د بریتانیا او فرانسې تر منځ کانال کې څلور کډوال مړه شوي

A life boat returns to the Port of Dover during the rescue operation to help the small boat

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ژغورنې کښتۍ له نورو کوچنیو هغو سره د مرستې پرمهال

په بریتانیا کې حکومتي‌ چارواکي وايي،‌ لږ تر لږه څلور کډوال وروسته له هغه مړه شول چې کوچنۍ کښتۍ یې په انګلش یا انګریز کانال کې له ستونزو سره مخ شوه.‌

هر کال ګڼ شمېر ناقانونه کډوال له فرانسې بریتانیا ته له همدې لارې د تلو هڅه کوي.‌ د بی بي‌ سي‌ یو خبریال وايي،‌ له دغې کښتۍ ۴۳ کسان ژغورل شوي‌ چې له ۳۰ ډېر یې په اوبو کې وو.‌

داسې حال چې هوا ډېره سړه ده، د بریتانیا د کېنټ او فرانسې ترمنځ اوبو کې د ژغورنې پراخ عملیات پیل شوي‌ دي.

د فرانسې او بریتانیا سمندري‌ ساتونکي او هوايي‌ امبولانسونه‌ سیمې ته د ژغورنې عملیاتو لپاره استول شوي .

کډوال

وېره دا ده چې ښايي‌ د مړو شویو شمېر لوړ شي. تر اوسه روښانه نه ده چې په قربانیانو کې څوک دي.‌

اټکل کېږي چې کښتۍ ته په ځايي وخت د سهار درې بجې ستونزه پیدا شوې خو تر اوسه روښانه نه ده چې ستونزه د څه له امله وه.

دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک پرون "سه شنبه" پارلمان کې د وینا پر مهال د کډوالو د مخنیوي لپاره د سختو ګامونو د اخیستو پرېکړه کړې.

بریتانیا ته د اوښتو سمندري لار

سږ کال د انګلش چېنل له سمندري لارې ریکارډ شمېر خلک په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته اوښتي دي. بریتانیا حکومت د کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر کمولو لپاره نوي اقدامات اعلان کړي دي. شمېرې ښيي چې روان کال (۲۰۲۲) کې ۴۰ زره کسان له دې سمندري لارې بریتانیا ته رسېدلي دي.

د ۲۰۲۲ کال په نهو میاشتو کې بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې رسېدلي نیمايي کسان یوازې د دوو هېوادونو اتباع وو، چې ۳۵ سلنه یې البانیایان او پاتې ۱۵ سلنه یې افغانان وو.

ایران، عراق، سوریه، اریټریا، سودان، مصر، ترکیه، ایتوپیا او ځینې نور هېوادونه هم شته، چې د شمېر له مخې یې په ترتیب سره په هغه لیست کې نومونه راغلي چې وګړي یې د انګلش چېنل له سمندري لارې بریتانیا ته ځي. له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې له دې لارې د سفر کوونکو شمېر ساتل کېږي، سږنی شمېر تر بل هر وخت زیات دی.

کډوال

په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر ۲۸ زره ۵۲۶ کسان او په ۲۰۲۰ کې بیا اته زره ۴۰۴ کسان ښوول شوی و. له دې بریتانیا ته رسېدلو ټولو کسانو د پناه ورکړې غوښتنه کړې او د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې د ۲۰۲۲ تر اګست پورې نژدې ټولو رسېدلو کسانو له حکومته د ملاتړ غوښتنې درخواستونه ورکړي.

د دې کال تر سپتمبر پورې بریتانیا حکومت د پناه غوښتنې ۷۲ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې د ۸۶ زره کسانو اړوند دي او په کوچنیو کې کښتیو کې د راغلیو کسانو غوښتنلیکونه د دې نیمايي شمېر جوړوي.

حکومتي شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې بریتانیا ته له دې لارې د رسېدلو ټولو کسانو ۵۳ سلنې ته پناه ورکړل شوي، یا هم د پاتې کېدو بل ډول اجازه ورکړل شوې او د پاتې نورو غوښتنلیکونه رد شوي دي.

بريتانيا ته د کډوالو شمېر

د بریتانیا پولو او تابعیت قانون له مخې کډوالو ته له معلومات سره سره له ویزې او یا ځانګړې اجازې پرته بریتانیا ته ننوتل غیر قانوني چاره ده. حکومت وايي، دغه کسان تر څلورو کلونو پورې زنداني کېدای شي او له هغه وروسته ښايي یوه خوندي هېواد ته واستول شي.

خو د یوې نړیوالې ژمنې له مخې چې بریتانیا یې لري، دغه هېواد نه شي کولای هغه چا ته د مجرمانو په څېر سزا ورکړي چې دې هېواد ته د کډوالو په حیث ورځي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وینا دې لړ کې ځینې (قانوني او خوندي) لارې پرانیستې دي، خو دغه لارې یوازې د افغانستان او اوکرایین په څېر د هېوادونو اوسېدونکو لپاره پرانیستې دي.

تېره اکتوبر میاشت کې د بریتانیا پارلمان ته په دې هکله د معلوماتو ورکولو لړ کې د دې هېواد کورنیو چارو وزارت چارواکو وویل، له دې لارې هېواد ته د راغلیو ۹۶ سلنه هغو کسانو غوښتنلیکونه چې ۲۰۲۱ کال کې بریتانیا ته راغلي، لا هم نه دي نهايي شوي.

ډېری دغه کډوال چې د پناه غوښتنې پر درخواستونو یې غور کېږي، د مېشت ځایونو لږوالي له کبله په هوټلونو او یا بیا د ګمرکاتو په توقیف ځایونو کې ساتل کېږي. دوی ته د پناه غوښتنې بهیر له نهايي کېدو مخکې د کار، روزګار اجازه نه ورکول کېږي.