انګرېز کانال کې د کډوالو بېړۍ د ډوبېدو مرګونې پېښه؛ فرانسې له بريتانيا سره د نوي تړون غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، AFP
فرانسې په انګرېز تنګي کې د کډوالو له یوې کښتۍ ډوبېدو وروسته له بریتانیا سره د کډوالۍ د یوه نوي تړون غوښتنه کړې ده.
په دغه کانال کې د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډکه یوه کښتۍ ډوبه شوه چې پایله کې یې ۱۲ کسان چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، مړه شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، پاریس له لندن څخه غوښتي چې د کډوالو په تړاو له اروپايي ټولنې سره پر یوې دوه کلنې هوکړه سلا وکړي.
نوموړي ويلي، "په نننۍ پېښه کې اغېزمن شوي کسان د افریقا د ښکر نومې سیمې اوسېدونکي دي چې هڅه یې کوله له خپلو کورنیو سره یو ځای شي یا په داسې شرایطو کې کار وکړي چې فرانسه کې د منلو نه دي. له ګاونډیو هېوادونو، په برتانیا کې له خپلو ملګرو سره د کډوالۍ په تړاو د معیاري اړیکو رغولو ته اړتیا ده. له دې پرته د پولیسو پر هڅو سربېره موږ نه شو کولی د دې مسلو مخه چې شمالي فرانسه اغېزمنوي، ونیسو."
ښاغلي ډرمانین زیاته کړه، بریتانیا باید د انسان قاچاق کوونکو مخنیوي په موخه د امنیتي عملیاتو تمویل لپاره ډېرې پیسې ورکړي.
په دې بېړۍ کې لسګونه کسان سپاره وو او غوښتل یې چې له فرانسې بریتانیا ته ځانونه ورسوي.
د فرانسې په شمال کې د 'بولون سور مېر' ساحلي ښار څارنوال 'ګیرک لې براس' وايي، د پېښې په قربانیانو کې لس ښځینه او شپږ ماشومان دي.
د همدې ځای ښاروال فرېدریک کوېلیر بيبيسي ته ویلي، په دې پېښه کې یوه میندواره ښځه هم مړه شوې ده.
فرانسوي چارواکي وايي، تر۵۰ ډېر کسان ژغورل شوي.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانن د دوو ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.
هغه زیاته کړې په دې کوچنۍ بېړۍ کې ۷۰ کسان سپاره وو او دا چې یوازې د ګوتو په شمېر یې ژغورونکي واسکټونه درلودل.
د فرانسې ساحلي ګارد ته د سې شنبې سهار ناوخته خبر ورکړل شوی چې د کالې ښار سویل لوېدیځ کېپ ګریز-نېز سواحلو ته نږدې یوه بېړۍ د ډوبېدو په حال کې ده.
سږ کال د انګرېز کانال له لارې ۲۰ زره کډوال بریتانیا ته اوښتي

هر کال زرګونه کسان د فرانسې له شماله په ناقانونه توګه کوچنیو بېړیو کې بریتانیا ته د اوښتلو هڅه کوي.
دا بېړۍ وخت ناوخت د خرابوالي او همدا راز له اندازې د ډېرو کسانو سپرولو له کبله له مرګونو پېښو سره مخامخېږي.
سږکال تر دې مخکې هم دغه کانال کې د بېړیو اوښتلو څو مرګونې پېښې شوې، خو دا په کې تر ټولو خونړۍ ده.
انګریز کانال کې تر دې مخکې د سږ کال نورو پېښو کې د ټولټال ۲۵ کسانو د وژل کېدو ویل شوي وو.
خو ۲۰ زره نور بیا په همدې موده کې پر دې بریالي شوي چې له فرانسې بریتانیا ته را واوړي.











