خدیجې خپل هېواد کې د واده دود مات کړ

.

د عکس سرچینه، Ujjwal Masud

د عکس تشریح، خدیجه وايي: "دود دلته مسله نه ده، دا د ښځې د حقونو مسله ده، او نن چې کومه نجلۍ یوه سړي ته د واده لپاره ورځي، هېڅوک نه ازورده کېږي".

بنګله دېشۍ ناوې د خپل هېواد دود مات کړ او د زوم تر کوره یې د واده د ګډونوالو په ورتګ خپل واده پای ته رسولی چې وايي د ښځې او نر ترمنځ برابري یې هدف وه.

۱۹ کلن خدیجه اختر خوشي سلګونه کسان د خپل مېړه تر کوره پلي بدرګه کړل، چې وايي هدف یې په بنګله دېش کې د ښځو هڅول دي دې کار ته دوام ورکړي.

اټکل دی چې دا په دې هېواد کې د واده لومړی ډول دی، ځکه چې له څو پېړیو راهیسې به سړي د زوم په کور کې راغونډېدل او د واده پر ورځ به د ناوې کور ته تلل.

خوشي له طارق الاسلام سره تر واده څو ورځې وروسته بي بي سي ته وویل: "نران چې له نجونو سره د واده کولو لپاره د غوښتنې توان لري، نو ولې نجونې هم دا کار ونه کړای شي؟"

د خدیجې د دې کار په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، ځینو د هغې دا عمل د نورو ښځو لپاره الهام بللی، خو له اندېښنې ډک الهام، خو یوه سړي بیا د دود ماتولو له کبله د دغې جوړې او د هغوی د کورنیو د وهلو وړاندیز کړی.

خدیجه وايي: "دود دلته مسله نه ده، دا د ښځې د حقونو مسله ده، او نن چې کومه نجلۍ یوه سړي ته د واده لپاره ورځي، هېڅوک نه ازورده کېږي".

"ددې پرځای له ښځو سره ناسم چلند کېږي، هېڅوک له بل چا کم نه دی".

دغه جوړه پوهېده چې په دې طریقه واده به یې د ځینو خلکو نیوکو ته لار پرانیزي.

د دوی واده د تېرې شنبې په ورځ له هند سره پر پوله په یوه کلیواله سیمه کې وشو.

۲۷ کلن زوم طارق وايي، د کورنۍ غړو یې پیل کې د واده پر دغه ډول نیوکه کوله، خو په پای کې راغلل:

"ګڼ کسان په محکمه کې واده ثبتوي، ګڼ نور بیا په جومات کې او موږ دواړو د دین موافق واده وکړ".

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خدیجه او طارق وايي، دا کار یې ددې لپاره کړی چې ټولنه کې نورو خلکو ته الهام وګرځي

دی زیاتوي‎: "د واده لپاره وثیقه او ګواهان وو، چې په دې طریقې باور کېدای شي، همدا د واده بڼه ده، چې موږ هم دا کار وکړ."

په وروستیو کلونو کې د سوېلي اسیا کې پراته بنګله دېش د ښځو او سړو ترمنځ د برابرښت لپاره ډېر کار کړی دی.

خدیجه او طارق هیله من دي چې په دې نوې طریقه واده به یې د ښځې او سړي ترمنځ د حوقونو د برابرښت یوه پیلامه وي.

طارق فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "ډاډه یم چې زموږ واده یو پیغام ولري، هغه دا چې ښځه هم د سړي په شان کار کولی شي."

خدیجه وايي د واده له دې نوې بڼې یې "ډېر خوند اخیستی" دی.