پریټي پټېل بریتانوي ځواکونو ته: پناه غوښتونکي بېرته فرانسې ته واستوئ

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا د کورنیو چارو وزېرې پریټي پټېل د دې هېواد سرحدي ځواکونو ته ویلي چې هغه پناه غوښتونکي چې په کښتیو کې بریتانیا ته راځي بېرته فرانسې ته ولېږدوي او د بریتانیا خاورې ته یې پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده چې په همدې روانه اونۍ کې له ۱۵۰۰ نه ډېر پناه غوښتونکي د سمندر له لارې له فرانسې نه بریتانیا ته ځانونه رسولي دي.
پرون چهارشنبه (د سپتمبر اتمه) مېرمن پټېل له خپل فرانسوي انډول سره خبرې وکړې خو د پناه غوښتونکو د کښتیو د مخنیوي په برخه کې کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
د نړیوالو قوانینو له مخې هغه کسان باید وژغورل شي چې په سمندر کې یې ژوند په خطر کې وي او د پناه غوښتونکو د کښتیو بېرته استول هغه څه دي چې د بشري حقونو فعالان پرې سختې نیوکې کوي او د پناه غوښتونکو ته یې ګواښ ګڼي.
آټکل کېږي چې فرانسه به د بریتانیا له دې نوي سیاست سره مخالفت وکړي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریټي پټېل وايي د 'غیرقانوني کډوالۍ ' مخه نیول د بریتانیا د خلکو لپاره یو لومړیتوب دی.
تر دې وړاندې هم په بریتانیا کې د واکمنۍ محافظه کاره ډلې ځینو غړو له حکومت نه غوښتنه کړې وه چې بریتانیا ته په غیرقانوني ډول د سمندر له لارې راتلونکي کډوال بېرته فرانسې ته واستوي.
که څه هم مېرمن پټېل له خپل فرانسوي انډول جرالد دارمنن سره خپلې وروستۍ خبرې ګټورې بللې خو د فرانسې د کورنیو چارو وزېر ویلي چې د کډوالو په برخه کې د فرانسې دریځ نه دی بدل شوی.

ښاغلي دارمنن له مېرمن پټېل سره تر لیدنې مخه په یوه لیکې کې هغې ته لیکلې وو ''د نړیوالو سمندري قوانینو له مخې د یو چا ژوند ژغورل، د هغه تابعیت، قانوني وضعیت او د کډوال سیاست ته د ملاحظاتو پرتله لومړیتوب لري. ''
نوموړي دغه راز ویلي چې فرانسې ته د پناه غوښتونکو کډوالو بېرته ستنول ښايي د دواړو هېوادونو پر همکاریو اغیزه وکړي.
دغه راز د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریټي پټېل وايي چې د ''انسانانو له قاچاق کوونکو '' سره مبارزه هم ورته لومړیتوب لري.










