د بریتانیا او فرانسې تر منځ سمندر کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسوي پولیسو ویلي د فرانسې او انګلنډ تر منځ (انګرېز تنګي) کې د یکشنبې په شپه لږ تر لږه د کډوالو هغې ډلې اته کسان مړه شوي چې هڅه یې کوله له دې سمندري لارې بریتانیا ته واوړي.
پېښه نن د (سپتمبر ۱۵مه) ځايي وخت د نیمې شپې یوه بجه هغه مهال رامنځته شوې چې د کډوالو کښتۍ اوبو اخېستې وه، له هغې وروسته ژغورنکو ډلو ته د دغې پېښې په اړه د اقدام ویل شوي دي.
ویل کېږي دغې وړه ربړينه کښتۍ کې له پنځوسو ډېر کسان ناست وو او د سمندر له غاړې لا لېرې نه وو، چې کښتۍ یې له ستونزې سره مخ شوې.
په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي چې په ژغورل شویو او مړو شویو کسانو کې د کوم هېواد وګړي دي، خو له دې مرګوني لارې ډېری وخت د افغانستان، پاکستان، ایران، بنګله دېش او ځینې افریقايې هېوادونو کډوال د اوښتو هڅه کوي.
دا په نږدې دوه اونیو کې دلته د ناقانونه کښتیو د ډوبېدو دویېمه پېښه ده چې مرګ ژوبله هم لري.
د روانې سپتمبر میاشتې پر دریېمه نېټه هم په دغه کانال کې د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډکه یوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې پایله کې یې ۱۲ کسان مړه شوي وو.
په هغو کډوالو کې د یوې مېندوارې مېرمنې په ګډون واړه ماشومان او نجونې هم وې.
۲۰۲۴م کال کې انګرېز تنګي کې تر ټولو مرګوني پېښه

سږ کال په انګرېز تنګي کې تر ټولو مرګوني پېښه دوه اونۍ مخکې ثبت شوې چې پکې ۱۲ کسانو خپل ژوند وبایله له هغې وروسته د یکشنبې د شپې پېښه هم له اتو مړو سره په دې لار د ناقانونه کډوالو د مړینې دویېم لوی شمېر دی.
فرانسوي پوله ساتونکو د دغې وروستۍ پېښې په اړه ویلي دوی د بریتانیا خوا روانه یوه کښتۍ هغه مهال ولېده چې د ډوبېدو له خطر سره مخ وه، خو ژغورنکو ډلو پر وخت ځینو ته ځان ونشو رسولی.
دا مهال په سمندرغاړې کې ژغورل شویو ۵۳ کسانو ته د بېړنۍ طبي مرستې چوپړونه پیل شوې خو ویل کېږي د دوی د سفر اته نورو ملګرو ژوند اوبو اخیستی دی.
د بریتانیا یوه حکومتي ویاند ویلي په پېښه خبر دي خو په ټکو یې فرانسوي چارواکو د دغې پېښې د څېړنې او مرستې مشري اخېستي ده.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي په دې پېښه خواشیني ښودلي او ویلي يې دي له داسې کښتیو څخه په استفادې ډېری کسان نشي کولی له انګرېز تنګي په راحتۍ واوړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې حکومت به یې له اروپایې ټولنې سره په لا ډېرو نورو داسې لارو چارو غور وکړي چې د دې کوچنیو کښتیو د راتګ او قاچاقبرو مخنیوی وکړي.
د هوا له بدلېدو سره هر کال دا وخت یو زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې د لا ساړه او چټکو بادونو له موسم مخکې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
چارواکو ویلي د جمعې له ورځې راهیسې یې لږ تر لږه ۲۰۰ کډوال ژغورلي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په یوه رپوټ کې ویلي په انګرېز تنګي کې د دغو اتو نویو مړو سره سږ کال دلته د مړینو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېد چې دا له ۲۰۲۱م کال راهیسې تر ټولو ډېرې شمېرې دي.
له دې سره په رپوټ کې راغلي چې سږ کال له ۲۱ زرو ډېرو کډوالو د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته ځانونه رسولي دي.











