'تېر کال ۱۱۸۱ افغان پناغوښتونکي مقصد ته له رسېدو مخکې مړه شوي'

کډوال

د عکس سرچینه، getty

د عکس تشریح، د ترکیې په وان کې هغه هدیره چې تر ډېره په کې افغان او پاکستاني کډوال خارو ته سپارل کېږي.
    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي‌بي‌سي

د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان وایي، له هرو درېیو پناغوښتونکو یو یې په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي. د کډوالو نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د هغو پناغوښتونکو د یوې لسیزې شمېرې خپرې کړې چې وروستي هدف ته له رسېدو وړاندې مري او یا تري تم کېږي.

د یاد رپوټ له مخې په دې موده کې لږ تر لږه ۶۳ زره پناغوښتونکي مړه او یا ورک شوي دي.

ای او اېم یا د کډوالو نړیوال سازمان وایي، ښايي دغه شمېرې د مړو شویو کسانو د واقعي شمېرو یوه برخه و اوسي.

د یاد رپوټ له مخې، د وژل شویو کسانو له درېیمې برخې ډېر له هغو هېوادونه تښتېدلي چېرې چې شخړې روانې دي او یا بېځایه شوي خلک ډېر وو.

په رپوټ کې راځي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې، یو زره، ۱۸۱ تنه افغان پناغوښتونکو مقصد ته رسېدو په لاره کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې توګه دا شمېرې په تېره یوه لسيزه کې د خپل ډول تر ټولو لوړې بلل شوې. رپوټ کې د خپرو شمېرو له مخې وړم کال ۷۳۳ تنه افغانان له ورته برخلیک سره مخ شوي.

د افغان پناغوښتونکو ډېره مړینه ایران ته په لاره رامنځته شوې.

د پنا غوښتونکو د مړینو لوی لامل په اوبو کې د کوچنیو بېړیو ډوبېدل بللي چې ۶۰ سلنه جوړوي.

د رپوټ له مخې ۲۷ زره تنه یوازې د مدیترانې په اوبو کې غرق شوي دي.

په تېره یوه لسیزه کې ۲۰۲۳ کال تر ټولو خونړی بلل شوی چې د رپوټ له مخې په دې کال ټول ۸۵۰۰ تنه مړه او یا ورک شوي دي.

په روان ۲۰۲۴ کال کې چې ایله درې میاشتې یې تېرې شوې، هم دغه شمېرې مخ پر لوړ روانې دي.

پناغوښتونکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د کډوالو نړیوال سازمان د پلټنې او ژغورنې وړتیاوو په لوړولو او د کډوالۍ د خوندي او منظمو لارو په برابرولو او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره د شواهدو پر بنسټ اقدامات او همدارنګه د انساني قاچاق د شبکو پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی.

دغه سازمان په خپل رپوټ کې کاږي، د ۳۷ زره وژل شویو کسانو د جنسیت او عمر په اړه هېڅ مالومات نشته.

رپوټ زیاتوي: "په وژل شویو کې د ښځو او ماشومانو شمېرې لوړې دي."

ای او ایم له هېوادونو او نړیوال ادارو غوښتي چې په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړي، جې له یوې خوا د نورې زیاتې کډوالۍ مخه ونیول شي او په دویم قدم کې هم ددې ډول خلکو ژوند په لارو کې وژغول شي.