فرانسې بریتانیا ته کډوالو پر اوښتو ګزمې ډېرې کړي

انګلیس چینل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سږ کال تر څلوېښت زره ډېر کسان انګلستان ته اوښتي دي، چې د ریکارډ کچې ته رسېدل

فرانسه وايي په انګلیس کانال کې د ژغورنې بېړیو شمېر ډېروي چې که وکولای شي د هغو کډوالو مخه ونیسي چې بریتانیا ته د ور اوښتو په تکل دغه لار کاروي. دوه نورې اضافي بېړۍ په هغه ځای کې ځای پر ځای شوي چې د فرانسې سمندر غاړو ساتونکي یې د "بې ساري" خوځښت سیمه بولي.دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې په یوې کوچنۍ بېړۍ کې ۲۷ کسان انګلستان ته د اوښوتو په تکل په سمندر کې ډوب شول او دې پېښې ګڼ غبرګونونه وپارول.سږ کال تر څلوېښت زره ډېر کسان بریتانیا ته اوښتي دي چې په دې موده کې یې شمېر بې ساری او د ریکارډ کچې ته رسېدلی.

د فرانسې ساحل ساتونکي وايي، د لاپروس سروې بېړۍ اوس کالیس بندر ته رسېدلې او د کرموروان بېړۍ به هم څو ورځو کې هلته ورسېږي.دوی وايي سیمې ته د دغو بېړیو لېږل به د سمندر په شمالي برخه کې د سمندري ځواکونو وړتیاوې پیاوړې کړي.تېره میاشت بریتانیا له فرانسې سره دې هوکړې ته ورسېد چې اته میلیونه اضافي پونډه به د دې لپاره ورکوي چې په کوچنیو بېړیو کې د انګلیس کانال له لارې بریتانیا د ور اوښتونکو کډوالو مخه ونیسي. پیسې به د فرانسې په سمندرغاړو کې د زیاتې څارنې لپاره ولګول شي، تر څنګ به یې د بریتانیا پولیس هم وکولای شي په فرانسې کې ګزمې وڅاري.

سږکال له دغه کاناله د تېرېدونکو کډوالو شمېره لوړه ده (چې په فرانسه کې د لا مانچ په نوم پېژندل کیږي) او ډېره برخه البانیان دي.په روان کال کې تر دې دمه ۱۲۰۰۰ البانیان د کوچنیو کښتیو په کارولو سره بریتانیا ته رسېدلي، دا شمېر د ۲۰۲۰ کال پرتله ډېر لوړ دی، هغه کال دا شمېر یوازې ۵۰ تنه وو.