محکمه کې له واده وروسته يې اټکل دا و، چې هر څه پېښېدی شي، نو له همدې امله يې سملاسي د روغې جوړې هڅې پيل کړې وې.

"خپلو خسرخېلو ته مې په هر ډول د ډاډ ورکولو کوشش کړی، چې موږ نکاح کړې، او همدې سيمه کې يوو. که مو زړه خپه وي، نو زه د هر ډول بښنې غوښتلو ته چمتو يم."

د مېړه په وينا ده د سولې هره شونې لار غوره کړه، خو داسې ونه شوه. "تر دې چې خپله مېرمن مې یې د ماما او ماما زوی په مسئوليت د هغوی کور ته ورولېږله، چې ښايي په دې ډول د هغوی زړه نرم شي او سوله وکړي."

دی وايي "له بدمرغه راسره چل وشو، او دوه کاله مې د لور او ښځې لیدو ته په تمه وم. د هغو معلوماتو له مخې چې رارسېدلي، دې موده کې مې ښځه او لور په ډېر بد حالت کې ساتل کېدل."

د وژل شوې ښځې مېړه وايي دې موده کې یې ډېرې جرګې وکړې، چې ښځه او لور یې دې کور ته ورستانه کړي.

"خو ما ته ويل کېدل که مې له پوليسو د مرستې اخيستو هڅه وکړه، نو دوی به مې ښځې او لور ته زيان ورسوي، چې بيا مې د جرګې له لارې کوشش کاوه. د څه له ډاره چې دوه کاله غلی وم، پای کې هماسې وشول."

د غيرت يا پت په نامه وژنو کې زیاتوالی

پاکستان کې د اېس اېس ډي او، په نامه ټولنيزې نادولتې ادارې يوه راپور له مخې ۲۰۲۴ کال کې پاکستان کې د غيرت يا پت په نامه ۵۴۷ وژنې شوې، خو دغو شمېرو کې دا نه دي ويل شوي، چې څومره ګرم کسان نیول شوي او يا هم سزاوې ورکړل شوې او که نه.

دا اوس اوس د خيبر پښتونخوا کوهستان کې هم د يوې غبرګې وژنې دردناکه پېښه شوې. د کوهستان پوليسو په وينا وژل شوي، يو هلک او بله نجلۍ د ماما او عمه اولادونه وو. چې د نجلۍ پلار په بې درېغه ډزو وژلي دي. پوليسو تورن کس نيولی دی.

د بشري حقونو وکيل عمان ايوب وايي دې ډول پېښو کې زياتوالی ليدل کېږي، او ډېر کله د انصاف غوښتنې نه پوره کېږي.

وکيل عمان ايوب وايي، ډېرو وختونو کې د ګواهیو او بېلګو نه ترلاسه کولو کې تورن کسان له عدالتونو او محکمو سپين خېژي، او يا د ضمانتونو په اخيستو کې له خپل اغېز ګټه اخلي.