په نایجریا کې د یتیمانو نجونو ډله ییز واده غوغا رامنځته کړې

د نایجریا په شمالي سیمو کې د ډله ییز واده دود معمول دی. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نایجریا په شمالي سیمو کې د ډله ییز واده دود معمول دی. ارشیف تصویر
    • Author, سیمي جولاوسو
    • دنده, بي بي سي- لاګوس

په نایجریا کې د ۱۰۰ نجونو ډله ییز پلان شوي واده پراخه غوغا رامنځته کړې ده. د دې یتیمانو نجونو د واده پروګرام د مې پر ۲۴مه نېټه پلان شوی او داسې اندېښنې شته، چې د نجونو په دې ډله کې ځینې کم عمره دي.

د نایجریا شمال لوېدیځ دې اوسېدونکو ټولو نجونو پلرونه د وسله والو غلو، غدیو له لاسه وژل شوي، چې معمولاً ملکي خلک په نښه کوي.

په نایجریا کې د ښځو چارو وزیره اوجو کینېډې-اوهانیني وايي، د دې واده مخنیوي لپاره یې محکمې ته عریضه کړې.

د رپوټونو له مخې د نایجر ایالت پارلمان مشر عبدالمالک سارکین- داجي د دې ډله ییز واده ملاتړ کړی، چې وايي، ځايي مذهبي مشرانو ترې د مالي ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د نایجر ملا امامانو ټولنې ویلي، دا مراسم باید تر سره شي او په خبره یې د نجونو عمرونه د واده له قانوني عمر اتلس کلنۍ کم نه دي. خو معترضین بیا وايي، کېدای شي د ځینو نجونو عمرونه ښايي له اتلس کلنۍ کم وي او یا د مالي ګټې لپاره پرې فشار راوستل شوی وي.

وزیره کینېډې-اوهانیني وايي، دغه نجونې ''لا زیات حق لري'' د دې وزارت معلوموي چې دا ۱۰۰ نجونې څوک دي، عمرونه یې څومره دي او ایا له دوی نه د دوی د خوښې معلومولو لپاره پوښتنه شوې او که نه.

په نایجریا کې د بشري حقونو فعالانو د دې واده مخنیوي لپاره یوه نظر پوښتنه هم پیل کړې، چې د جمعې ورځې تر ماسپښینه پرې ۱۰ زره پنځه سوه کسانو لاسلیکونه کړي وو.

د 'نجونې نه ناوې' په نامه د کمپاین نړیوالې ټولنې د معلوماتو له مخې په نایجریا کې ۳۰ سلنه نجونې او یو اعشاریه شپږ سلنه هلکان اتلس کلنۍ ته له رسېدو مخکې واده کوي، چې په دې کې ۱۲ سلنه نجونې ان ۱۵ کلنۍ ته له رسېدو مخکې واده کېږي.

د نایجریا په شمالي کلیوالو سیمو کې د بې وزله کورنیو نجونې او هلکان معمولاً په ماشومتوب کې واده کوي. د شمالي نایجریا ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او له یوه د زیاتو ودونو دود هم پکې معمول دی.