دانګلش چېنل له سمندري لارې د پناه غوښتونکو سفر؛ یوه ورځ کې ۱۳۰۰ کسان بریتانیا ته تللي

د عکس سرچینه، PA Media
د رپوټونو له مخې د دوشنبې پر ورځ شاوخوا ۱۳۰۰ پناه غوښتونکي کوچنیو کښتیو کې له انګلش کانال سمندريلارې اوښتي چې ریکارډ کچه بلل کېږي.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، ۲۷ کوچنیو کښتیو کې ۱۲۹۵ پناه غوښتونکي یوه ورځ کې له دغه کاناله تېر شوي.
د یاد وزارت په وینا دغه شمېر د تېر کال نومبر میاشتې د شمېرو ریکارډ مات کړی چې ۱۱۸۵ کسان و.
دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې دغه هېواد ته د اوښتو پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ شمېر ښودل شوی.
د رسمي شمېرو له مخې روانه میاشت تر دې دمه ۶۱۶۸ کسان په کوچنیو کښتیو کې له انګلش کانال را اوښتي، جولایمیاشت کې دغه شمېر ۳۶۸۳ یاد شوی و.
شمېرې ښیي چې د روان کال له پیل راهیسې د انګلش کانال له لارې ۲۲۵۶۰ کسان بریتانیا ته را اوښتي او دا شمېر تېرکال دا مهال شاوخوا ۱۲۵۰۰ ته رسېده.
نوي زېږېدلي ماشومان او کم عمره ماشومان چې په کمبلو کې نغښتي او وړینې خولۍ یې پر سر وې د هغو کسانو پهډله کې وو چې ددوشنبې پر ورځ د دوور په نامه د فرانسې او بریتانیا تر منځ تنګي ته راوستل شول.
د پناه غوښتونکو دغه لویه جوپه وروسته له هغې له انګلش کاناله راتېره شوې چې د هوا د خرابوالي له امله له دغهځایه د پناه غوښتونکوهیڅ انتقال نه و ترسره شوی.
حکومت تل په اوړي کې د پناه غوښتونکو د زیاتېدو لپاره چمتووالی نیوه خو دا ځل وزیرانو تمه درلوده چې سږ کال بهرونډا ته د یو شمېرپناه غوښتونکو استولو ګواښ به په دغه شمېر کې کموالی راولي.
دوی ټاکلې وه چې د را اوښتونکو پناه غوښتونکو شمېر په ورځ کې له ۱۰۰۰ کسانو ښکته وساتي.
تمه وه چې وروستی همغږی شوی نړیوال عملیات چې د قاچاقبرانو د نیول کېدو او د وړو کښتیو د مخنیوي په موخهجوړ شوی و د پناه غوښتونکو شمېر راکم کړي خو د تمې خلاف دا شمېر لا پسې ډېر شو.
د رپوټونو له مخې، له انګلش کاناله را اوښتونکو کسانو کې ګڼې کورنۍ هم شته خو ډېر شمېر یې ځوانان دي.
د فرانسې او بریتانیا حکومتونو وخت نا وخته له دې لارې د پناه غوښتونکو د اوښتو په اړه خبرې کړې، خو پایله یېنه ده ورکړې. ویل کېږي چې فرانسوي چارواکو سره د کړکېچنو اړیکو رغاول ښایي د حل لارې غوره اقدام وي.
بریتانیا ته اوښتونکي ډېری پناه غوښتونکي د هغو هېوادونو وګړي دي چې بې وزلۍ او جګړې ځپلي وي.

د عکس سرچینه، PA Media
په دې کې ډېری یې د بریتانوي چارواکو له خوا له نیول کېدو وروسته د پناه اخیستو غوښتنه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان کې د بریتانیا لپاره د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مشر سټیو والدز-سیموندز په دېهکله وايي:"
د کډوالو پر وړاندې د حکومت د شرموونکي دریځ او سختې پالیسۍ سربېره دا یو حقیقت دی چې که حکومت د دوی پرمخ خوندي لارې وتړي د ماشومانو په ګډون به ډېر خلک بیا هم له بې وزلۍ او جګړې د تېښتې له امله په دغو سختولارو خپلو سفرونو ته دوام ورکوي که هغه وړې کښتۍ وي او که بله کومه وسیله."
د بریتانیا حکومت یو ویاند بیا ویلي: "له خطرناکو او ناقانونه لارو د پناه غوښتونکو راتګ موږ ته د منلو نه دی، دا نهیوازې زموږ د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه ده بلکه د خلکو ژوند ته هم ګواښ دی چې د بې رحمه مجرمانو د ډلو له خواکارول کېږي."
نوموړي د قاچاقبرانو پر نیولو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې:"رونډا سره زموږ د کډوالۍ او اقتصادي پراختیاد نوي شراکت له مخې به موږ د دغه هېواد ته د هغو کسانو لېږد جاري وساتو چې پر نا قانونه لارو بریتانیا ته راځي.








