اروپا ته د ناقانونه کډوالو بوخته لار؛ په ۲۴ساعتونوکې ۹ بیړۍ، کډوال ورباندې له کومو ننګونو سره مخ دي؟

د عکس سرچینه، BBC / ZAID ABBOUR
- Author, بسام بونېني او کلیرپرېس
- دنده, د بي بي سي خبریالان، صفاقس
د تونس ساحلي ساتونکو سره زموږ د ۲۴ ساعتو ګزمې په ترڅ کې د کډوالو له نهو کوچنیو بیړیو لومړنۍ یې چې موږ ولیده یوې کوچنۍ ګړندۍ بیړۍ پورې تړلې وه او زموږ پرلور یې راکشوله.
اروپا ته د کډوالو د تللوترټولو بوخته دغې لاره کې تر۱۸۰کسانو ډیر خلک وژغورل شول، ټولو ربړي حلقې اغوستې وې، خود ژغورنې جاکټونه یې نه درلودل.
د تونس د صفاقس ساحلي ښارڅخه زموږ له تللو او د ساحلي ساتونکو بیړۍ کې له سپرېدو نیم ساعت وروسته، رادار د لومړي ځل لپاره یوه نښه ترلاسه کړه.
دغو کوچنیو ګړندیو بیړیو له دوو نورو ګړندیو بیړیو سره په ګډه کار کاوه او غوښتل یې چې د کډوالو بیړۍ پیداکړي.
کله چې یې پیداکړې، د هغوی کېپتان ته یې امر وکړچې ماشین خاموشه کړي او اجازه ورکړي چې د ګزمې یوې سترې بیړۍ پورې وتړل شي چې هلته ۶ تونسي ساحلي ساتونکي د مرستې لپاره چمتو وو.
د تونس صفاقس ښار چې د مدیترانې سمندر بلې غاړې کې د ایټالیا لمپېدوسا ټاپوڅخه تقریبا ۲۰۰ کیلومتره واټن لري، له ډیرې مودې راهیسې له افریقا څخه د کډوالو د تللو لاره وه چې په ناقانونه توګه اروپا ته تلل – او د قاچاق وړونکو شبکو ورڅخه ګټه ترلاسه کوله.
ډیری کډوال د سړک له لارې لیبیا ته تلل، او له هغه ځایه په بیړۍ کې یونان ته. خو تیرکال، وروسته له هغې چې لیبیايي چارواکو په زرګونو کډوال بېرته وایستل د خپل ساحل په اوږدو کې یې ګزمې پیاوړی کړې، اوس تونس اروپاته د کډوالود تللو ترټولو بوخته لاره ګرځیدلې.

د عکس سرچینه، BBC / ZAID ABBOUR
په جولای میاشت کې، اروپايي کمیسیون تونس ته ۱۱۵ میلوینه ډالر ورکړل چې خپلې پولې کنټرول، د لټون او ژغورنې عملیات ډېر او د قاچاق ضد نوښتونه پیاوړي کړي.
دا ۱۱۵ میلیونه ډالر د نورو هغو سترو مالي مرستو یوه برخه ده چې نړیوال مالي صندوق يې تونس ته ورکوي. تونس تراوسه ژمنه نه ده کړې چې دا پیسې باید دقیقا په څه ډول ولګوي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې، ایټالوي او تونسي ساحلي ساتونکو ۵۴،۰۴۹ تنه کډوال نیولي دي- دا شمیره د هغه شمیر په پرتله تقریبا دوه ځله ډیره ده چې په ټول ۲۰۲۲ کال کې یې د سمندر له لارې د تېرېدو هڅه کړې وه. د ملګرو ملتونو راپور دا هم وايي چې سږکال تراوسه د کډوالو د تلو په ناقانونه لارو کې له۲۰۰۰ ډیرو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
کله چې ۴۶ تنه مساپر د کډوالو له بیړۍ راښکته کیدل د ساحلي ساتونکو پر وړاندې یې غوسه څرګندوله. یو سړي چیغې وهلې او ویل یې " پرېږده چې ایټالیا ته لاړشم"، یو بل په لوړ غږ ویل "بیا به هڅه وکړم."
ټول د عاج له ساحل او ګوینیا څخه راغلي وو، هغوی موږ ته وویل "دا یې دریمه او ان څلورمه هڅه وه چې غوښتل يې له دې لارې له سمندر څخه تیرشي."

د عکس سرچینه، BBC / ZAID ABBOUR
که څه هم موږ ته اجازه وه چې د عملیاتو په ترڅ کې هرڅه ووینو، خو د بیړۍ کارکونکو ته ویل شوي و چې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وايي. که څه هم د هغوی ویاند حسام الدین الجبابي موږ سره هغه مهال خبرې وکړې چې موږ بیرته بندر ته ورسیدو. ښاغلي الجبابي وویل "داسې کسان هم شته چې ځان له بیړۍ غورځوي او ځینې ان پترول پرځان پاشي او ګواښ کوي چې ځان به وسوزوي."
وروسته له هغې چې ټوله دا سورلۍ بیرته د تونس خاوره کې خوشې شوه، رادار یوه بله بیړۍ ومونده.
دوه ګړندۍ بیړې ولیږل شوې چې پلټنه وکړي. کله چې دا دویمه فلزي ساختګي بیړۍ وموندل شوه، ټولو ۲۰ کسانو چې پکې سپاره وو د خوړو او اوبو لپاره زارۍ کولې. هغوی ویل چې څه باندې ۱۲ ساعته په سمندر کې سرګردانه وو.
دا کسان له سوډان، یمن، لیبیا او سوریې څخه راوتلي وو، ویل یې "له جګړو راتښتیدلي." د لومړۍ بیړۍ برعکس دا کسان ځوریدلي او ستړي ستومانه ښکاریدل.
ساحل ته له راګرزول ګیدو وروسته، د بیړۍ کېپټان د تونسي چارواکو لخوا ونېول شو. هغه پر انساني قاچاق تورن شو چې که محکمې کې پړ وګڼل شي د بند اوږدې سزا سره مخ کیدای شي.
د چارواکو لخوا د نورو مساپرو د جزییاتو له ارزونې وروسته هغوی خوشې شول- خو شک نشته چې بیا به د تلو هڅه کوي.
په قاچاقي بیړۍ کې د یو کس د سپریدو بیه توپیرلري اوپدې پورې تړلې ده چې کډوال له کوم هیواده دی، بیړۍ څومره با کیفته او ښه ده او د کال څه وخت دی؟
د تېر اوړي په میاشتو کې، د صفاقس ښار د خلکو د راپورونو له مخې په بیړۍ کې د یو کس د سپرېدو بیه له ۱۲۰۰ تونسي دینارو نیولې تر ۶،۵۰۰ دینارو وه چې له ۳۸۵ تر ۲،۱۰۰ امریکايي ډالرو پورې کیږي، هغه کسان چې یواځې د ټیتې بیې د ورکولو وس لري یواځې بې ثباته کمزورو بیړیوته خیژي.
خو هرکله چې ساحلي ساتونکي دوی ونیسي اود کډوالو هڅې ناکامې شي ، ډیری کډوال له پرلپسې پورونو سره مخ کیږي. هغوی بیا بیا هڅې کوي او نوي پورونه اخلي. وار په وار یې هڅې ناکامیږي او په ژورې بیوزلۍ کې ډوبیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له هغې چې تونسي ساحلي ساتونکې بیړۍ اروپا ته له تلو بیرته راګرزوي کډوال ډیرخواشیني وي
'کله چې بیرته راتلو، د اوبو پرسر مو په لسګونو لباسونه او بوټان ولیدل.'
د صفاقس د ښار د روغتیايي چارو مشر، حاتم الشریف، وویل د سږ کال له پیله د ماشومانو په ګډون له ۷۰۰ زیات ناپیژندل شوي کسان د ښار په څنډو کې په بې نښو قبرونو کې ښخ شوي.
ځینې پرتونسي قاچاق وړونکو پړه اچوي او وايي چې د ساحل په دې برخه کې هغوی له زړو نا مناسبو فلزي بیړیو څخه کاراخلي.
موږ په لسګونو دغسې بیړۍ ولیدلې،چې د تونسي چارواکو لخوا له نیول کېدو وروسته هلته پرتې وې.








